توسط mayar -
ټاكل شوې د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو روانه اونۍ روسيې ته لاړ شي او هلته د دې هېواد له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره خبرې وكړي.
د راپورونو له مخې، پمپيو به له پوتين سره د وسلو پر کنټرول، شمالي کوريا، اوکراين او وينزويلا وغږېږي.
دا روسيې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه د پمپيو لومړى رسمي سفر...
توسط mayar -
د كورنيو چارو وزارت په كندهار كې ۳۳ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ملي پوليسو تېره شپه د كندهار په ارغنداب او شاوليکوټ ولسواليو كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات د هوايي ځواكونو...
توسط mayar -
راپورونه وايي، د مديترانې سمندر په اوبو كې د افريقايي توكمه ناقانونه كډوالو د كښتۍ ډوبېدو له كبله لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي دي.
ويل كېږي دا كښتۍ، چې په كې سپاره ۱۶ تنه يې د كب نيوونكو له لوري ژغورل شوي، له ليبيا د تونس سواحلو ته روانه وه، چې ډوبه شوه.
د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې بيا په پېښه...
توسط mayar -
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ افغان امنيتي ځواكونو ته د ځانګړو شوو پيسو يوه برخه له مكسيكو سره پر پوله د دېوال پر جوړولو لګوي.
د امريکا د دفاع وزارت د دغه دېوال د جوړولو لپاره يو اعشاريه پنځه ميليارد ډالري بوديجه تصويب کړه، چې د دې وزارت په وينا، له بېلابېلو سرچينو برابره شوې ده.
يوه امريكايي چارواكي د نوم نه ښودلو په...
توسط mayar -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د دوو يو ورځنيو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه كې د سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته ماتې وركړه.
دا لوبه تېره ورځ د سكاټلنډ په پايتخت ايدينبورګ كې ترسره شوه.
د سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۳۲۶ منډې هدف وټاكه او د افغانستان...
توسط mayar -
په ولسي جرګه كې د بادغيس د خلكو استازى ضياء اكبرزى وايي، د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد كې شاوخوا ۲۷ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه شوى، چې په ترڅ كې يې د طالبانو په لاس د ملي اردو او ځانګړو...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د پايتخت په توګه به کابل ښار د هر اړخيزو امکاناتو لرونکى وي او جوماتونه به يې داسې جوړ شي، چې راتلونکي نسلونه پرې ووياړي.
نوموړي دا څرګندونې نن له بيارغونې وروسته د عيدګاه جومات د پرانيستې په مراسمو كې وكړې.
جمهور رئيس غني له ټولو انجنيرانو وغوښتل، د سيالۍ په توګه دې د جوماتونو داسې نقشې ترتيب او...
توسط mayar -
د دايكندي په ناومېش ولسوالۍ كې ماين چاودنې نهو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ناومېش ولسوال بال خان وايي، د ملكي وګړو يو فلاينكوچ موټر كندهار ته روان و، چې نن سهار د دې ولسوالۍ په مشترك بازار كې د سړك غاړې پر ماين ور برابر شو.
نوموړى زياتوي، په دغه ماين چاودنه كې پنځه ملكي وګړي وژل شوي او څلور تنه...
توسط mayar -
د ملي دفاع وزارت په كندهار او غزني ولايتونو كې د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل كېدو ادعا كوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د عبدالله خان کارېز په سيمه کې نهه طالبان...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس او په كابل كې د اسټراليا سفيرې په افغانستان كې د سولې پر ټينګښت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار وكړ.
اجرائيه رياست په يوه خبرپاڼه كې ويلي، عبدالله عبدالله تېره ورځ له غرمې وروسته له نيكولا ګورډن سميت سره په سپېدار ماڼۍ كې وليدل.
په دې ليدنه كې دواړه خواوې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د دوه...