slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د جمهوري رياست په ټاكنو كې د واليانو پر بې طرفۍ ټينګار وكړ

توسط - جمهور رئيس غني د جمهوري رياست په ټاكنو كې د واليانو پر بې طرفۍ ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د ۳۴ ولايتونو له واليانو سره د ليدنې په مهال هغوى ته لارښوونه وکړه، چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاكنو كې بايد خپله بې طرفي وساتي او همدارنګه د ملي خپلواکۍ ۱۰۰مه كليزه په افغانستان شموله توګه ونمانځي. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور...

slideshow, كورني خبرونه

روسيه: داعش ډله په افغانستان كې د خپلو فعاليتونو د پراخولو هڅه كوي

توسط - روسيه: داعش ډله په افغانستان كې د خپلو فعاليتونو د پراخولو هڅه كوي

د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو وايي، داعش ډله هڅه کوي په افغانستان کې خپل فعاليتونه پراخ کړي. دى زياتوي، امريکا په افغانستان کې نېږدې دوه لسيزې تېرې کړې، خو دغه هېواد ته يې امنيت او ثبات را نه وست. د شويګو په خبره، د امريکا د حضور په مهال په افغانستان کې داعش ډلې سر را پورته کړى او په دې هېواد كې...

slideshow, كورني خبرونه

په فارياب كې ۲۳ وسله وال طالبان ووژل شول

توسط - په فارياب كې ۲۳ وسله وال طالبان ووژل شول

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په فارياب كې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت او افغان ځواكونو په بريدونو كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د دغه ولايت په پښتون كوټ او دولت اباد ولسواليو كې د بهرنيو او افغان ځواكونو په يادو ګډو بريدونو كې د...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په بلخ كې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په وزير اباد سيمه كې پر امنيتي پوستو بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شو. د نوموړي په خبره، په جګړه كې دوه طالبان ووژل شول او...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په سريلانكا كې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز ولګېد

توسط - په سريلانكا كې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز ولګېد

د سريلانكا د جمهور رئيس مايتريپالا سيريسېنا د فرمان پر بنسټ د يوه بېړني قانون په نافذېدو سره په دغه هېواد كې د مسلمانو ښځو پر مخ پټولو بنديز ولګېد. دا تصميم تېره اونۍ هلته په څو كليساوو او هوټلونو كې تر خونړيو چاودنو وروسته نيول شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۲۵۰ كسان ووژل شول. د سريلانكا د جمهوري رياست دفتر د...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې يوه پوليسه خپل مېړه وژلې

توسط - په هلمند كې يوه پوليسه خپل مېړه وژلې

د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د مينې په نوم يوه پوليسه د خپل مېړه لخوا وژل شوې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي امر محمد زمان همدرد كليد ته وويل، دا پېښه تېره شپه د لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د زړې كلا په سيمه كې د كورني تاوتريخوالي له كبله رامنځته شوې ده. د نوموړي په خبره، قاتل پوليسو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: چمتو يو طالبان له بهرني اسارته خلاص كړو

توسط - جمهور رئيس غني: چمتو يو طالبان له بهرني اسارته خلاص كړو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان حكومت او خلك چمتو دي، چې طالبان له بهرني اسارته خلاص كړي. نوموړي دا خبره نن د سولې مشورتي لويې جرګې په پرانيستغونډه كې وكړه. جمهور رئيس غني يو ځل بيا طالبان له افغان حكومت سره له قيد او شرط پرته د سولې خبرو ته را وبلل. ده وويل، سولې ته رسېدل د افغانستان د حكومت تر ټولو...

slideshow, كورني خبرونه

د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه

توسط - د سولې مشورتي لويه جرګه پيل شوه

د سولې مشورتي لويه جرګه نن په كابل كې د عبدرب الرسول سياف په مشرۍ پيل شوه. د دې جرګې د جوړولو كمېسيون رئيس محمد عمر داودزي وويل، ۳۲۰۰ افغانان د سولې مشورتي لويې جرګې غړيتوب لري. د ده په وينا، دا جرګه به څلور ورځې دوام وكړي او غړي به يې په دغه موده كې په ۵۱ كمېټو كې د سولې په اړه خپل...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د انډونيزيا د ټاكنو كمېسيون لسګونه كار كوونكي مړه شوي

توسط - د انډونيزيا د ټاكنو كمېسيون لسګونه كار كوونكي مړه شوي

د انډونيزيا د ټاكنو كمېسيون لږ تر لږه ۲۷۰ كار كوونكو د ټاكنو د رايو شمېرلو په مهال د زيات كار له كبله د رامنځته شوو ناروغيو په سبب خپل ژوند له لاسه وركړى دى. د دغه كمېسيون وياند ويلي، شاوخوا ۱۸۸۰ كار كوونكي يې او ټاكنيز څارونكي د زيات كار او خسته ګۍ له كبله ناروغ شوي دي. د انډونيزيا د جمهوري رياست، پارلماني...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې د طالبانو يو استخباراتي مسوول ونيول شو

توسط - په كابل ښار كې د طالبانو يو استخباراتي مسوول ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د وسله والو طالبانو د يوه استخباراتي مسوول د نيولو خبر وركوي. دې وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ځانګړو پوليسو يې دا كس، چې قدرت الله نومېږي، تېر ماښام د كابل ښار په كمپنۍ سيمه كې نيولى دى. د سرچينې په وينا، نيول شوى كس د تروريستي فعاليتونو په پلانولو او د كابل – ميدان وردګ...