slideshow, كورني خبرونه

هند له افغانستان سره د خپلې ستراتېژيكې ملګرتيا پر دوام ټينګار وكړ

توسط - هند له افغانستان سره د خپلې ستراتېژيكې ملګرتيا پر دوام ټينګار وكړ

د هند لومړى وزير نرېندرا مودي وايي، هېواد به يې د دوست او ستراتېژيک ملګري په توګه د افغانستان ترڅنګ وي. هغه دا خبره تېر ماخوستن د قرغزستان په پايتخت بېشكيك كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د هند لومړي وزير په دې ليدنه كې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې انځوريز نندارتون جوړ شو

توسط - په ننګرهار كې انځوريز نندارتون جوړ شو

جنګ بس دى، سوله غواړو! دا د هغه يو ورځني انځوريز نندارتون سرليك و، چې نن د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې د ځوان انځورګر انيس بشير له لوري جوړ شوى و. د نندارتون ليدو ته پر ولايتي چارواکو سربېره د ننګرهار ګڼ شمېر ځوانان او عام وګړي هم ورغلي وو. په نندارتون کې د پخوانيو او اوسنيو پاچاهانو، ليکوالانو...

slideshow, كركټ

د هېواد كركټ بورډ د محمد شهزاد ادعا رد كړه

توسط - د هېواد كركټ بورډ د محمد شهزاد ادعا رد كړه

په داسې حال كې، چې يو شمېر هېوادوال د نړيوال جام له لوبو د كركټ ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد پر ايستلو نيوكه كوي، خو د هېواد د كركټ بورډ مسوولين ټينګار كوي، چې نوموړي د ټپي كېدو له كبله نه شو كولاى د خپلې لوبډلې ملګرتيا وكړي. شهزاد له لندنه كابل ته تر ستنېدو وروسته رسنيو ته وويل، هېڅ ډول ټپ نه...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

درې هنديان پر يوې ماشومې د جنسي تېري په تور په عمري بند محكوم شول

توسط - درې هنديان پر يوې ماشومې د جنسي تېري په تور په عمري بند محكوم شول

درې هنديان په هندي كشمير كې پر يوې اته كلنې مسلمانې نجلۍ د جنسي تېري، د هغې د شكنجه كولو او وژلو په تور په عمري بند محكوم شول. دا ماشومه د ۲۰۱۸م ميلادي كال په ډسمبر مياشت كې نادركه شوه او پوليسو يې درې اونۍ وروسته جسد وموند. د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ، دغه نجلۍ يوه سيمه ييز معبد ته وړل شوې او...

slideshow, كورني خبرونه

طالبانو د افغان حكومت له زندانونو د طالب بنديانو د خوشې كېدو هركلى وكړ

توسط - طالبانو د افغان حكومت له زندانونو د طالب بنديانو د خوشې كېدو هركلى وكړ

وسله والو طالبانو د افغان حكومت له لوري د دوى د بنديانو د خوشې كولو هركلى كړى او هيله يې څرګنده كړې، چې دا لړۍ دوام پيدا كړي. طالبانو نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، له پلچرخي، بګرام او نورو زندانونو د طالب بنديانو د خوشې كولو بهير د دوشنبې په ورځ پيل شو. د سرچينې په خبره، د ۸۸۷ خوشې كېدونكو بنديانو...

slideshow, كورني خبرونه

كرزى د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو د ورو بهير په اړه اندېښمن دى

توسط - كرزى د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو د ورو بهير په اړه اندېښمن دى

مخكېنى جمهور رئيس حامد كرزى د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو پر ورو بهير اندېښنه څرګندوي او وايي، دا كار د نورو افغانانو د اندېښنې سبب هم شوى دى. هغه په خپله تازه مركه كې په هېواد كې د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غوښتي، چې جګړه ودروي او د سولې بهير چټك كړي. كرزى هيله څرګندوي، چې امريكا د افغانستان د سولې...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په هرات كې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي ځواكونو د هرات په چشت ولسوالۍ كې د دولت ۱۰ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، د دولت وسله وال مخالفين تېره شپه د يادې ولسوالۍ په رباتك او دهن هموار كليو كې راټول شوي وو او غوښتل يې د دې كليو پر امنيتي پوستو بريد وكړي، خو...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار كې د ملكي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې

توسط - په كندهار كې د ملكي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې

په كندهار كې د ملكي وګړو پر يوه فيلډر ډوله موټر د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې شپږ تنه وژلي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د ډنډ ولسوالۍ په پانېزو كلي كې شوې ده. ځايي چارواكي دا د وسله والو طالبانو كار...

slideshow, كورني خبرونه

امنيتي ځواكونو د طالبانو له زندانونو لسګونه بنديان خوشې كړل

توسط - امنيتي ځواكونو د طالبانو له زندانونو لسګونه بنديان خوشې كړل

امنيتي ځواكونو په بغلان او كندوز ولايتونو كې د وسله والو طالبانو له دوو زندانونو لسګونه كسان خوشې كړل. د كورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه په بغلان کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې ۳۴ بنديان ازاد شوي دي. دغه وزارت زياتوي، په خوشې شوو بنديانو كې ۱۷ ملكي وګړي، اووه پوليس، اووه...

slideshow, كورني خبرونه

لوړپوړو امنيتي چارواكو هرات ته سفر وكړ

توسط - لوړپوړو امنيتي چارواكو هرات ته سفر وكړ

د ملي دفاع سرپرست وزير، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان او د كورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال د امنيتي حالت د څېړلو په هدف هرات ته سفر وكړ. د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، اسدالله خالد، جنرال سكاټ ميلر او جنرال خوشحال سادات تېره ورځ له غرمې وروسته هرات ته داخل شول. د سرچينې په خبره، يادو لوړپوړو امنيتي...