slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

په ايران كې د چاودنې او يوه تونل د نړېدو له كبله درې تنه وژل شوي

توسط - په ايران كې د چاودنې او يوه تونل د نړېدو له كبله درې تنه وژل شوي

په ايران كې چاودنې او د يوه تونل نړېدو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې هېواد د لارې او ښار جوړولو وزارت مرستيال خيرالله خادمي وايي، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ميتان ګاز او يا د اكسيجن ډبې له كبله، چې كارګرانو ترې ګټه پورته كوله، شوې ده. د هغه په وينا، د ۱۱ كسانو له ډلې، چې په...

slideshow, كورني خبرونه

په جوزجان كې اوو ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په جوزجان كې اوو ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله واوښته

د اقچې – شبرغان پر لويه لار پر امنيتي بېس د وسله والو طالبانو د بريد له كبله دوه ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي. د جوزجان د والي وياند فريدون انيق كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې پر ياد امنيتي بېس، چې د اقچې ولسوالۍ مركز ته نېږدې دى، بريد وكړ...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

په ايران كې دوه تنكي ځوانان په پټه توګه اعدام شوي

توسط - په ايران كې دوه تنكي ځوانان په پټه توګه اعدام شوي

د بښنې نړيوال سازمان وايي، ايراني چارواكو دوه تنكي ځوانان په درو وهلي او په پټه توګه يې د دغه هېواد په جنوب كې اعدام كړي دي. ويل كېږي دوى دواړه ۱۷ كلن وو. د بښنې نړيوال سازمان ويلي، مهدي سهرابي فر او امين صداقت د روان ميلادي كال د اپرېل مياشتې په ۲۵مه نېټه د فارس ولايت د مركز شيراز ښار په عادل اباد...

slideshow, كورني خبرونه

وسله والو طالبانو د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مركز بريد كړى

توسط - وسله والو طالبانو د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مركز بريد كړى

وسله والو طالبانو تېره شپه د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ پر مركز بريد كړى او اوس مهال د دې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو كې جګړه كې روانه ده. د دغه ولايت د والي وياند كريم يورش كليد ته وويل، په يادې ولسوالۍ كې د جګړې په ترڅ كې د شېر محمد او قاري رحمت الله په نومونو د دوو سرګروپانو په ګډون اته...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

توسط - په بلخ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه پوليس ټپيان شوي دي. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د چهاربولك ولسوالۍ د شرشرې كلي پر امنيتي پوستو بريد وكړ، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا دوه...

slideshow, كورني خبرونه

په افغانستان كې مذهبي ازادي محدوده وبلل شوه

توسط - په افغانستان كې مذهبي ازادي محدوده وبلل شوه

د امريكا د نړيوالې مذهبي ازادۍ كمېسيون د واشنګټن او كابل له چارواكو غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو په مهال پر مذهبي لږكيو د دې ډلې د بريدونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده كړي. دغه كمېسيون د دوشنبې په ورځ د خپل كلني راپور په خپرولو سره ويلي، افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دى، چې مذهبي ازادي په كې...

slideshow, كورني خبرونه

يو پخوانى امريكايي سرتېرى د بم ايښودلو د هڅې په تور نيول شوى

توسط - يو پخوانى امريكايي سرتېرى د بم ايښودلو د هڅې په تور نيول شوى

يو پخوانى امريكايي سرتېرى، چې په افغانستان كې يې هم دنده ترسره كړې، د متحدو ايالتونو د لاس انجلس ښار په جنوب كې د بم ايښودلو د هڅې په تور ونيول شو. د امريكا څارنوالۍ اعلان كړى، ۲۶ كلن مارك سټيوين ډومينګو منلې، چې غوښتل يې د نيوزيلنډ د كرايسټ چرچ پر جوماتونو د بريدونو په غچ كې په لانګ بيچ كې يو بم...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

البغدادي پنځه كاله وروسته په يوه ويډيو كې را څرګند شو

توسط - البغدادي پنځه كاله وروسته په يوه ويډيو كې را څرګند شو

د داعش ډلې مشر ابوبكر البغدادي، چې مخكې يې څو وارې د ټپي كېدو او وژل كېدو خبرونه خپاره شوي وو، له پنځو كلونو وروسته پرون په يوه ويډيو كې را څرګند شو او په سوريې او عراق كې يې د دې ډلې ماتې ومنله. په يادې ۱۸ دقيقه يي ويډيو كې البغدادي ورو او په وقفه يي ډول خبرې كوي. نوموړى وايي، داعش ډله...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول

توسط - په ننګرهار كې ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول

د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې د عملياتو په مهال د درېيو قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژلي دي. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د هوايي ځواك په ملتيا ترسره شوي دي. د هغه په وينا، په دې عملياتو کې د داعشيانو څلور مهم...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې سبا د كانكور ازموينه پيلېږي

توسط - په هرات كې سبا د كانكور ازموينه پيلېږي

ټاكل شوې په هرات كې د كانكور ازموينه سبا پيل شي او درې ورځې دوام وكړي. د دغه ولايت د پوهنتون رئيس عبدالله فايز كليد ته وويل، په دې ازموينه كې به له ۱۱۰۰۰ زيات زده كوونكي ګډون وكړي، چې څه باندې ۵۳ فيصده به يې نجونې وي. دى وايي، د ۱۴م ټولګي د فارغانو او د ماسټرۍ دورې ازموينې هم د جمعې په ورځ...