توسط hewadpal -
د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، بې پيلوټه الوتكې د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې نهه وسله وال طالبان وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پرون ناوخته کليد ته وويل، دا هوايي بريد د شېرزادو ولسوالۍ په مرکيخېلو سيمه کې ترسره شوى دى.
هغه زياته كړه، په وژل شوو طالبانو كې د دوى د سرې قطعې دوه قوماندانان هم شامل دي.
د...
توسط hewadpal -
په غزني كې تېره ورځ د هاوان د يوې سرګلولې او يوه ماين د چاودنو له كبله د اتو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو كې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او اووه نور يې ټپيان كړي دي.
د ده په...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل سفر په دوام كابل ته راغى او تېر ماښام يې په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وكتل.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، خليلزاد جمهور رئيس غني ته د افغان...
توسط hewadpal -
د غور – هرات پر لويه لار د وسله والو طالبانو له لوري د تښتول شوو درېيو محصلينو له ډلې دوه تنه يې خوشې شول.
د غور والي محمد ناصر خاضع كليد ته وويل، طالبانو دا محصلين، چې د باميان اصلي اوسېدونكي دي، تېر مازديګر د فېروزكوه ښار له مربوطاتو وتښتول.
د نوموړي په خبره، د قومي مشرانو په منځګړيتوب د طالبانو له منګولو دوه...
توسط hewadpal -
د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ملكي وګړو يو موټر د اوبو يوې لويې ويالې ته لوېدلى، چې له كبله يې۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ په اوپاشک سيمه كې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د ښځو او ماشومانو په...
توسط hewadpal -
له نېږدې دوه پېړيو وروسته ټاكل شوې د روان ميلادي كال تر سپټمبر مياشتې د يونان په پايتخت اتن كې لومړنى جومات پرانيستل شي.
د يونان د پوهنې وزير ويلي، دا جومات په ۸۵۰ زره يورو مالي لګښت جوړېږي او ښايي تر يادې مياشتې د عبادت كوونكو لومړۍ ډله په كې لمونځ وكړي.
ويل كېږي د يونان په نورو سيمو كې جوماتونه شته، خو په...
توسط hewadpal -
په فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتي برخې سرپرست محمد عارف رضايي كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د انار درې ولسوالۍ په زيارت اب ګرم كلي كې وشوه، چې په ترڅ كې يې شپږ طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور...
توسط hewadpal -
د ارزو كاشفي په نوم د يوې ۲۴ کلنې افغان مېرمنې مړى له څو ورځنۍ لادرکۍ وروسته د واشنګټن په اسپوکن ښار کې د خپل کور په يخچال کې موندل شوى دى.
امريكايي رسنۍ وايي، د هغې مېړه وحيد كاشفي د تېرې مې مياشتې په ۲۸مه نېټه د نامعلوم هدف لپاره امريکا پرېښې ده.
د ارزو يوې ملګرې د دې د لادرکۍ خبره پوليسو ته...
توسط hewadpal -
په سوريه کې يو ځل بيا نښتو زور اخيستى او هلته د ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، جهادي ډلو او ياغيانو پرون د حما ولايت په څنډو کې پر حکومتي ځواکونو بريدونه وكړل.
د سرچينې په وينا، ياغيانو پر...
توسط hewadpal -
د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني رئيس كرام الدين كريم د تل لپاره د فوټبال د فعاليتونو بنديز لګولى او څه باندې يو ميليون ډالره يې جريمه كړى هم دى.
د فيفا له لوري تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، پر كريم د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې لږ تر لږه پنځو غړو...