توسط mayar -
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له هندي چارواكو سره د خبرو لپاره نوي ډيلي ته رسېدلى دى.
د راپورونو له مخې، ظريف تېره شپه له تركمنستانه هند ته لاړ.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران د بهرنيو چارو وزير به نن له خپلې هندۍ سيالې سوشما سواراج سره وګوري.
نوي ډيلي ته د ظريف د سفر هدف د سيمې...
توسط mayar -
د اروزګان سرپرست والي عطاء الله فضلي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونو مخه ډب كړې ده.
نوموړي كليد ته وويل، ولايتي اداره غواړي بې كاره اروزګانيانو ته د كار كولو زمينه برابره کړي، خو وسله وال طالبان ورته اجازه نه ورکوي او مخه يې نيسي.
د فضلي په خبره، له اوږدې مودې راهيسې د اروزګان د ولسواليو لپاره ځانګړې...
توسط mayar -
۱۳ نړيوالو سازمانونو د امريكا د دفاع له وزارته د افغان جګړې په اړه د معلوماتو پر وركړې د بنديز لرې كولو غوښتنه كړې ده.
ياد سازمانونه وايي، دا جګړه بايد د دوى تر تحليل او څېړنې لاندې وي.
دې سازمانونو د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاټريك شاناهان ته په يوه ګډ ليک کې ليکلي، چې د افغان جګړې په تړاو د معلوماتو ورکړه...
توسط mayar -
د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې څلورو پرله پسې چاودنو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا چاودنې تېر ماښام د جلال اباد ښار د تالاشۍ چوك په مربوطاتو كې وشوې.
نوموړي زياته كړه، د دغو چاودنو له كبله څلور ملكي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
د خوږياڼي...
توسط mayar -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پر رڼو او پر وخت ټاكنو په ټينګار سره وايي، رڼې او عادلانه ټاكنې ترسره كېدل د هېواد له ثبات سره مرسته كوي.
ده نن د وزيرانو شورا غونډې ته د وينا په مهال د ټاكنو له خپلواك كمېسيون څخه وغوښتل، چې راتلونكې ټاكنې په خپل وخت ترسره كړي.
عبدالله د ټاكنيز كمپاين لپاره له دولتي امكاناتو...
توسط mayar -
د هند د کرکټ غوره ليګ يا آى پي اېل د سږ کال اتلولي ممبيي انډينز لوبډلې وګټله.
دغې لوبډلې تېره شپه په پايلوبه کې، چې په حيدراباد كې ترسره شوه، په يوې منډې چنای سوپر کينګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په پايلوبه كې ممبيي انډينز لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د گټلو لپاره د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې هدف وټاكه، خو دا...
توسط mayar -
نامعلومو وسله والو تېر ماښام د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، مولوي هدايت الله مدني د روداتو ولسوالۍ د صدر کلي په حصارک جامع جومات كې له روژه ماتي وروسته د ماښام لمانځه په مهال ووژل شو.
ده زياته كړه، د پېښې په تړاو تر دې دمه څوك...
توسط mayar -
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو مسكو ته تر سفر وړاندې نن د بلجيم له پايتخت بروكسله ليدنه كوي.
په داسې حال كې، چې د متحدو ايالتونو او روسيې ترمنځ كړكېچ دوام لري، پمپيو مسكو ته ځي.
دا روسيې ته د بهرنيو چارو د وزير په توګه د نوموړي لومړى سفر دى.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پمپيو به مسكو ته له...
توسط mayar -
په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو پر يوه رېنجر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې ده.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا چاودنه تېر مازديګر د كابل ښار د دارالامان پر سړك په يوه رېنجر موټر پورې د نښلول شوي چسپكي ماين له كبله وشوه، چې په ترڅ كې يې موټر چلوونكى ټپي شو او بل چا ته زيان نه...
توسط mayar -
د فارياب پوليسو د انسان تښتوونكو له منګولو يو څلور كلن ماشوم ازاد كړ.
د كورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا ماشوم د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته خوشې شو او د تښتونې په تور يې پوليسو دوه تنه ونيول.
د سرچينې په خبره، ياد انسان تښتوونكي د فارياب د مركز ميمنې ښار د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ونيول شول.
د...