slideshow, كورني خبرونه

په جلال اباد ښار کې يو ټرافيک پوليس او يو ملکي وګړى ووژل شول

توسط - په جلال اباد ښار کې يو ټرافيک پوليس او يو ملکي وګړى ووژل شول

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو يو ټرافيک پوليس او يو ملکي وګړى وژلي دي. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا پېښې نن سهار د جلال اباد ښار په دوهمې او اتمې ناحيو كې رامنځته شوې دي. نوموړي زياته كړه، د پېښو عاملين تښتېدلي او د نيولو هڅې يې روانې دي. د يادو پېښو...

slideshow, كورني خبرونه

عمران خان په افغان سولې بهير كې د پاكستان پر همكارۍ ټينګار وكړ

توسط - عمران خان په افغان سولې بهير كې د پاكستان پر همكارۍ ټينګار وكړ

د پاكستان لومړى وزير عمران خان وايي، په افغانستان كې سوله او ثبات د مركزي اسيا له هېوادونو سره د پاكستان د نښلولو زمينه برابروي او د دغه هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري. ده د يكشنبې په ورځ په بيجينګ كې وويل، پاكستان كولاى شي د افغانستان له لارې له مركزي اسيا سره له نښلېدو، چې د چين د يو كمربند يوې...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد نن پاكستان ته ځي

توسط - خليلزاد نن پاكستان ته ځي

ټاكل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د افغان سولې بهير لپاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو په هدف نن پاكستان او بيا هند ته لاړ شي. نوموړي د خپل دغه سفر په درشل كې په كابل كې ويلي، د افغانستان د سولې بهير لپاره نړيواله اجماع موجوده ده، خو په اړه...

slideshow, كورني خبرونه

د سولې مشورتي لويه جرګه څو شېبې وروسته پيلېږي

توسط - د سولې مشورتي لويه جرګه څو شېبې وروسته پيلېږي

ټاكل شوې څو شېبې وروسته په كابل كې د ۳۰ فيصده ښځو په ګډون د شاوخوا ۳۰۰۰ كسانو په حضور كې د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شي او څلور ورځې دوام وكړي. د دې جرګې د امنيت لپاره په كابل ښار كې جدي امنيتي تدابير نيول شوي او د جرګې ځاى ته غځېدلې ټولې لارې د ټرافيكو پر مخ تړلې دي. د سولې مشورتي...

slideshow, كورني خبرونه

په فراه كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په فراه كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د فراه امنيتي مسوولين د دغه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې د شپږو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي. د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، تېره شپه د بالابلوك ولسوالۍ په شيوان كلي كې د طالبانو پر قرارګاوو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو د هوايي بريدونو له كبله د يوه قوماندان په ګډون دوه...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: سولې ته د رسېدو لپاره مشورې كولو ته اړتيا ده

توسط - جمهور رئيس غني: سولې ته د رسېدو لپاره مشورې كولو ته اړتيا ده

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، سولې ته د رسېدو لپاره مشورې كولو او د هېواد د ګوټ ګوټ اوسېدونكو د نظرونو اورېدلو ته اړتيا ده. هغه دا خبره نن په ارګ كې د كمونيستي رژيم په وړاندې د مجاهدينو د بريا د ۲۷مې كليزې په نمانځغونډه كې وكړه او ويې ويل، سوله په يوه ورځ كې نه ترلاسه كېږي او د ملي يووالي...

slideshow, كورني خبرونه

حكمتيار د تېرو تېروتنو پر نه تكرارولو ټينګار وكړ

توسط - حكمتيار د تېرو تېروتنو پر نه تكرارولو ټينګار وكړ

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، امريكا په افغانستان كې خپل هېڅ يوه هدف ته نه ده رسېدلې او له همدې كبله غواړي دا هېواد پرېږدي. هغه نن په ارګ كې د كمونيستي رژيم په وړاندې د مجاهدينو د بريا د ۲۷مې كليزې په نمانځغونډه كې وويل، د سيمې هېوادونه له افغانستانه د امريكا د مسوولانه وتلو غوښتونكي دي. حكمتيار تېرو تېروتنو ته په...

slideshow, كورني خبرونه

د جمهوري رياست ټاكنو ۱۲ كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړه

توسط - د جمهوري رياست ټاكنو ۱۲ كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړه

د جمهوري رياست د راتلونكو ټاكنو ډېرى كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړه. ۱۲ كانديدانو نن په يوه خبري غونډه كې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سولې په نوم مشورتي لويه جرګه د سولې لپاره ګټوره نه ده، بلكې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته كولاى شي. په ياده خبري غونډه كې د محمد حنيف اتمر په مشرۍ د سولې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د يوه اسراييلي سرتېري د جسد پاتې شوني له دوو سوري بنديانو سره تبادله كېږي

توسط - د يوه اسراييلي سرتېري د جسد پاتې شوني له دوو سوري بنديانو سره تبادله كېږي

اسراييل غواړي د دې هېواد د يوه سرتېري د جسد د پاتې شونو په بدل كې، چې ۳۷ كاله وړاندې ورك شوى و، دوه سوري بنديان خوشې كړي. دا اعلان د اسراييل حكومت د شنبې په ورځ وكړ او ورسره هممهاله د سوريې يوه چارواكي وويل، ښايي له دوو زيات سوري وګړي د روسيې په منځګړيتوب د اسراييل له زندانه ازاد شي. د روسيې جمهور...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د قومي مشرانو پر موټر د ماين چاودنه شوې

توسط - په ننګرهار كې د قومي مشرانو پر موټر د ماين چاودنه شوې

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار د ريموټ کنټرول ماين په وسيله د قومي مشرانو پر موټر شوې، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي. د نوموړي په خبره، د...