توسط mayar - - 27 غویی 1398
د كندهار په نېش ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت لخوا تېره شپه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوايي بريدونو له كبله ۳۷ طالبان وژل شوي او د محمد عيسى په نوم د يوه سرګروپ په ګډون ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې ويل...
توسط mayar - - 27 غویی 1398
پاكستاني چارواكي په بلوچستان ايالت كې د څو ساعته پوځي عملياتو په مهال د نهو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي.
دا عمليات په مستونګ ولسوالۍ كې د ياد ايالت د مركز كوېټې ښار په ۴۷ كيلو مټرۍ كې ترسره شوي دي.
ځايي چارواكو په دغو عملياتو كې د څلورو پاكستاني سرتېرو ټپي كېدل هم تاييد كړي دي.
د پاكستان بلوچستان ايالت په روانه...
توسط mayar - - 27 غویی 1398
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى مارکوز پوټزيل وايي، هېواد يې د سولې په بهير كې د افغانستان له حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
نوموړي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، پوټزيل...
توسط mayar - - 27 غویی 1398
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي تېره ورځ په نوي ډيلي كې د هند د ملي امنيت له سلاكار اجيت دووال سره وكتل.
د سولې عالي شورا نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې ليدنه كې په افغان سولې بهير...
توسط mayar - - 27 غویی 1398
د كورنيو چارو وزارت وايي، هغه ادعا څېړي، چې ګواكې په هلمند كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبار كې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د افغان او بهرنيو ځواكونو...
توسط mayar - - 26 غویی 1398
د بندیزونو پر مهال افغانستان، ترکیه او عراق د ایراني توکو د پلور لپاره ښه بازارونه دي.
د ایران د تجارت او صنایعو وزارت چارواکو ویلي، امریکا د ایران پر فلزاتو بندیز لګولی دی، خو لا هم افغانستان، عراق او ترکیه د ځینو توکو د پلور لپاره ښه بازارونه دي.
د ایراني چارواکو په وینا د ایران ځینې فلزات لکه مس او نور په افغانستان...
توسط mayar - - 26 غویی 1398
د امریکا د کانگرس يا ولسي جرګې غړي د هغه افغانانو لپاره د امریکا نورې ويزې غواړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
د کانګرس غړو په همدې تړاو يوه تازه لايحه وړاندې کړې او په هغه کې ټينګار شوی چې په روان مېلادي کال کې دې هم په شرایطو برابرو افغانانو ته د اس ای وي ځانګړې...
توسط mayar - - 26 غویی 1398
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايي، امریکا له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.
رويا په واشنګټن کې يوې ناستې ته په خبرو کې، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا له مرستو او قربانیو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو همکاري روانه وي.
هغې زیاته کړه، ترهګري...
توسط mayar - - 26 غویی 1398
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، د سولې په پروسه کې د ټولو هېوادونو اندېښنې په پام کې نيول کېږي.
د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب پرون په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر مانتيتسکي سره په ليدنه کې وويل، د افغانستان د سولې پروسې په تړاو به سيمهييزه اجماع رامنځته...
توسط mayar - - 25 غویی 1398
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د روسیې له جمهور رييس ولاديمير پوتين سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتین ویلي چې د افغانستان وضعیت حساس دی او د امریکا او روسیې ترمنځ په دې برخه کې نږدې همکاري کولی شي دغه هېواد ته سوله او ثبات راولي.
پوتین د سولې خبرې مهمې بللې...