slideshow, كورني خبرونه

په جلال اباد ښار کې د ماين چاودنه شوې

توسط - په جلال اباد ښار کې د ماين چاودنه شوې

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو كې د ماين چاودنه شوې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان كليد ته وويل، دا چاودنه تېر ماخوستن اته بجې او ۲۰ دقيقې د يوه درملتون مخې ته شوې، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، يو تن يې ټپي كړى دى. د هغه په وينا، ټپي كس د درملنې...

slideshow, كورني خبرونه

دوحه د امريكا او طالبانو د استازو د اووم پړاو خبرو كوربه ده

توسط - دوحه د امريكا او طالبانو د استازو د اووم پړاو خبرو كوربه ده

د قطر پايتخت دوحه نن د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د اووم پړاو خبرو كوربه ده. د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې وړاندې وويل، ټول لوري له طالبانو سره د خبرو د چټك پرمختګ غوښتونكي دي. نوموړي په تېره غبرګولي مياشت كې كابل ته د خپل سفر په مهال ويلي و، له...

slideshow, كورني خبرونه

د لوګر لپاره د طالبانو والي او د هغه دوه مرستيالان ووژل شول

توسط - د لوګر لپاره د طالبانو والي او د هغه دوه مرستيالان ووژل شول

د ملي دفاع وزارت وايي، د لوګر په څرخ ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې د دغه ولايت لپاره د نومول شوي والي په ګډون د وسله والو طالبانو نهه مهم غړي وژل شوي دي. دې وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادو هوايي بريدونو په ترڅ كې د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوى والي حاجي...

slideshow, كورني خبرونه

په دايکندي کې ۲۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په دايکندي کې ۲۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دايکندي په کجران ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو په ترڅ کې ۲۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت د والي ويانده سكينه احساني وايي، طالبانو نن سهار يوه بجه او ۲۰ دقيقې د کجران ولسوالۍ د پدګك او سنګ حيدر بېګ سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل. هغې كليد ته وويل، په دغو بريدونو كې اته افغان...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ټرمپ او پوتين په جاپان كې سره وليدل

توسط - ټرمپ او پوتين په جاپان كې سره وليدل

د امريكا او روسيې جمهور رئيسانو د دوه اړخيزو اړيكو پر پياوړتيا او د ايران، سوريې او وينزويلا پر مسايلو خبرې وكړې. ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين نن د جاپان په اوساكا ښار كې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هېوادونو د مشرانو يا جي شل غونډې په څنډه كې له يو سره وكتل. د سپينې ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړه جمهور رئيسان په خپله...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې پر داعش وسله والو هوايي بريد شوى

توسط - په ننګرهار كې پر داعش وسله والو هوايي بريد شوى

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور داعش وسله وال وژل شوي دي. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوايي بريد تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په چنګاښه خوله سيمه کې شوى او په وژل شوو داعشيانو كې درې يې پاكستانيان دي. سرچينې ويلي، د ياد هوايي بريد په ترڅ...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل كې څلور جنايتكارې ډلې ونيول شوې

توسط - په كابل كې څلور جنايتكارې ډلې ونيول شوې

د كورنيو چارو وزارت په كابل كې د څلورو جنايتكارو ډلو د نيولو خبر وركوي. دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، پوليسو يادې ډلې د غلاوو او وژنو په تور د كابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې او بګراميو او ده سبز ولسواليو په مربوطاتو كې د جلا عملياتو په ترڅ كې نيولې دي. په خبرپاڼه كې راغلي، د کابل د جنايي څېړنو...

slideshow, كورني خبرونه

د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو سبا پيلېږي

توسط - د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو سبا پيلېږي

د امريكا او طالبانو استازي د خپلو خبرو اووم پړاو سبا د قطر په پايتخت دوحه كې پيلوي. د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې وړاندې وويل، ټول لوري له طالبانو سره د خبرو د چټك پرمختګ غوښتونكي دي. نوموړي په تېره غبرګولي مياشت كې كابل ته د خپل سفر په مهال ويلي و، له...

slideshow, كورني خبرونه

د راى وركوونكو د تقويتي نومليكنې بهير سبا پاى ته رسېږي

توسط - د راى وركوونكو د تقويتي نومليكنې بهير سبا پاى ته رسېږي

د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د راتلونكو ټاكنو لپاره د راى وركوونكو د تقويتي نومليكنې بهير سبا پاى ته سېږي. د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د دغه بهير په لړ كې، چې د تېرې غبرګولي مياشتې په ۱۸مه نېټه پيل شوى، تر دا مهاله نېږدې ۲۰۰ زره كسانو خپل نومونه ثبت كړي دي. په پام كې وه، چې په غزني كې د راى وركوونكو...

slideshow, كركټ

افغانستان د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې سبا له پاكستان سره مخ كېږي

توسط - افغانستان د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې سبا له پاكستان سره مخ كېږي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله اتمه لوبه سبا د پاكستان د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي. دا لوبه به د كابل په وخت د شنبې د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په ليډز ښار كې پيل شي. افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا، سريلانكا، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا،...