توسط mayar -
د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند شهر نو سيمه کې پرون د کاونټر پارټ موسسې پر ودانۍ په بريد کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴نور ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته وويل، دغه وسله وال بريد پرون له غرمې مخکې په ۱۱ بجو او ۴۰ دقيقو د کاونټرپارټ دفتر مخې...
توسط mayar -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په سكاټلنډ كې د دې هېواد د كركټ له ملي لوبډلې سره د دوو نړيوالو يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه ترسره كوي.
دغه لوبه د کابل په وخت نن له غرمې وروسته دوه بجې او ۳۰ دقيقې پيل شي.
دغه راز د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به دوهمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د روانې...
توسط mayar -
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي ډېره هڅه روانه ده چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي او طالبانو دغه مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی.
نیکولاس کې ویلي، ښایي په روژه کې بین الافغاني مذاکرات پيل شي او د ټولو خواوو ټینګار پر همدې ډول مذاکراتو دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې د جمهوري رياست تر راتلونکو ټاکنو مخکې باید د...
توسط mayar -
هند د افغانستان د پرمختګ او ولسواکۍ ساتلو په برخه کې له امریکا سره ژمنې کړې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، هند ته یې سفر له لاس ته راوړنو ډک و.
دده په خبره له هندي چارواکو سره یې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي او دوی ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې او امنیت په برخه...
توسط mayar -
د سولې له خبرو سره هممهاله په هېواد كې جګړو هم زور اخيستى، چې دغه وضعيت د عامو خلكو ترڅنګ د مشرانو جرګې غړي هم اندېښمن كړي او بالاخره يې تصميم ونيوه، چې راتلونكې اونۍ امنيتي مسوولين خپلې استجوابيه غونډې ته ور وغواړي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړو نن د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې امنيتي وضعيت او د دولت د وسله والو...
توسط mayar -
په تخار كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ د جګړې له كبله دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د درقد – خواجه بهاوالدين لارې په اوږدو كې وشوه، چې په ترڅ كې يې اته ولسي پاڅون كوونكي او سيمه ييز پوليس ووژل شول.
ده...
توسط mayar -
د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي وايي، د دغه ولايت څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې دي او شپږ نورې يې هم له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
هغه د فراه د امنيتي حالت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره كليد ته وويل، خاك سفېد، بكوا، ګلستان او شيب كوه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو...
توسط mayar -
د رويټرز خبري اژانس دوه خبريالان، چې په ميانمار كې د روهينګيا مسلمانانو د قتل عام په اړه تر راپور جوړولو وروسته زنداني شوي وو، نن خوشې شول.
يو وا لون او يو كياو سوى وو، چې د بند څه باندې ۵۰۰ ورځې يې تېرې كړي، د ميانمار د جمهوري رياست د بښنې فرمان له مخې د دغه هېواد له اينسين زندانه ازاد شول.
دا...
توسط mayar -
نامعلومو وسله والو په پاكستان كې د پوليو يا ګوزڼ ضد واكسين يو بل پلى كوونكى وژلى دى.
سيمه ييز چارواكي وايي، ياد كس عبدالله جان نومېده او پرون كله چې خپل كور ته روان و، د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ سيمه كې نامعلومو وسله والو په ډزو وواژه.
له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې دا د پوليو يا ګوزڼ ضد واكسين پنځم پلى...
توسط mayar -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا په سكاټلنډ كې د دې هېواد د كركټ له ملي لوبډلې سره د دوو نړيوالو يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه ترسره كوي.
د افغانستان د كركټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، افغان لوبغاړي اوس مهال د سكاټلنډ په وړاندې د دغو لوبو د ترسره كولو لپاره پر تمرينونو بوخت دي.
د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو...