slideshow, كورني خبرونه

ناټو له افغان ځواكونو د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار وكړ

توسط - ناټو له افغان ځواكونو د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار وكړ

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان د هر هغه اقدام ملاتړ كوي، چې په افغانستان كې د تاوتريخوالي د كمېدو سبب كېږي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د بلجيم په پايتخت بروكسل كې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى كې وكړې. سټولټنبرګ وويل، په افغانستان كې د ناټو حضور د دې سازمان تر ټولو لوى ماموريت دى...

slideshow, كركټ

افتاب عالم د كركټ د نړيوال جام له لوبو بهر شو

توسط - افتاب عالم د كركټ د نړيوال جام له لوبو بهر شو

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړى افتاب عالم د انظباطي سرغړونې له كبله له انګلستانه افغانستان ته لېږل شوى او پر ځاى يې د نړيوال جام سياليو لپاره د افغان لوبډلې احتياطي لوبغاړى سيد احمد شېرزاد معرفي شوى دى. د افغانستان د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د کرکټ نړيوالې شورا د تخنيکي کمېټې او د افغانستان د کرکټ بورډ...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني له پاكستاني چارواكو سره پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېد

توسط - جمهور رئيس غني له پاكستاني چارواكو سره پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال د لومړي وزير عمران خان په ګډون له بېلابېلو پاكستاني چارواكو سره وليدل او د افغانستان او پاكستان پر اړوند مسايلو ورسره وغږېد. د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېره ورځ له عمران خان سره وكتل او دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ټرانزيټ، سوداګرۍ او...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

توسط - په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

نامعلومو وسله والو تېر ماښام اووه بجې او ۱۰ دقيقې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يو ديني عالم وژلى دى. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، وژل شوى ديني عالم عزت الله نومېده او د حاجي کمپ د جامع جومات خطيب و. نوموړي زياته كړه، پېښه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې...

slideshow, كورني خبرونه

په پاكستان كې د افغانستان د سولې په اړه جوړه شوې غونډه بې ګټې وبلل شوه

توسط - په پاكستان كې د افغانستان د سولې په اړه جوړه شوې غونډه بې ګټې وبلل شوه

په داسې حال كې، چې د سولې عالي شورا رئيس محمد كريم خليلي په پاكستان كې د افغانستان د سولې په تړاو په جوړه شوې غونډه كې ګډون كړى، د يادې شورا يوه غړې دغه غونډه په هېواد كې د سولې د ټينګښت په برخه كې بې ګټې بولي. دا غونډه نن په پنجاب ايالت كې د لاهور د سولې څېړنيز مركز په كوربه...

slideshow, كورني خبرونه

قريشي په افغان سولې بهير كې د پاكستان پر همكارۍ ټينګار وكړ

توسط - قريشي په افغان سولې بهير كې د پاكستان پر همكارۍ ټينګار وكړ

د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، په افغانستان كې د څو لسيزې جګړې له كبله له افغانانو وروسته پاكستانيانو تر نورو ډېر غم زغملى دى. هغه دا خبره نن په پاكستان كې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې په پرانيستونكې وينا كې وكړه، چې د يو شمېر افغان سياستوالو په ګډون د لاهور د سولې څېړنيز مركز په...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په عراق كې بمي چاودنې له ۲۷ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په عراق كې بمي چاودنې له ۲۷ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د عراق په پايتخت بغداد كې بمي چاودنې له ۲۷ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د عراقي رسنيو د راپورونو له مخې، دا چاودنه پرون د بغداد د بلديې سيمې په امام مهدي جومات كې شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ژوبل دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

مارك اسپر د امريكا د دفاع وزير په توګه وټاكل شو

توسط - مارك اسپر د امريكا د دفاع وزير په توګه وټاكل شو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د دفاع وزارت پخوانى مرستيال مارك اسپر د دفاع د وزير په توګه وټاكه. اسپر، چې د جمعې په ورځ په نوې دندې ګومارل شوى، د دفاع وزارت پر چوكۍ د ناستې لپاره د امريكا د سنا جرګې د تاييد رايې ته اړتيا لري. تر ده وړاندې پاټريك شاناهان د پنټاګون سرپرستي پر غاړه لرله، خو...

slideshow, كورني خبرونه

په فارياب كې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په فارياب كې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فارياب كې د افغان ځواكونو په عملياتو او له وسله والو طالبانو سره يې په جګړه كې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ځانګړو پوليسو يې تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ په بهارك كلي كې د طالبانو پر قرارګاه عمليات ترسره كړل. د سرچينې په وينا، په دې عملياتو كې اووه طالبان...

slideshow, كورني خبرونه

په كاپيسا كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې وشوې

توسط - په كاپيسا كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې وشوې

د كاپيسا په تګاب ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون كوونكو پر امنيتي پوستو بريدونه وكړل، چې د جګړو په مهال دوه...