توسط mayar -
د بادغيس د ولايتي شورا غړي وايي، د دې ولايت په قادس ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې ۱۱ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي ساير محمد موسى كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د قادس ولسوالۍ مركز ته نېږدې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وكړ، چې له...
توسط mayar -
وسله والو طالبانو په فراه كې په يوه صحرايي محكمه كې دوه تنه د غلا او جنسي تېري په تور وژلي دي.
په ټولنيزو شبكو كې په خپره شوې ويډيو كې د طالبانو د ډلې د يوه غړي لخوا په لوستل شوي متن كې راغلي، يادو كسانو د هرات – كندهار پر لويه لار د خلكو مالونه غلا كول او د هغوى پر ناموس...
توسط mayar -
د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، هېواد يې د افغانستان د حكومت او خلكو ترڅنګ دى او د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ كوي.
اجرائيه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، اردوغان دا څرګندونې د جمعې په ورځ په استانبول كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال كړې دي.
د سرچينې په...
توسط mayar -
شمالي كوريا د نن ورځې په لومړيو كې يو شمېر لنډ واټن ويشتونكي توغندي د جاپان د بحيرې په لور توغولي دي.
دا خبره د جاپان او جنوبي كوريا پوځي چارواكو كړې ده.
د جنوبي كوريا د لوى درستيزانو ګډې كمېټې ويلي، پيونګيانګ ځينې لنډ واټن ويشتونكي توغندي وانسون ښارګوټي ته نېږدې له هودو جزيرې شمال ختيځ لور ته وتوغول.
ويل كېږي دغه توغندي د جاپان...
توسط mayar -
د هرات په فارسي ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په بغند كلي كې شوې، چې له كبله يې د دوو مهمو سرګروپانو په ګډون د دولت ۱۴...
توسط mayar -
په غزني كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو، د افغان ځانګړو ځواكونو په عملياتو او وسله والې جګړې كې ۲۵ وسله وال طالبان او پنځه ملكي وګړي وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا هوايي بريدونه، عمليات او وسله واله جګړه په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په اندړو، زنه خان او ده يك ولسواليو كې ترسره...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د سولې مشورتي لويې جرګې له درانه مالي لګښت او خلكو ته د ستونزو له رامنځته كولو سره سره د هېواد لپاره نوې لاسته راوړنه نه لرله.
ده د جمعې په ورځ د استانبول د چامليجا جامع جومات د پرانيستې مراسمو په څنډه كې د تركيې له اناتولي خبري اژانس سره په خبرو كې وويل،...
توسط mayar -
د كونړ ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د لسګونو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي.
د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، ګډو امنيتي ځواكونو تېره ورځ په چپې درې ولسوالۍ كې د داعش ډلې پر ښوونيزو مركزونو هوايي او توپچي بريدونه كړي، چې په مهال يې د پاكستاني او ازبكستاني اتباعو په ګډون ۴۹ داعشيان وژل شوي...
توسط mayar -
د امريكا او روسيې جمهور رئيسانو ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين پرون اوږدې ټيليفوني خبرې كړې دي.
ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، له پوتين سره پر سوداګرۍ، د وينزويلا پر بحران، اوکراين، شمالي کوريا، د اټومي وسلو پر کنټرول او د امريکا د جمهوري رياست په تېرو ټاكنو كې د روسيې د لاسوهنې د ادعاوو په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر پر...
توسط mayar -
نامعلومو وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان كليد ته وويل، دا پېښه تېر ماښام د بهسودو ولسوالۍ په هډې اخندزاده کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړه، وسله وال له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
فريد خان د وژل شوي ديني عالم نوم محمد حنيف ياد كړ.
د ياد...