slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: كابل به بيا په يوه تفريح ځاى بدل شي

توسط - جمهور رئيس غني: كابل به بيا په يوه تفريح ځاى بدل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له دوو كلونو په كمه موده كې به کابل ښار دوباره په يوه تفريح ځاى بدل شي. هغه دا خبره تېر مازديګر د کابل ماشين خانې د بيارغونې چارو د ليدلو په مهال وكړه. جمهور رئيس غني وويل، د نړۍ د ښاري پلان جوړولو له يوې مشهورې کمپنۍ سره له درې كلن کار وروسته د کابل ښار پراختيايي پلان...

slideshow, كركټ

د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن بنګله دېش او سريلانكا سره مخ كېږي

توسط - د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن بنګله دېش او سريلانكا سره مخ كېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۱۶مه لوبه نن د بنګله دېش او سريلانكا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په بريسټول ښار پيل شي. بنګله دېش او سريلانكا تر دې مخكې درې – درې لوبې كړي او يوازې يوه – يوه ګټلې ده. د تېرې ورځې...

slideshow, كورني خبرونه

په فراه كې يوه ملا امام ۱۱ تنه وژلي

توسط - په فراه كې يوه ملا امام ۱۱ تنه وژلي

د فراه په خاك سفيد ولسوالۍ كې يوه ملا امام ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت والي محمد شعيب ثابت وايي، دا ملا امام محمد نومېږي، لومړى يې د خپلې كورنۍ پر غړو ډزې كړي او وروسته يې چې ګاونډيان د ډزو د علت معلومولو لپاره د ده كور ته ورځي، پر هغوى هم ډزې كوي. د نوموړي په خبره، ياده...

slideshow, كورني خبرونه

په خوست كې د حقاني شبكې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان ونيول شول

توسط - په خوست كې د حقاني شبكې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان ونيول شول

د ملي امنيت عمومي رياست په خوست كې د عملياتو په مهال د حقاني شبكې د ۱۲ قوماندانانو او سرګروپانو د وژلو خبر وركوي. له دې رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، ځانګړو ځواكونو يې دا عمليات په صبريو ولسوالۍ كې د يادې شبكې پر قرارګاوو ترسره كړي دي. د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې د حقاني شبكې وژل...

slideshow, كورني خبرونه

وسله والو طالبانو د يوناما د راپور په اړه غبرګون وښود

توسط - وسله والو طالبانو د يوناما د راپور په اړه غبرګون وښود

وسله والو طالبانو په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يا يوناما د تازه راپور په اړه، چې په كې ويل شوي د افغان حكومت وسله والو مخالفينو په روژې مياشت كې ملكي وګړي په قصدي توګه په نښه كړي، غبرګون ښودلى او هغه يې د دې ډلې په ضد توطيه بللې ده. يوناما پرون وويل، د افغانستان د حكومت وسله والو...

slideshow, كورني خبرونه

نى پر خبريالانو محدوديت وضع كېدل معلوماتو ته د لاسرسي قانون ښكاره نقضول وبلل

توسط - نى پر خبريالانو محدوديت وضع كېدل معلوماتو ته د لاسرسي قانون ښكاره نقضول وبلل

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نى وايي، د تخار د امنيه قوماندان حشمت مسلم له لوري پر خبريالانو د محدوديت وضع كېدل معلوماتو ته د لاسرسي قانون ښكاره نقضول دي. مسلم د يكشنبې په ورځ دوه خبريالان خپل دفتر ته ور غوښتي او خبردارى يې وركړى، چې په خپلو راپورونو كې دې وژل شوو امنيتي سرتېرو ته د شهيد خطاب...

slideshow, كورني خبرونه

محب: د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو په تړاو د افغان حكومت اندېښنه كمه شوې

توسط - محب: د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو په تړاو د افغان حكومت اندېښنه كمه شوې

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو په تړاو د ملي يووالي حكومت اندېښنه تر يوه حده كمه شوې او اوسمهال واشنګټن د يادو خبرو اړوند معلومات له افغان حكومت سره شريكوي. هغه د روان ميلادي كال په مارچ مياشت كې واشنګټن ته د خپل وروستي سفر په مهال ويلي و، د افغانستان د سولې لپاره د...

slideshow, كورني خبرونه

په ميدان وردګ كې څلور وسله وال طالبان ونيول شول

توسط - په ميدان وردګ كې څلور وسله وال طالبان ونيول شول

پوليسو په ميدان وردګ كې د بېلابېلو عملياتو په مهال پنځه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه نور يې نيولي دي. د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، پوليسو تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په ډنډ او شنيز درې كليو كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې پنځه طالبان وژل شوي او درې تنه نور نيول...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

قطر امريكا او ايران خبرو ته بللي

توسط - قطر امريكا او ايران خبرو ته بللي

قطر د واشنګټن او تهران ترمنځ د كړكېچ كمېدو په هدف امريكا او ايران خبرو ته بللي دي. د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د يكشنبې په ورځ د بريتانيا په پايتخت لندن كې وويل، دوحې له څو هېوادونو سره په همغږۍ له امريكايي او ايراني چارواكو سره خبرې كړي او ترې غوښتي يې دي، چې د خپلمنځي...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار کې دوه انسان تښتوونکي ونيول شول

توسط - په ننګرهار کې دوه انسان تښتوونکي ونيول شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي په دې ولايت کې د دوو انسان تښتوونکو د نيولو خبر ورکوي. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا انسان تښتوونکي د مركز جلال اباد ښار په اتمې امنيتي حوزې او کوز کونړ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواكونو د ځانګړو عملياتو په مهال نيول شوي دي. هغه زياته كړه، د انسان تښتوونکو له منګولو يې يو...