توسط hewadpal -
د پوهنې سرپرست وزير محمد ميرويس بلخي وايي، اوسمهال په هېواد كې شاوخوا ۲۲۰ زره ښوونكي پر تدريس بوخت دي، چې د هغوى د معاشونو زياتول كافي بوديجې ته اړتيا لري.
ده نن د مشرانو جرګې په استجوابيه غونډه كې وويل، مافيايي كسان شته، چې په ډېرى مواردو كې له بايومټريك سيسټمه په استفادې په راڼه ډول د ښوونكو د معاشونو د وېش مخنيوى...
توسط hewadpal -
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، ښايي د راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو بوديجه د بايومټريك دستګاوو د پېرودلو له كبله زياته شي.
د دغه كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات نن كليد ته وويل، د يادو ټاكنو د بوديجې نهايي كولو په هدف بحثونه دوام لري.
د نوموړي په خبره، تراوسه معلومه نه ده، چې دا بوديجه به څومره زياته شي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون...
توسط hewadpal -
په ننګرهار كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر وايي، هلته په څه باندې يوه اونۍ كې د ټاكنو لپاره د نوملكينې په تقويتي پروسه كې له ۲۶۰۰ زياتو كسانو ګډون كړى او پر خپلو تذكرو يې سټيكرونه لګولي دي.
د ياد دفتر د عامه پوهاوي مدير روح الله مومند د نومليكنې دا پروسه بريالۍ بولي او زياتوي، هڅه کوي د راى ورکوونکو د...
توسط hewadpal -
د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان ايران په مستقيم ډول د عمان په خليج كې د تېلو پر دوو لېږدوونكو بېړيو په بريد تورن كړ.
دى وايي، هېواد به يې د خپلو خلكو د ګټو په ضد هېڅ ګواښ بې ځوابه پرېنږدي.
بن سلمان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مركه كې، چې نن خپره شوې ويلي، د ايران رژيم د جاپان د لومړي...
توسط hewadpal -
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران كې د انګلستان سفير احضار كړ.
دغه وزارت ويلي، د انګلستان سفير يې د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو په بريد كې د ايران د رول په اړه د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د څرګندونو له كبله احضار كړى دى.
د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت وړمه ورځ وويل، د ترسره...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د انګلستان په رسمي بلنه نن سهار د يو لوړپوري دولتي پلاوي په مشرۍ د دې هېواد پايتخت لندن ته لاړ.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني به د دغه سفر په لړ کې د ياد هېواد له چارواكو سره د کتنو ترڅنګ په مانچسټر ښار کې د افغانستان او انګلستان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ...
توسط hewadpal -
تاجكستان او چين د دوه اړخيزو اړيكو د پياوړتيا په هدف له يو بل سره ۱۸ هوكړه ليكونه لاسليك كړل.
د تاجكستان جمهور رئيس امام علي رحمان او د هغه چيني سيال شي جين پينګ پرون په دوشنبې ښار كې تر ليدنې وروسته پر يادو هوكړه ليكونو لاسليكونه وكړل.
په دغو هوكړه ليكونو كې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي مسايل...
توسط hewadpal -
د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د هانګ كانګ لوبډلې ته ماتې وركړه او د اسيا د فوټسال سياليو بل پړاو ته يې لار ومونده.
دا لوبه تېره شپه په ايران كې ترسره شوه او په ۶-۱ پايلې سره د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.
په دې لوبه كې حسين موسوي دوه ګولونه او مجتبى محمدي، صادق...
توسط hewadpal -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په افغانستان كې د تركيې د حضور او له دغه هېواد سره د انقرې د مرستو د دوام غوښتنه كړې ده.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، عبدالله دا غوښتنه تېره ورځ له غرمې وروسته د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د اسيا د تعامل او باور جوړونې كنفرانس يا سيكا د پنځمې سرمشريزې غونډې...
توسط hewadpal -
د هرات ښار د ځينو ښوونځيو ښوونكو له شاوخوا يوې مياشتې وروسته خپل كاري اعتصاب پاى ته ورساوه او خبردارى يې وركړ، كه يې غوښتنې ونه منل شي، د ښوونځيو كلنۍ ازموينې به وانخلي.
د هرات ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغو ښوونكو د شنبې په مازديګر په يوه خبري غونډه كې، چې د هرات والي عبدالقيوم رحيمي...