slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

د ازبكستان لوى څارنوال له دندې ګوښه شو

توسط - د ازبكستان لوى څارنوال له دندې ګوښه شو

د ازبكستان جمهور رئيس شوکت ميرضيايف د دغه هېواد لوى څارنوال اوتابېګ مرادوف له دندې ګوښه كړى دى. مرادوف د تېر ميلادي كال په جنوري مياشت كې د ازبكستان د لوى څارنوال په توګه دنده پيل كړې وه. نوموړى رسنيو ته د ازادۍ وركولو پاليسۍ په پيلولو مشهور دى. د ازبكستان د جمهور رئيس په خپاره شوي فرمان كې د دې هېواد د مشرانو جرګې رئيس...

slideshow, اقتصاد, سوداګري

په هند كې د افغانستان د كرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو

توسط - په هند كې د افغانستان د كرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو

د هند په ممبيي ښار كې نن سهار د افغانستان د كرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو. د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا نندارتون به د دوو ورځو لپاره د نندارچيانو پرمخ پرانيستى وي. سرچينه وايي، په دې نندارتون كې په ۵۷ غرفو كې د افغانستان تازه او وچې مېوې، زعفران، طبي بوټي او ځينې نور كرنيز محصولات نندارې ته...

slideshow, كورني خبرونه

په ميدان وردګ كې د طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې شول

توسط - په ميدان وردګ كې د طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې شول

امنيتي ځواكونو په ميدان وردګ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي. د ملي دفاع وزارت تېره ورځ ناوخته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، امنيتي سرتېرو د چک ولسوالۍ په مربوطاتو كې ځانګړي عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د طالبانو له زندانه ۱۳ تنه ازاد شول. د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو د...

slideshow, اقتصاد, سوداګري

په تورخم كې د ۲۴ ساعته ګمركي چارو د ترسره كولو پرېكړه وشوه

توسط - په تورخم كې د ۲۴ ساعته ګمركي چارو د ترسره كولو پرېكړه وشوه

د افغانستان او پاكستان ګمركي مسوولينو د درېيو مياشتو لپاره د تورخم اخوا او دېخوا د ۲۴ ساعته ګمركي چارو د ترسره كولو پرېكړه كړې ده. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، دا پرېكړه پاكستان ته د دغه ولايت د ګمرك رئيس محمد عمر مومند د سفر په مهال شوې ده. مومند د پاکستان ګمرک له مسوولينو سره د ګمرکي ستونزو...

slideshow

جمهور رئيس غني د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله وستايله

توسط - جمهور رئيس غني د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله وستايله

جمهور رئيس محمد اشرف غني د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو د ملي لوبډلې له روزونکي عبدالرزاق ممرک سره د ټيليفوني تماس له لارې د اسيا د فوټسال سياليو وروستي پړاو ته د لارموندنې په خاطر مبارکي وويله او د لوبغاړو هڅې يې وستايلې. هغه په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د بريا او د اسيا د اتلولۍ...

slideshow, كورني خبرونه

دشتي: د خبريالانو لپاره د مرستندويه صندوق فعاليتونه راڼه نه دي

توسط - دشتي: د خبريالانو لپاره د مرستندويه صندوق فعاليتونه راڼه نه دي

په کابل کې د خبريالانو د فدراسيون مسوولين تور پورې کوي، چې د خبريالانو لپاره مرستندويه صندوق په غيرې شفاف ډول فعاليتونه کوي. د دغه فدراسيون مشر فهيم دشتي نن په يوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړ، چې كه د خبريالانو لپاره د مرستندويه صندوق مسوولين همداسې په غيرې رڼه توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي، دوی به يې مخنيوى وكړي. خو له خبريالانو سره...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې ټرافيكي پېښې۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - په هرات كې ټرافيكي پېښې۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات په زاول ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا پېښه نن سهار د هرات – كندهار پر لويه لار له يوه بار وړونكي موټر سره د يوه فلاينكوچ د ټكر له كبله رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، په دې ټرافيكي پېښه كې درې تنه وژل...

slideshow, كورني خبرونه

په تخار كې د وسله والو طالبانو اته كسيزه ډله ونيول شوه

توسط - په تخار كې د وسله والو طالبانو اته كسيزه ډله ونيول شوه

د ملي امنيت عمومي رياست په تخار كې د وسله والو طالبانو د يوې اته كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي. دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، دغو كسانو د تخار لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي محسن په امر هلته تروريستي او تخريبي فعاليتونه كول، چې ځانګړو ځواكونو يې وپېژندل او ويې نيول. سرچينې د نيول شوو...

slideshow, كورني خبرونه

وسله والو طالبانو په بغلان كې د تېلو يو ټانكر وسوځاوه

توسط - وسله والو طالبانو په بغلان كې د تېلو يو ټانكر وسوځاوه

د بغلان امنيتي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو د دې ولايت په چشمه شير سيمه كې د تېلو يو ټانكر سوځولى دى. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې په ياده سيمه كې بريد وكړ او غوښتل يې د تېلو څو ټانكرونه له ځانونو سره يوسي، خو د امنيتي ځواكونو...

slideshow, كورني خبرونه

بلخي: افغان كډوال بايد له پاكستان او ايرانه په زور ونه ايستل شي

توسط - بلخي: افغان كډوال بايد له پاكستان او ايرانه په زور ونه ايستل شي

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، پاكستان او ايران بايد افغان كډوال په جبري توګه ونه باسي. نوموړي دا خبره د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د افغانستان، پاكستان، ايران او د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې UNHCR څلور اړخيزې غونډې ته كړې ده. بلخي ناامني بهرنيو هېوادونو ته د افغانانو د كډه كېدو اصلي علت بللى...