slideshow, كورني خبرونه

په کابل ښار کې د چاپېريال ساتنې ملي حشر ترسره شو

توسط - په کابل ښار کې د چاپېريال ساتنې ملي حشر ترسره شو

په كابل ښار كې نن د چاپېريال ساتنې ملي حشر ترسره شو، چې په ترڅ کې يې د دغه ښار ګڼې سيمې له کثافاتو او ناپاکيو پاکې شوې. د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال عزت الله صديقي له كليد سره په خبرو كې د دې حشر هدف د ښاريانو په منځ كې د چاپېريال د پاك ساتلو فرهنګ دودول او خپلو...

slideshow, كورني خبرونه

نورستانۍ: د راى وركوونكو د نومليكنې په تقويتي بهير كې نېږدې ۴۰۰ زره كسانو ګډون كړى

توسط - نورستانۍ: د راى وركوونكو د نومليكنې په تقويتي بهير كې نېږدې ۴۰۰ زره كسانو ګډون كړى

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د راى وركوونكو د نومليكنې د تقويتي بهير له پيله د روانې غبرګولي مياشتې تر ۲۵مې نېټې نېږدې ۴۰۰ زره كسانو په راتلونكو ټاكنو كې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت كړي دي. د دې كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ نن په كابل كې په يوه غونډه كې وويل، د راى وركوونكو د نومليكنې د تقويتي بهير لپاره د...

slideshow, كورني خبرونه

عبدالله د سولې په اړه د افغانانو د غوښتنې پر سالم استازيتوب ټينګار وكړ

توسط - عبدالله د سولې په اړه د افغانانو د غوښتنې پر سالم استازيتوب ټينګار وكړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، سوله په يوه كس پورې اړه نه لري او يو شخص نه شي كولاى په هېواد كې د سولې اتل شي. هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، افغانان په هېواد كې د سولې د ټينګښت غوښتونكي دي او بايد د هغوى د غوښتنې سالم استازيتوب وشي. د عبدالله په خبره، طالب بنديان له زندانونو...

slideshow, كورني خبرونه

د افغانستان بانك رئيس استعفا وكړه

توسط - د افغانستان بانك رئيس استعفا وكړه

د افغانستان بانك رئيس خليل صديق له خپلې دندې استعفا كړې ده. كه څه هم په خپرو شوو راپورونو كې د نوموړي د استعفا علت د افغانۍ په وړاندې د ډالر د ارزښت لوړېدل ښودل شوي، خو د افغانستان بانك يوې سرچينې له كليد سره په خبرو كې د صديق د استعفا دليل د هغه ناروغي وبلله. د سرچينې په خبره، صديق به د راتلونكې...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

فيض حميد د آى اېس آى د نوي رئيس په توګه وټاكل شو

توسط - فيض حميد د آى اېس آى د نوي رئيس په توګه وټاكل شو

د پاكستان د استخباراتي ادارې آى اېس آى رئيس عاصم منير پر خپلې چوكۍ له اته مياشتني كار وروسته له دندې ګوښه شو. پاكستاني پوځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، فيض حميد د عاصم منير ځاىناستى ټاكل شوى دى. د پاكستان پوځ تر دې دمه له دندې د آى اېس آى د رئيس د ګوښه كېدو علت نه دى په ډاګه كړى. د سياسي...

slideshow, كركټ

د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن ويسټ انډيز او بنګله دېش سره مخ كېږي

توسط - د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن ويسټ انډيز او بنګله دېش سره مخ كېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۲۳مه لوبه نن د ويسټ انډيز او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په ټاونټن ښار كې پيل شي. ويسټ انډيز تر دې مخكې څلور لوبې كړي، دوه يې بايللي، يوه يې ګټلې او يوه يې د باران...

slideshow, كورني خبرونه

په قطر كې د بين الافغاني مذاكراتو دوه ورځنۍ غونډه جوړېږي

توسط - په قطر كې د بين الافغاني مذاكراتو دوه ورځنۍ غونډه جوړېږي

ټاكل شوې د افغانستان د حكومت او طالبانو استازي په راتلونكې ميلادي مياشت كې د قطر په پايتخت دوحه كې دوه ورځنۍ غونډه وكړي. د سولې عالي شورا يو چارواكى د نوم نه ښودلو په شرط وايي، دا دوه ورځنۍ غونډه به د جولاى مياشتې په اوومه نېټه پيل شي. د هغه په وينا، په پام كې ده، چې د دې غونډې د جوړېدو په...

slideshow

افغانستان د فوټسال په لوبه كې له ايرانه ماتې وخوړه

توسط - افغانستان د فوټسال په لوبه كې له ايرانه ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله د ايران له لوبډلې په ماتې خوړلو سره د خپل ګروپ د دوهمې لوبډلې په توګه د اسيا د فوټسال سياليو بل پړاو ته ووته. افغان لوبغاړي تېره شپه د خپل ګروپ په دوهمه لوبه كې د ايران د لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ووتل، خو دا لوبه په...

slideshow, كورني خبرونه

حمدالله محب د دولت وسله والو مخالفينو ته خبردارى وركړ

توسط - حمدالله محب د دولت وسله والو مخالفينو ته خبردارى وركړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، د افغانستان دښمنان بايد پوه شي، چې هېڅ پردي ته اجازه نه وركول كېږي، ترڅو د افغانانو د برخليک په اړه تصميم ونيسي. نوموړي دا څرګندونې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د ليدنې په مهال وكړې. د ملي امنيت شورا له دفتره تېره شپه په خپره شوې خبرپاڼه كې...

slideshow, كورني خبرونه

رولا غني په هېواد كې د تلپاتې سولې پر ټينګښت ټينګار وكړ

توسط - رولا غني په هېواد كې د تلپاتې سولې پر ټينګښت ټينګار وكړ

لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، افغانان په هېواد كې د سولې د ټينګښت غوښتونكي دي، خو هغه په هره بيه نه غواړي. نوموړې نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، د افغانستان خلكو ته د نظام، اساسي قانون، د وروستيو څو كلونو د لاسته راوړنو او د ښځو د حقونو ساتنه مهمه او حياتي ده. رولا غني زياته كړه، افغانان د ټول منلې او...