slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په افريقايي اتحاديه كې د سوډان غړيتوب وځنډېد

توسط - په افريقايي اتحاديه كې د سوډان غړيتوب وځنډېد

د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا په دې اتحاديه كې د سوډان غړيتوب وځنډاوه. د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ په خپله غونډه كې اعلان وكړ، چې د سوډان غړيتوب به په كې ملكيانو ته د واك د سپارلو تر وخته ځنډېدلى وي. سرچينې همدارنګه اعلان وكړ، پر هغو كسانو د بنديزونو لګول به وڅېړي، چې په...

slideshow, اقتصاد, او نور

۴۴ فيصده افغانان غذايي خونديتوب نه لري

توسط - ۴۴ فيصده افغانان غذايي خونديتوب نه لري

نن د جون مياشتې اوومه نېټه د غذايي خونديتوب له نړيوالې ورځې سره برابره ده او لا هم ۴۴ فيصده افغانان غذايي خونديتوب نه لري. د اقتصاد وزارت وياند سهراب بهمن كليد ته وويل، د وروستيو معلوماتو له مخې، نېږدې ۱۵ ميليونه افغانان روزانه نه شي كولاى خپله د اړتيا وړ غذا ترلاسه كړي. هغه زياته كړه، دا كسان د هېواد په لرې پرتو سيمو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني له حامد كرزي سره وكتل

توسط - جمهور رئيس غني له حامد كرزي سره وكتل

د هېواد اوسنى او مخكېنى جمهور رئيسان وايي، د افغانستان خلك د سولې او اوربند په اړه ورته نظر لري. ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د اختر مباركۍ په هدف د مخكېني جمهور رئيس حامد كرزي كور ته ورغى. د سرچينې په وينا، دواړو لورو په هېواد كې د سولې پر ټينګښت...

slideshow, كركټ

محمد شهزاد د كركټ د نړيوال جام له سياليو ووت

توسط - محمد شهزاد د كركټ د نړيوال جام له سياليو ووت

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړى محمد شهزاد د ټپي كېدو له كبله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو. د افغانستان د كركټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د کرکټ نړيوالې شورا د سږني نړيوال جام د سياليو تخنيکي کمېټې د افغان لوبغاړو په ډله کې د محمد شهزاد پر ځای د...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل كې د خوښۍ ډزو په تړاو له ۲۰ زيات كسان نيول شوي

توسط - په كابل كې د خوښۍ ډزو په تړاو له ۲۰ زيات كسان نيول شوي

امنيتي ځواكونو په كابل كې د كوچني اختر په شپو او ورځو كې د خوښۍ ډزو په تړاو له ۲۰ زيات كسان نيولي دي. د كورنيو چارو وزارت مخكې په اختر كې د پټاقيو او پلاستيكي وسلو پر پېر او پلور او همدارنګه د خوښۍ پر ډزو بنديز ولګاوه او پوليسو ته يې امر وكړ، چې سرغړوونكي ونيسي او د قانون منګولو ته يې...

slideshow, كورني خبرونه

په فارياب كې د طالبانو له يوه زندانه لسګونه بنديان خوشې شول

توسط - په فارياب كې د طالبانو له يوه زندانه لسګونه بنديان خوشې شول

په فارياب كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۸۳ بنديان خوشې شول. د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات تېره شپه افغان كومانډو ځواكونو د قيصار ولسوالۍ په شاخ سيمه كې د طالبانو پر يوه پټ زندان ترسره كړل. د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو ۵۱ امنيتي سرتېري او ملكي...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد: امريكايي او ناټو ځواكونه به يو ځاى افغانستان پرېږدي

توسط - خليلزاد: امريكايي او ناټو ځواكونه به يو ځاى افغانستان پرېږدي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، امريكايي او ناټو ځواكونه به له افغانستانه د وتلو په برخه كې همغږى او ګډ تصميم ونيسي. نوموړي د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل اووم سفر په مهال د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره ليدلي دي. خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، امريكايي او ناټو ځواكونه...

slideshow, كورني خبرونه

داودزي د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ پر مذاكراتو ټينګار وكړ

توسط - داودزي د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ پر مذاكراتو ټينګار وكړ

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان له حكومت سره مذاكراتو ته حاضر شي. ده تېره ورځ ناوخته د كوچني اختر د مباركۍ په پيغام كې ويلي، اوس هغه وخت را رسېدلی، چې د افغان حکومت او...