slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ټرمپ له ايران سره مذاكراتو ته بياځلي چمتووالى وښود

توسط - ټرمپ له ايران سره مذاكراتو ته بياځلي چمتووالى وښود

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا اعلان وكړ، كه ايراني چارواكي اړيكه ونيسي، ورسره مذاكراتو ته چمتو دى. هغه پرون په سپينه ماڼۍ كې د وينا په مهال كه څه هم د امريكا او ايران ترمنځ د جګړې احتمال رد نه كړ، خو ويې ويل، هيله من دى، چې دا جګړه ونه شي. ټرمپ منځني ختيځ ته د امريكا د الوتكو لېږدوونكې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په عراق كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه اته تنه ووژل

توسط - په عراق كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه اته تنه ووژل

د عراق امنيتي چارواكي د دغه هېواد د پايتخت بغداد په صدر ښارګوټي كې د ځانمرګي بريد له كبله د لږ تر لږه اتو تنو د وژل كېدو او ۱۵ نورو د ټپي كېدو خبر وركوي. دوى وايي، ځانمرګي بريد كوونكي خپل له چاودېدونكو توكو ډك كمربند ته د جميله په نوم د صدر ښارګوټي له ګڼې ګوڼې په ډك بازار كې چاودنه وركړه. دا...

slideshow, كورني خبرونه

ايران په يوه اونۍ كې زرګونه افغان كډوال له خپلې خاورې شړلي

توسط - ايران په يوه اونۍ كې زرګونه افغان كډوال له خپلې خاورې شړلي

ايران په يوه اونۍ كې نېږدې ۸۰۰۰ افغان كډوال له خپلې خاورې په جبري توګه ايستلي دي. د كډوالۍ نړيوال سازمان په خپل اونيز راپور كې، چې د پنجشنبې په ورځ يې خپور كړى ويلي، تر تېرې شنبې په يوه اونۍ كې له ايرانه نېږدې ۱۳۰۰۰ افغان كډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې له جملې يې ۷۹۹۰ تنه اخراج شوي دي. په راپور كې...

slideshow, كورني خبرونه

له هنګري د افغان كډوالو ايستنه وغندل شوه

توسط - له هنګري د افغان كډوالو ايستنه وغندل شوه

د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې له هنګري د افغان كډوالو ايستل غندلي او هغه يې له نړيوالو او د اروپايي اتحاديې له قوانينو ښكاره سرغړونه بللې ده. د هنګري حكومت ۱۱ افغان كډوال د پناه غوښتنې تر ردولو وروسته اړ كړي، چې سربيا ته لاړ شي. د دې هېواد د پناه غوښتنې او كډوالۍ ادارې ويلي، د هنګري د قانون پر بنسټ د...

slideshow, كركټ

د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې نن يو ورځنۍ لوبه كوي

توسط - د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې نن يو ورځنۍ لوبه كوي

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د كابل په وخت نن ماسپښين دوه بجې او ۳۰ دقيقې د سكاټلنډ په پايتخت ايدينبورګ كې د دې هېواد د كركټ له ملي لوبډلې سره يو ورځنۍ لوبه پيل كړي. دا لوبه د روان ميلادي كال د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف ترسره كېږي. د كركټ دغو دوو ملي لوبډلو وړمه ورځ هم...

slideshow, كورني خبرونه

د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاكراتو شپږم پړاو پاى ته ورسېد

توسط - د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاكراتو شپږم پړاو پاى ته ورسېد

د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاكراتو شپږم پړاو تېر مازديګر پاى ته ورسېد. د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دغه پړاو کې په تېرو مذاکراتو کې پر ترتيب شوې مسودې بحث وشو، په ځينو برخو کې پرمختګ شوى او ځينې برخې يې لا پاتې...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په وينزويلا کې امنيتي ځواکونو د خوان ګوايدو مرستيال ونيو

توسط - په وينزويلا کې امنيتي ځواکونو د خوان ګوايدو مرستيال ونيو

د وينزويلا د حکومت مخالف مشر خوان ګوايدو وايي، مرستيال يې د امنيتي ځواکونو له لوري د يوې چاپې په ترڅ کې نيول شوی دی. د ګوايدو په خبره، زامبرانو غوښتل له خپل موټر ښکته شي چې د دوو امنيتي ټانکونو له لوري محاصره شو او ونيول شو. دا په داسې حال کې ده چې خوان ګوايدو په دغه هېواد کې خپل ځان لنډمهالی جمهور...

slideshow, كورني خبرونه

افغان ځواکونو په خپلو عملياتو کې څلور ښوونکي وژلي

توسط - افغان ځواکونو په خپلو عملياتو کې څلور ښوونکي وژلي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې څلور ښوونکي وژل شوي او یو تن ټپي دی. د چپرهار یوه قومي مشر معلم ولایت خان کليد ته وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د چپرهار په شیخ قلعه سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور ښوونکي وژلي، یو یې ټپي کړی او یو بل یې...

slideshow, كورني خبرونه

ايران له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ايستلو خبرداری ورکړ

توسط - ايران له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ايستلو خبرداری ورکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران په عوایدو کې د روان کمښت په دوام سره ښايي تهران له افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وکړي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، اوسمهال په ایران کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال دي چې دوه مېلیونه یې...

slideshow, كورني خبرونه

ډنفورډ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په اوږدمهاله پاتې کېدو ټينګار وکړ

توسط - ډنفورډ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په اوږدمهاله پاتې کېدو ټينګار وکړ

د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وایي، تر هغې چې په افغانستان کې یاغیګري په بشپړه توګه نه وي ختمه شوې، اړتیا ده چې په دې هېواد کې امريکايي سرتېري پاتې شي. ډنفورډ د کانګریس يوې غونډه ته ويلي، فکر تر هغې چې په افغانستان کې ياغيګري روانه وي دوی هلته خپلو سرتېرو ته اړتيا لري. ډنفورډ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې...