slideshow, كورني خبرونه

افغان حكومت د امريكا او ايران له كړكېچه د افغانستان پر لرې ساتلو ټينګار وكړ

توسط - افغان حكومت د امريكا او ايران له كړكېچه د افغانستان پر لرې ساتلو ټينګار وكړ

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت امريكا او ايران د افغانستان دوستان بللي او اعلان يې كړى، لازمه ده، چې كابل د دې هېوادونو له كړكېچه لرې وساتل شي. په دې وروستيو كې د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ زيات شوى او د امريكا حكومت څلور بم غورځوونكې بي - ۵۲ الوتكې، دوه الوتكې وړونكې بېړۍ او يوه جنګي بېړۍ سيمې ته د ايران...

slideshow, كورني خبرونه

ارګ: د سولې مركچي پلاوي د لېست جوړولو هڅې دوام لري

توسط - ارګ: د سولې مركچي پلاوي د لېست جوړولو هڅې دوام لري

ارګ وايي، له طالبانو سره د افغان حكومت د سولې خبرو د مخته وړلو لپاره د مركچي پلاوي د لېست جوړولو هڅې روانې دي او ژر به وروستى شي. د جمهور رئيس وياند هارون چخانسوري په دې لېست كې د موجوده كسانو د شمېر په اړه د معلوماتو له وركولو پرته ويلي، د ملي يووالي حكومت د مركچي پلاوي لېست به د پخلاينې د...

slideshow, كورني خبرونه

له افغانستانه د امريكايي ځواكونو بې وخته وتل خطرناك وبلل شول

توسط - له افغانستانه د امريكايي ځواكونو بې وخته وتل خطرناك وبلل شول

د امريكا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس له افغانستانه د امريكايي ځواكونو بې وخته وتل خطرناك بللي دي. هغه په خپله تازه مركه كې ويلي، كه په افغان سولې بهير كې يوه باوري هوکړه رامنځته نه شي، نو د امريکايي سرتېرو له وتلو سره سم به طالبان بېرته ځانونه په افغانستان كې واک ته ورسوي. د ګېټس په وينا، له همدې كبله امريکا ته...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې د ماين چاودنې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په غزني كې د ماين چاودنې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو له لوري د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د غزني د والي د وياند محمد عارف نوري په خبره، ياد ماشومان د مقر ولسوالۍ په چمبرانو سيمه كې پر لوبو بوخت وو، چې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰...

slideshow, كورني خبرونه

امنيتي پلاوى د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ وروستۍ پېښه څېړي

توسط - امنيتي پلاوى د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ وروستۍ پېښه څېړي

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په امر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د څېړنې په هدف د جنرال محمد قاسم وردګ په مشرۍ د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست ګډ امنيتي پلاوى دغه ولايت ته رسېدلى دى. د ننګرهار د رسنيو دفتر نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ياد پلاوي د والي...

slideshow, كورني خبرونه

ابراهيمي: د كابل د ولسي جرګې ټاكنو پر وروستيو پايلو كار روان دى

توسط - ابراهيمي: د كابل د ولسي جرګې ټاكنو پر وروستيو پايلو كار روان دى

څه باندې درې اونۍ وړاندې د كابل د استازو له حضور پرته د جمهور رئيس محمد اشرف غني لخوا د ملي شورا د ۱۷مې تقنيني دورې تر پرانيستلو وروسته د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د كابل د ولسي جرګې ټاكنو پر وروستيو پايلو كار روان دى. د دغه كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن كليد ته وويل، د يادې حوزې د پايلو فورمونو د...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

تركيه ښايي د روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرودلو تېره شي

توسط - تركيه ښايي د روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرودلو تېره شي

ځينو سرچينو اعلان كړى، چې تركيه د روسيې د اېس - ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرودلو تېرېږي. د جرمني بېلډ ورځپاڼې دا خبر په انقره كې د ډيپلوماټانو له قوله خپور كړى او ويلي يې دي، دغه تصميم د تركيې او امريكا ترمنځ د وروستي كړكېچ له كبله نيول شوى دى. د سرچينې په وينا، هغو فشارونو ته په پام، چې اوسمهال د تركيې...

slideshow, كورني خبرونه

بهرنيو ځواكونو په غزني كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه كړي

توسط - بهرنيو ځواكونو په غزني كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه كړي

د غزني په اندړو ولسوالۍ كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د درېيو هوايي بريدونو او د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ د خپلمنځي نښتې له كبله ۱۶ طالبان وژل شوي دي. د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، بهرنيو ځواكونو د اندړو ولسوالۍ په سيدوال او جوى چهار سيمو کې دوه هوايي بريدونه كړي، چې په ترڅ كې يې څلور طالبان...

slideshow, كورني خبرونه

په كندوز كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان خوشې شوي

توسط - په كندوز كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان خوشې شوي

په كندوز كې د افغان ګډو امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان خوشې شول. د ۲۱۷ پامير قول اردو په خبرپاڼه كې راغلي، د ملي اردو ځانګړو او كومانډو ځواكونو د هېواد د هوايي ځواك په ملاتړ د جمعې په ورځ د عملياتو په مهال د چهار درې ولسوالۍ په آقسراى كلي كې د طالبانو يو...

slideshow, كورني خبرونه

د ولسي جرګې د فرهنګي كمېسيون سلاكاره مينه منګل ووژل شوه

توسط - د ولسي جرګې د فرهنګي كمېسيون سلاكاره مينه منګل ووژل شوه

نامعلومو وسله والو په كابل ښار كې د ولسي جرګې د فرهنګي كمېسيون سلاكاره مينه منګل ووژله. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، نوموړې نامعلومو وسله والو نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۲۰ دقيقې د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ترور كړه. د رحيمي په خبره، پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده. د مينې...