slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د افغان ولس ميراث وباله

توسط - جمهور رئيس غني د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د افغان ولس ميراث وباله

جمهور رئيس محمد اشرف غني اساسي قانون د هېواد لويه لاسته راوړنه بولي او وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د افغان ولس ميراث دى او د ده ځاىناستى به ولس ټاكي. هغه دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع له استازو سره د ليدنې په مهال وكړې. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې...

slideshow, كورني خبرونه

وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه رد كړه

توسط - وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه رد كړه

وسله والو طالبانو د سولې مشورتي لويې جرګې د غړو هغه غوښتنه رد كړه، چې په روژې مياشت كې يې د اوربند اعلانولو لپاره ترې كړې وه. جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې د پاى په مراسمو كې وويل، د ملي يووالي حكومت چمتو دى، چې د دوه اړخيز اوربند د اعلان لپاره له طالبانو سره د هغه...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د جاپان لومړي وزير د شمالي كوريا له مشر سره ليدو ته چمتووالى وښود

توسط - د جاپان لومړي وزير د شمالي كوريا له مشر سره ليدو ته چمتووالى وښود

د جاپان لومړي وزير شينزو ابې له قيد او شرط پرته د شمالي كوريا له مشر كيم جون اون سره ليدو ته چمتووالى ښودلى دى. نوموړي په يوه تازه مركه كې ويلي، حاضر دى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور نه شتون مسئلې د حل لپاره د شمالي كوريا له مشر سره خبرې وكړي. د جاپان لومړي وزير له كيم جونګ اون څخه غوښتي،...

slideshow, كورني خبرونه

داودزى: د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د طالبانو استازو ګډون درلود

توسط - داودزى: د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د طالبانو استازو ګډون درلود

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو كمېسيون رئيس، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى وايي، د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د طالبانو استازو هم ګډون درلود. هغه نن د يادې جرګې له پاى ته رسېدو وروسته په يوه خبري غونډه كې...

slideshow, كورني خبرونه

په اروزګان كې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

توسط - په اروزګان كې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې په اروزګان كې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي مرستيال والي ملا عتيق الله د وسلو او مهماتو پر ډيپوګانو عمليات ترسره كړي دي. له ياد رياست څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دې عملياتو د طالبانو تر ځمكې لاندې څلور ډيپوګانې په بشپړ ډول...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په وينزويلا كې د حكومت او اپوزيسيون د پلويانو ترمنځ نښته شوې

توسط - په وينزويلا كې د حكومت او اپوزيسيون د پلويانو ترمنځ نښته شوې

د وينزويلا په پايتخت كاراكاس كې د دغه هېواد د جمهور رئيس نيكولاس مادورو او د هغه د مخالفينو د رهبر خوان ګوايدو د پلويانو ترمنځ په نښته كې يو تن وژل شوى دى. ګوايدو د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره له خپلو پلويانو غوښتي و، چې د مادورو په ضد پراخ لاريونونه وكړي. د راپورونو له مخې، د دواړو لورو ترمنځ په نښته...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: له طالبانو سره اوربند ته چمتو يو

توسط - جمهور رئيس غني: له طالبانو سره اوربند ته چمتو يو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت چمتو دى، چې د دوه اړخيز اوربند د اعلان لپاره له طالبانو سره د هغه پر تخنيكي جزياتو كار وكړي. نوموړي دا خبره نن د سولې مشورتي لويې جرګې د پاى په مراسمو كې وكړه او ويې ويل، د روژې مباركې مياشتې ته په درناوي او د ښه نيت په ښودلو سره غواړي ۱۷۵...

slideshow, كورني خبرونه

د سولې مشورتي لويه جرګه پاى ته ورسېده

توسط - د سولې مشورتي لويه جرګه پاى ته ورسېده

د سولې مشورتي لويه جرګه، چې د تېرې دوشنبې په ورځ پيل شوې وه او په ۵۱ كمېټو كې يې ۳۲۰۰ غړي لرل، نن د يوه ۲۳ ماده ييز پرېكړه ليك په خپرولو سره پاى ته ورسېده. د دې جرګې غړو په خپل پرېكړه ليك كې، چې پښتو بڼه يې رفيع الله حيدري ولوسته، د روژې مباركې مياشتې په مناسبت پر بېړني او تلپاتې...

slideshow, كورني خبرونه

د هرات ولايتي چارواكي خبريالانو ته د معلوماتو پر وركولو ټينګار كوي

توسط - د هرات ولايتي چارواكي خبريالانو ته د معلوماتو پر وركولو ټينګار كوي

په داسې حال كې، چې د هرات خبريالان شكايت لري، چې د زورواكو، دولتي كار كوونكو، امنيتي سرتېرو او د دولت د وسله والو مخالفينو له تاوتريخوالي او ګواښ سره مخ دي او معلوماتو ته بشپړ لاسرسى نه لري، د دغه ولايت چارواكي وايي، ټولې دولتي ادارې مكلفې دي، چې خبريالانو ته معلومات وركړي. د هرات د ولايت مقام ټولنيزې مرستيالې مونيسې حسن زاده...

slideshow, كورني خبرونه

تېر كال د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې لسګونه ملكي افغانان وژل شوي

توسط - تېر كال د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې لسګونه ملكي افغانان وژل شوي

د امريكا د دفاع وزارت اعلان كړى، چې تېر ميلادي كال په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې لسګونه ملكي وګړي وژل شوي دي. پنټاګون د پنجشنبې په ورځ د خپل كلني راپور په خپرولو سره په افغانستان، عراق، سوريې او سوماليا كې د امريكايي سرتېرو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په اړه وويل، په دې عملياتو كې ۱۲۰ ملكيان وژل شوي...