توسط mayar - - 16 غویی 1398
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د شمالي كوريا پر وروستۍ توغندويي ازموينې سربېره هم واشنګټن له پيونګيانګ سره د اټومي مذاكراتو د پرمختګ مسير ويني.
نوموړي د يكشنبې په ورځ د اې بي سي ټلويزيون په يوه خپرونه كې وويل، وضعيت جدي دى او دوى پوهېږي، چې د شمالي كوريا د غيرې اټومي كولو مسير اوږد او له لوړو ژورو...
توسط mayar - - 16 غویی 1398
د بغلان پر امنيه قوماندانۍ د بريد له كبله، چې څو ساعته يې دوام وكړ، ۷۷ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يكشنبې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د ترهګرو يوې ډلې، چې په جګړه ييزو توکو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وو، د بغلان پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ.
د سرچينې...
توسط mayar - - 16 غویی 1398
وسله والو طالبانو د روژې مباركې مياشتې د را رسېدو په مناسبت په كندوز كې ۱۳ نيول شوي افغان سرتېري خوشې كړل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، ملګرو يې څه موده وړاندې د كندوز د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو كې د جګړو په مهال يو شمېر افغان سرتېري ونيول.
په خبرپاڼه كې راغلي، د نيول شويو...
توسط mayar - - 16 غویی 1398
ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاكستان د لومړي وزير عمران خان په بلنې دغه هېواد ته سفر وكړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني پرون ماسپښين له عمران خان سره په ټيليفوني خبرو كې د افغانستان د سولې بهير او سيمه ييز اتصال په اړه وغږېد.
د پاکستان لومړي وزير ژمنه وکړه، چې هېواد يې هر ډول همکارۍ ته،...
توسط mayar - - 15 غویی 1398
په افغانستان او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو كې سبا د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ ده.
سعودي عربستان تېر ماښام اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ به روژه پيل شي.
د راپورونو پر بنسټ، د شنبې په ورځ سپوږمۍ ونه ليدل شوه، نو نن د شعبان مياشتې وروستۍ ورځ ده.
افغانستان له سعودي عربستان سره په يو وخت روژه پيلوي.
د يادونې وړ ده، چې...
توسط mayar - - 15 غویی 1398
شمالي كوريا وايي، د دغه هېواد مشر كيم جونګ اون د خپلو توغندیو او رهبري شوو وسلو ازموينه وليدله.
مخكې جنوبي كوريا، امريكا او جاپان ويلي و، چې پيونګيانګ پرون څو لنډ واټن ويشتونكي توغندي د جاپان د اوبو په لور توغولي دي.
خو د شمالي كوريا رسمي خبري اژانس نن راپور وركړى، چې كيم جونګ اون د توغنديو د ازمويلو امر وركړ او د...
توسط mayar - - 15 غویی 1398
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي كوريا لخوا د لنډ واټن ويشتونكو توغنديو پر ازموينې سربېره له دې هېواد سره اټومي هوكړې ته رسېدل ممكن دي.
د جنوبي كوريا اردو تېره ورځ وويل، پيونګيانګ يو شمېر لنډ واټن ويشتونكي توغندي د جاپان د بحيرې په لور توغولي دي.
په لومړنيو راپورونو كې دا توغندي باليسټيك نه وو بلل شوي.
سپينه ماڼۍ وايي، د...
توسط mayar - - 15 غویی 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د حکومت په بېلابېلو سطحو کې د معلوماتو نه ورکول په يوه فرهنګ بدل شوي، چې دا فرهنګ بايد بدلون وکړي.
هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د ځوانانو ملي او مدني بنسټونو، د رسنيو ټولنې، ټولنيزو سازمانونو او خصوصي سکټور له استازو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره د خپرې...
توسط mayar - - 15 غویی 1398
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، كه د افغان سولې بهير نتيجه وركړي، امريكا چمتو ده په افغانستان كې خپلې وسلې پر ځمكه كېږدي.
نوموړي په يوه تازه ټويټ كې ويلي، د سولې د هر بهير په پايله کې ټولې ښکېلې خواوې وسلې پر ځمکه ږدي.
خليلزاد زياته كړې، د تاوتريخوالي کمېدو په اړه د...
توسط mayar - - 15 غویی 1398
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر خوست د پاكستاني ځواكونو د بريدونو په اعتراض كې د شنبې په ورځ په كابل كې د دغه هېواد د سفارت شارژدافير احضار كړ.
ځايي اوسېدونكي وايي، پاكستاني سرتېرو تېره اونۍ د خوست پر سپېرې ولسوالۍ هوايي او توپچي بريدونه وكړل، چې له كبله يې درې ملكي وګړي ووژل شول، پنځه تنه ټپيان دي او خلكو ته...