slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې چاودنو يوه نجلۍ وژلې او يوه مېرمن يې ټپي كړې

توسط - په ننګرهار كې چاودنو يوه نجلۍ وژلې او يوه مېرمن يې ټپي كړې

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د ځاى پر ځاى شويو ماينونو د چاودنو له كبله يوه ۱۰ کلنه نجلۍ وژل شوې او يوه مېرمن ټپي ده. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دوه پرلپسې ماين چاودنې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په مامند باغ سيمه کې شوې دي. هغه زياته كړه، په لومړۍ چاودنه کې يوه مېرمن ټپي...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

توسط - په غزني كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د دوو هوايي بريدونو له كبله د يوه قوماندان په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي د وياند محمد عارف نوري په وينا، دغه هوايي بريدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د اندړو ولسوالۍ په سليمانزي او جمال كلا سيمو كې ترسره شوي دي. نوموړي د وژل...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې د كلاشينكوف زرګونه فيره مرمۍ ونيول شوې

توسط - په ننګرهار كې د كلاشينكوف زرګونه فيره مرمۍ ونيول شوې

پوليسو په ننګرهار كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د كلاشينكوف زرګونه فيره مرمۍ نيولې دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا عمليات د ترهګرۍ په ضد د مبارزې پوليسو په دور بابا او مومند درې ولسواليو كې ترسره كړل او په مهال يې ۵۶۵۰ فيره د كلاشينكوف مرمۍ ونيولې. هغه زياته كړه، عمليات كوونكو پوليسو يو...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د مصر پخوانى جمهور رئيس محمد مرسي ومړ

توسط - د مصر پخوانى جمهور رئيس محمد مرسي ومړ

د مصر پخوانى جمهور رئيس محمد مرسي پرون د محاكمې په مهال ومړ. د مصر دولتي ټلويزيون راپور وركړى، چې مرسي په محكمه كې د خبرو كولو لپاره له قاضي د وخت غوښتنه وكړه، وروسته بې حاله شو او بيا يې ساه وركړه. نوموړى د ۲۰۱۳م ميلادي كال د جولاى مياشتې په درېيمه نېټه د جاسوسۍ په ګډون په بېلابېلو تورنو زنداني شوى و. مرسي په...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريكا منځني ختيځ ته ۱۰۰۰ نور سرتېري لېږي

توسط - امريكا منځني ختيځ ته ۱۰۰۰ نور سرتېري لېږي

امريكا منځني ختيځ ته د خپلو ۱۰۰۰ نورو سرتېرو د لېږلو پرېكړه كړې ده. د دغه هېواد د دفاع سرپرست وزير پاټريک شاناهان ويلي، متحده ايالات د خپلې دفاع په هدف منځني ختيځ ته ۱۰۰۰ نور امريكايي سرتېري لېږي، ځکه له ايرانه د خطر اندېښنه لري. د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ د تېرې پنجشنبې په ورځ د عمان په خليج كې پر دوو تېل...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

د پاكستان سترې محكمې د يوه مجرم اعدام وځنډاوه

توسط - د پاكستان سترې محكمې د يوه مجرم اعدام وځنډاوه

د پاكستان ستره محكمه وايي، په رواني ناروغۍ د اخته زنداني غلام عباس اعدام يې ځنډولى دى. عباس، چې څه باندې ۱۳ كلونه يې په زندان كې تېر كړي، د بشري حقونو د فعالانو د فشار له كبله تر دا مهاله نه دى اعدام شوى. د پاكستان د سترې محكمې وياند شاهد كمبويو د دوشنبې په ورځ وويل، دغې محكمې تر بل امره د عباس...

slideshow, كورني خبرونه

انګلستان د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو هڅې كوي

توسط - انګلستان د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو هڅې كوي

د انګلستان لومړۍ وزيره تېرېزا مې وايي، هېواد يې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ او د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو هڅې كوي. نوموړې دا څرګندونې تېر مازديګر په لندن كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې. د ارګ په خبرپاڼه كې د مېرمن مې له قوله...

slideshow, كورني خبرونه

په غور كې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په غور كې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان ځواكونو د غور د مركز فيروزكوه په مربوطاتو كې د عملياتو په ترڅ كې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ملي دفاع وزارت تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په اهنګران، اشتر خان او امروتک سيمو کې ترسره كړي، چې په مهال يې د ملا دادالله او مصطفى...

slideshow, كركټ

د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې افغانستان نن له انګلستان سره لوبه كوي

توسط - د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې افغانستان نن له انګلستان سره لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله پنځمه لوبه نن د كوربه هېواد انګلستان د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په مانچسټر ښار كې پيل شي او جمهور رئيس محمد اشرف غني به يې له...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په امريكا كې د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په امريكا كې د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن په مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امريكايي رسنۍ وايي، دا ډزې د دوشنبې په شپه شوي، خو علت يې تراوسه نه دى معلوم شوى. پوليسو ويلي، بريد كوونكي د فراغت د جشن شاوخوا ۶۰ ګډونوال په نښه كړي، چې په ترڅ كې يې يو تن...