توسط mayar -
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ټيليفوني خبرې كړې دي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس واس د راپور پر بنسټ، پمپيو او بن سلمان پر دوه اړخيزو اړيكو وغږېدل.
سرچينه وايي، دواړو لوريو د سيمې او نړۍ پر وروستيو بدلونونو هم بحث وكړ.
د يادو ټيليفوني خبرو په تړاو...
توسط mayar -
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د وينزويلا او نورو مسايلو په اړه يې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره ښې خبرې درلودې.
لاوروف هم له پمپيو سره خپلې خبرې ګټورې بللې دي.
دوى د دوشنبې په ورځ په فنلنډ كې سره وكتل.
تر دې ليدنې يوه ورځ وړاندې پمپيو له روسيې وغوښتل، چې له وينزويلا ووځي.
د وينزويلا د بحران له كبله...
توسط mayar -
د هرات پوليسو د دې ولايت په اوبې ولسوالۍ كې د دوو چاودنو مخنيوى وكړ.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، ترهګرو د اوبې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو د په نښه كولو په هدف دوه ۱۰ او ۲۰ ليټري بوشكه يي ماينونه ځاى پر ځاى كړي وو، چې د يادې ولسوالۍ د...
توسط mayar -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سواراج سره وكتل.
خليلزاد د قطر په پايتخت دوحه كې له طالب استازو سره د مذاكراتو له يو ورځنۍ وقفې په ګټې اخيستنې د دوشنبې په ورځ هند ته سفر وكړ.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رويش كومار پر خپله...
توسط mayar -
د ننګرهار د والي شاه محمود مياخېل په امر د جلال اباد ښاروالۍ له لوري له ټاکلو بيو سرغړوونکو دوكاندارانو سره د قانوني چلند د ترسره کولو په هدف ګومارل شويو سيارو ډلو نن د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو كې رسماً خپلې چارې پيل كړې.
مياخېل وايي، د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره د دې پر ځاى، چې د افغاني...
توسط mayar -
د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي وايي، په دغه ولايت كې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې د ملي اردو سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي دي.
هغه كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د ګلستان ولسوالۍ په توت او چكاو سيمه كې د ملي اردو ځواكونو پر پوستې بريد وكړ، چې د جګړې په مهال ۲۵...
توسط mayar -
حماس ډلې اعلان كړى، چې د فلسطين او اسراييل ترمنځ له دوه ورځنۍ جګړې وروسته په غزه كې اوربند ټينګ شوى دى.
د يادې ډلې د اړوند ټلويزيون د راپور له مخې، دا اوربند نن سهار څلور بجې او ۳۰ دقيقې ټينګ شو.
د اسراييل اردو له غزې د دې هېواد پر څو ښارونو د توغنديو له توغېدو وروسته د حماس ډلې پر مركزونو هوايي...
توسط mayar -
په داسې حال كې، چې د هرات د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونكي په خپلو سيمو كې د نرسانو او قابلو د كموالي په تړاو شكايت لري، د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، د هرات په مركز او ولسواليو كې په كافي اندازه نرسان او قابلې موجودې دي.
د هرات د دولتي او خصوصي روغتونونو د خدمتونو د تنظيم آمر غلام محمد دانش...
توسط mayar -
په روسيه كې د يوې مسافر وړونكې الوتكې د بېړنۍ ناستې او اور اخيستنې له كبله لسګونو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
دا سوخو ډوله الوتكه د روسي هوايي شركت اروفلوت اړوند وه، چې د يكشنبې په مازديګر له ۷۸ سپرليو سره له مسكوه مورمنسك ښار ته والوته، خو له پروازه ۴۰ دقيقې وروسته بېړنۍ ناستې ته اړه شوه او اور يې...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د روژې مباركې مياشتې ته په درناوي سولې او پخلاينې ته لبيك ووايي.
ده په يوه ويډويي پيغام كې دا د سولې او پخلاينې مياشت وبلله او له طالبانو يې وغوښتل، چې د روژې مباركې مياشتې ته درناوى وكړي او د افغانانو د سولې او پخلاينې غوښتنه، چې د سولې مشورتي لويې جرګې...