توسط mayar - - 25 غویی 1398
د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وايي، تر دې دمه منځني ختیځ د سرتېرو د لېږلو پلان نه لري، خو که اړتیا پېښه شي دا کار به هم وکړي.
تر دې وړاندې امریکايي رسنیو ویلي وو، چې امریکا منځني ختیځ ته د ایران د مخنیوي په هدغ ۱۲۰ زره سرتېري لېږي.
خو ټرمپ وايي دا راپور ناسم دی او په خبره یې که اړتیا پېښه...
توسط mayar - - 25 غویی 1398
د ټاکنو خپلواک کمېسيون بالاخره د کابل ولايت د ولسي جرګې وروستۍ پايلې تېره شپه رسماً اعلان کړې.
د لومړني نوملړ په پرتله په وروستي نوملړ کې څلور کسان نوي شوي دي. له وروستي نوملړه د اجمل گلاب، احمدضیا عظیمي شینوزاده، محمدفرهاد صدیقي او سلیمه نیکبین نومونونه ايستل شوي او پر ځای يې د عبدالرازق استالفي، عرفانالله عرفان، نعيم وردګ او پروین درانۍ نومونه...
توسط mayar - - 25 غویی 1398
د کورنیو چارو وزارت وايي، د څرخي پله په زندان کې په رامنځته شوي اخ و ډب کې ۴ زندانیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
دا وزارت وايي چې د دغه وزارت او څارنوالۍ د یو ګډ امر له مخې پولیسو هڅه کوله چې د پلچرخي له زندانیانو نه ټیلیفونونه او نور ممنوعه وسایل راټول کړي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي،...
توسط mayar - - 24 غویی 1398
د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ د جګړې په ترڅ كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د چمتال ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د جګړې په مهال د ملي اردو يو سرتېرى ووژل شو، دوه...
توسط mayar - - 24 غویی 1398
د جمهوري رياست ټاكنو يو شمېر كانديدان وايي، د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حكومت د كار د دوام په صورت كې به په مدني اقداماتو لاس پورې كړي.
د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو شورا د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د حكومت د سرپرستۍ طرحه وړاندې كړه، چې له مخې يې جمهور رئيس محمد اشرف غني د...
توسط mayar - - 24 غویی 1398
د خوست د امنيه قوماندانۍ مسوولينو ۵۹ ميله سپكې او درنې وسلې د بې وسلې كولو پروګرام ډاياګ ته وسپارلې.
له دې قوماندانۍ څخه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي ځواكونو دا وسلې په خوست ښار او ولسواليو كې په تېرو دوو اونيو كې د ځانګړو عملياتو په مهال د دولت له وسله والو مخالفينو او نامسووله وسله والو څخه ترلاسه...
توسط mayar - - 24 غویی 1398
جرمني د افغان حكومت د سولې هڅې وستايلې او د سولې له بين الافغاني بهيره يې خپل ملاتړ اعلان كړ.
د سولې عالي شورا نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دغې شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي جرمني ته د خپل سفر په مهال...
توسط mayar - - 24 غویی 1398
د غزني په مركز او ده يك ولسوالۍ كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د درېيو هوايي بريدونو او وسله وال بريد له كبله شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره ورځ ناوخته د دې ولايت د مركز په ارزو...
توسط mayar - - 24 غویی 1398
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو نن د روسيې په ساحلي ښار سوچي كې د دغه هېواد له جمهور رئيس ولاديمير پوتين او له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره ګوري.
دا تېر ميلادي كال په فنلنډ كې د پوتين او د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تر ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو د تر ټولو لوړې كچې ناسته ده.
امريكايي او...
توسط mayar - - 24 غویی 1398
د پاكستان د بلوچستان ايالت په مركز كوېټه ښار كې تېره شپه چاودنې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي چارواكي وايي، دا چاودنه په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو له كبله شوې، چې په ترڅ كې يې څلور پوليس وژل شوي او ۱۲ كسان ژوبل دي.
د پېښې مسووليت تحريك طالبان پاكستان پر غاړه اخيستى دى.
د روژې...