توسط mayar - - 12 غبرګولی 1398
د روسيې د چاودېدونكو توكو د توليد په يوه فابريكه كې څو چاودنو لسګونه كسان ټپيان كړل.
د راپورونو پر بنسټ، دې چاودنو تېره ورځ د پايتخت مسكو د ختيځ په ۴۰۰ كيلو مټرۍ كې زېرژينسك ښار ته ټكان وركړ.
د روغتيايي چارواكو په خبره، د پېښې له ځايه ۷۹ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي، چې د ۱۵ ټپونه ژور دي.
د پېښې له كبله دوه...
توسط mayar - - 12 غبرګولی 1398
په هېواد کې د مجاهدينو د بريا د ۲۷مې کليزې په مناسبت د جمهور رئيس د فرمان له مخې د ننګرهار له زندانه ۱۲۰ بنديان خوشې شول او د ۴۱ نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خوشې شوو بنديانو ته لارښوونه وكړه، چې د بند په موده کې ترلاسه شوې تجربې د خپلو سيمو له خلکو...
توسط mayar - - 12 غبرګولی 1398
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني په خپلو تازه څرګندونو كې له امريكا سره خبرو ته اشاره كړې ده.
ده د شنبې په ورځ ويلي، كه واشنګټن درناوى وښيي، تهران هم ښايي د خبرو غوښتونكى شي.
د روحاني په وينا، ايران به د فشار له كبله مذاكرات ونه كړي.
د ايران جمهور رئيس دا څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ...
توسط mayar - - 12 غبرګولی 1398
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته خپل نوى سفر تېره شپه پيل كړ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، خليلزاد به د دغه سفر په ترڅ كې، چې دوه اونۍ به دوام وكړي، افغانستان، بلجيم، جرمني، قطر او متحده عربي اماراتو ته...
توسط mayar - - 12 غبرګولی 1398
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله.
دا لوبه د كابل په وخت پرون مازديګر پنځه بجې د انګلستان په بريسټول ښار كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د...
توسط mayar - - 12 غبرګولی 1398
څلورم تعقيب - د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې درېيو چاودنو د كليد د يوه خبريال په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۵۰ دقيقې د استاد برهان الدين رباني پوهنتون د محصلينو پر موټر د چسپكي ماين چاودنه وشوه، چې له كبله يې د...
توسط mayar - - 11 غبرګولی 1398
د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار خبردارى وركوي، كه حكومت د ده د زوى او د ۱۳۹۶يم لمريز كال د غبرګولي مياشتې د لاريون كوونكو د وژنې قضيې ته رسيدګي ونه وكړي، د وژل شوو كسانو كورنۍ به د خپلو اولادونو د وينې غچ واخلي.
نوموړي نن د خپل زوى سالم ايزديار د تلين په نمانځغونډه كې وويل، حكومت د يادې پېښې...
توسط mayar - - 11 غبرګولی 1398
د ملي امنيت عمومي رياست د لغمان په مركز مهترلام ښار كې د وسله والو طالبانو د يوې پنځه كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي.
دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، ياد طالبان په مهترلام ښار كې په پټه توګه پر ماين ايښودنو، ترور او د خلكو پر ګواښولو بوخت وو، چې ځانګړو ځواكونو يې باالفعله له يوه چسپكي...
توسط mayar - - 11 غبرګولی 1398
په تېرو دوو مياشتو كې د غزني په دولتي او نادولتي ادارو كې څه باندې ۱۰۰۰ كار كوونكې ښځې استخدام شوې دي.
د دغه ولايت والي وحيدالله كليمزي نن يوې خبري غونډې ته وويل، په دې موده كې هلته ۱۰۳ ښځې په رسمي بستونو، ۷۰۰ تنه د حق الزحمه ښوونكو په بستونو، يوه د دارالمعلمين د رياست لپاره او ۲۰۰ نورې د روغتيا او...
توسط mayar - - 11 غبرګولی 1398
۲۰۷ ظفر قول اردو ادعا كوي، چې په هرات او بادغيس ولايتونو كې د جګړې او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې قول اردو د عامه چارو مرستيال سيد اغا ضياء كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په جوى غازي سيمه كې د ملي اردو د لومړۍ لېوا پر...