توسط mayar -
په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر وايي، ناټو به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې له افغان ځواكونو سره خپلې اوږد مهالې همكارۍ ته دوام وركړي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ له غرمې وروسته د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په سپېدار ماڼۍ كې د ليدنې په مهال وكړه.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې...
توسط mayar -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له مرستيالې الېس ويلز سره د دغه هېواد جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته پر لېږل شوي ليك غږېدلى دى.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې جمهور رئيس غني تېر مازديګر په ارګ كې له مېرمن ويلز سره...
توسط mayar -
د بغلان امنيتي مسوولين وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د دغه ولايت په چشمه شېر سيمه كې د تېلو دوه ټانكرونه سوځولي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار اووه بجې او ۳۰ دقيقې د تېلو پر يادو ټانكرونو بريد وكړ او بل چا ته په كې زيان وانه وښت.
د...
توسط mayar -
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار جرمني ته لاړ.
د سولې عالي شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، داودزى به د دغه سفر په مهال له جرمني چارواكو سره د افغان سولې بهير د ګړندي كولو او...
توسط mayar -
سلګونو تنو پرون د تركيې د استانبول ښار د ښاروالۍ د بياځلي ټاكنو په ضد په لاريون لاس پورې كړ.
لاريون كوونكو ويل، د استانبول ښار د ښاروالۍ د لومړنيو ټاكنو د پايلو باطلېدل په تركيه كې د ډيموكراسۍ د وضعيت په اړه اندېښنې زياتوي.
د تركيې د ټاكنو عالي شورا د روانې مې مياشتې په شپږمه نېټه د يادې ښاروالۍ د ټاكنو پايلې باطلې...
توسط mayar -
د پاكستان په بلوچستان ايالت كې پر يوه عصري هوټل د بريد په ترڅ كې د هوټل يو ساتونكى او درې بريد كوونكي وژل شوي دي.
پاكستاني پوليس وايي، وسله والو بريد كوونكو د شنبې په ورځ په ګوادر ښار كې پر پيرل كانټيننټل هوټل بريد وكړ.
دوى زياتوي، بريد كوونكي، چې په سپكو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، دغه هوټل ته د ننوتو...
توسط mayar -
د كندوز په چهار درې ولسوالۍ كې د خپل ماين چاودنې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه اووه بجې او ۳۰ دقيقې غوښتل د امنيتي ځواكونو په نښه كولو لپاره يو ماين ځاى پر ځاى كړي، خو خپله دوى يې ښكار شول.
د ده په وينا،...
توسط mayar -
د ملي امنيت عمومي رياست د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نيولو خبر وركوي.
دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال نوم مولوي عبيدالله ياد كړى او د هغه مستعار نوم يې حنفي ښودلى دى.
سرچينه وايي، مولوي عبيدالله غوښتل د...
توسط mayar -
د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ كې يوه زوړ سړي د بېوزلۍ له كبله ځانوژنه كړې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، دغه سړي، چې ځان يې ځوړند كړى، هلته يوازې ژوند كاوه او دوه زامن يې د كار لپاره ايران ته تللي دي.
د نوموړي په خبره، د ياد سړي خپلوانو ويلي، چې هغه د بېوزلۍ او...
توسط mayar -
نامعلومو وسله والو د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو مرستيال سمونمل هارون وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا پېښه تېر مازديګر ناوخته شپږ بجې او ۱۵ دقيقې د کامې ولسوالۍ په کنډک سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د يادې...