توسط hewadpal -
امريكا له روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم د پېرلو تړون د لغوه كولو لپاره تركيې ته د روانې جون مياشتې تر پايه ضرب الاجل ټاكلى دى.
د امريكا د دفاع وزارت مرستيالې ايلېن لارډ د جمعې په ورځ وويل، اېس – ۴۰۰ سيسټم له امريكايي اېف – ۳۵ جنګي الوتكو سره، چې ټاكل شوې تركيه يې وپېري، نه جوړېږي.
د دې په...
توسط hewadpal -
د جرمونو د نړيوالې محكمې وكيلې فاټو بنسوډا په افغانستان كې د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د دې محكمې له لوري د نوموړې د غوښتنې ردېدو په اړه وضاحت غوښتى دى.
د جرمونو نړيوالې محكمې په تېره اپرېل مياشت كې د مېرمن بنسوډا هغه غوښتنه رد كړه، چې په افغانستان كې د بشريت ضد جنايتونو او جنګي جرمونو په تړاو د څېړنو د...
توسط hewadpal -
ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه نن د نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو د انګلستان په ټاونټن ښار كې پيل شي.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا او سريلانكا په وړاندې دوه لوبې...
توسط hewadpal -
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، ټاكل شوې د راتلونكو ټاكنو لپاره د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه سبا د هېواد په ټولو ولايتونو كې پيل شي.
د دغه كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات كليد ته وويل، د ۳۳ ولايتونو په ۴۵۸ او د غزني په ۲۴۷ مركزونو كې به د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه د راتلونكې چنګاښ مياشتې تر لومړۍ نېټې روانه وي.
د نوموړي...
توسط hewadpal -
د غزني په مركز كې د كوچني اختر په ورځو كې ټرافيكي پېښو ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، په غزني ښار كې د كوچني اختر په درېيو ورځو كې له ۲۰ زياتې ټرافيكي پېښې رامنځته شوي، چې په ترڅ كې يې دوه ماشومان وژل شوي او د اوو ماشومانو...
توسط hewadpal -
د جمهور رئيس لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم وايي، داعش ډله د جوزجان په درزاب ولسوالۍ كې پټ فعاليت كوي.
نوموړي د پنجشنبې په ماښام په شبرغان ښار كې د هېواد له يو شمېر امنيتي او دفاعي سرتېرو سره د ليدنې په مهال د چا د نوم له يادولو پرته وويل، د دغې ډلې ملاتړي پېژندل شوي دي.
دوستم زياته كړه، په جوزجان كې د داعشيانو...
توسط hewadpal -
د كورنيو چارو وزارت وايي، د كوچني اختر په درېيو ورځو كې د هېواد په څلورو ولايتونو كې د بېلابېلو پېښو په مهال ۴۶ امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، په ياده موده كې په لوګر، هلمند، بغلان او كاپيسا ولايتونو كې د وسله والو طالبانو د بريدونو...
توسط hewadpal -
د غزني ولايتي چارواكي وايي، د افغان ځواكونو د ګډو عملياتو په پايله كې د دې ولايت خواجه عمري ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه پاكه شوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د ولايت د مركز د شاوخوا ولسواليو د بېرته نيولو لړۍ په دوام امنيتي سرتېرو د كومانډو ځواكونو په مشرۍ تېره شپه...
توسط hewadpal -
د كورنيو چارو وزارت د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ كې ۲۲ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر وركوي.
دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ملي پوليسو ځانګړو ځواكونو د محمد اغې ولسوالۍ په اب پران سيمه كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ۱۸ طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
په...
توسط hewadpal -
د فرانسې جمهور رئيس ايمانوېل مكرون وايي، اټومي وسلو ته د ايران د لاسرسي د مخنيوي لپاره د هراړخيزو نړيوالو مذاكراتو پيل ته اړتيا ده.
نوموړي دا خبره پرون غرمه په فرانسې كې د امريكا له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې په مهال وكړه او ويې ويل، اټومي وسلو ته د تهران د لاسرسي مخنيوى د پاريس او واشنګټن ګډ هدف دى.
بلخوا...