slideshow, كركټ

د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن هند او پاكستان سره مخ كېږي

توسط - د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن هند او پاكستان سره مخ كېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۲۲مه لوبه نن د هند او پاكستان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په مانچسټر ښار پيل شي. هند تر دې مخكې درې لوبې كړي، دوه يې ګټلي او يوه يې د باران له كبله بې پايلې پاى ته رسېدلې...

slideshow, كورني خبرونه

په لوګر كې تړل شوي اته ښوونځي بېرته پرانيستل شول

توسط - په لوګر كې تړل شوي اته ښوونځي بېرته پرانيستل شول

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د هلكانو او نجونو اته هغه ښوونځي، چې څه موده مخكې د دې ولسوالۍ د اوسېدونكو له لوري تړل شوي وو، بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانيستل شول. د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت نن پر خپله فېسبوك پاڼه ويلي، دا ښوونځي د محمد اغې ولسوالۍ په ده نو كلي كې موقعيت لري او د خلكو له...

slideshow, كورني خبرونه

په کابل ښار كې د يوې جنايتکارې ډلې مشر ونيول شو

توسط - په کابل ښار كې د يوې جنايتکارې ډلې مشر ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د يوې جنايتكارې ډلې د مشر نبي کوهبندي د ټپي كولو او نيولو خبر وركوي. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، کوهبندي نن له غرمې وروسته د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پوليسو سره د نښتې په ترڅ کې لومړى ژور ټپي او...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د سيمې هېوادونو پر همكارۍ ټينګار وكړ

توسط - عبدالله له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د سيمې هېوادونو پر همكارۍ ټينګار وكړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د سيمې هېوادونه بايد په جدي او صادقانه ډول هڅې وكړي، ترڅو په سيمه كې د ترهګريزو فعاليتونو مخه ونيول شي. هغه نن د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د اسيا د تعامل او باور جوړونې كنفرانس يا سيكا په پنځمه سرمشريزه غونډه كې وويل، د ترهګريزو عملونو ګواښونه لا هم د سيمې هېوادونو په...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل – جلال اباد پر لويه لار يو موټر سيند ته لوېدلى

توسط - د کابل – جلال اباد پر لويه لار يو موټر سيند ته لوېدلى

د کابل - جلال اباد پر لويه لار د لغمان په مربوطاتو كې سيند ته د يو کرولا ډوله موټر د غورځېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ دوه غړي ژغورل شوي او څلور يې نادرکه دي. د لغمان امنيتي چارواکي وايي، ياد موټر تېره شپه شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د قرغيو ولسوالۍ د مشعلې کمره په سيمه کې سيند ته ولوېد. د...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په هند كې ګرمۍ لسګونه تنه وژلي

توسط - په هند كې ګرمۍ لسګونه تنه وژلي

په هند كې د روان اوړي د ګرمۍ څپې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي دي. د دغه هېواد د بحران د مديريت د ملي مركز وياند ويلي، هند سږ كال د وروستيو څو كلونو د ګرمۍ يوه اوږده څپه تجربه كوي. په هند كې سږ كال د ګرمۍ سخته څپه له يوې مياشتې اوږده شوې او تر ډېره يې د دې هېواد شمالي او...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل كې شپږ وسله وال غله ونيول شول

توسط - په كابل كې شپږ وسله وال غله ونيول شول

پوليسو د كابل په بېلابېلو سيمو كې شپږ وسله وال غله نيولي دي. د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ منسوبينو د جلا عملياتو په مهال د كابل ښار په شپږمې، اوومې او ۱۸مې ناحيو او كلكان ولسوالۍ كې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تور ونيول. د سرچينې په خبره، پوليسو له...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريكا د ايران په وړاندې د نړيوالې اجماع د رامنځته كولو هڅه كوي

توسط - امريكا د ايران په وړاندې د نړيوالې اجماع د رامنځته كولو هڅه كوي

د امريكا د دفاع سرپرست وزير پاټريك شاناهان وايي، هېواد يې هڅه كوي، چې د ايران په وړاندې نړيواله اجماع رامنځته كړي. هغه پرون وويل، دا هڅه د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو د بريد له كبله كېږي. شاناهان زياته كړه، د امريكا د ملي امنيت سلاكار جان بولټن او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو هم د...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د ناروې ملاتړ ګټور وباله

توسط - خليلزاد د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د ناروې ملاتړ ګټور وباله

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جمعې په ورځ په كابل كې د ناروې سفارت له شارژدافير پېر البېرټ الساس سره وكتل. خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، ناروې له افغانستان سره د مرستې اوږده تجربه لري او د بحرانونو د حل لپاره د مذاكراتو د شرايطو برابرولو په برخه كې پېژندل شوى هېواد...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله د تاجكستان له جمهور رئيس سره وليدل

توسط - عبدالله د تاجكستان له جمهور رئيس سره وليدل

د تاجكستان جمهور رئيس امام علي رحمان وايي، هېواد يې په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت غوښتونكى دى او دوشنبې له كابل سره په ټولو برخو كې همكارۍ ته چمتو ده. د اجرائيه رياست له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، رحمان دا څرګندونې تېره ورځ له غرمې وروسته په اسيا كې د تعامل او باور جوړونې د...