توسط hewadpal -
له اوږدمهاله لانجې وروسته مير رحمان رحماني د ملي شورا د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنيني دورې د رئيس په توګه وټاكل شو.
د ولسي جرګې د رياست چوكۍ لپاره په درې پړاوه ټاكنو كې خان محمد وردګ او مير رحمان رحماني له نورو كانديدانو زياتې رايې ترلاسه كړې وې، چې د دې جرګې د كورنيو دندو د اصولو له مخې وروستى پړاو ټاكنې...
توسط hewadpal -
د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې چاودنې څلور امنيتي سرتېري ټپيان كړل.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، دا چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې ده.
د نوموړي په خبره، په پېښه كې څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
د پېښې...
توسط hewadpal -
د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو عالي كمېشنري وايي، په وروستيو پنځو كلونو كې هره ورځ يو پناه غوښتونكى ماشوم د سفر په مهال وژل يا ورك شوى دى.
دې كمېشنرۍ د دغه كار علت د مديترانې د اوبو په ګډون د نړۍ په كچه د كډوالۍ د خطرناكو لارو شتون او د امريكا او مكسيكو د پولو په اوږدو كې تګ...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه فرمان په خپرولو سره عبدالسلام رحيمي د سولې په چارو كې د خپل ځانګړي استازي او د دولت د وزير په توګه وټاكه.
د جمهور رئيس غني په فرمان كې راغلي، د هېواد د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې له مخې په خارج رتبه بست كې د سولې په چارو كې د جمهور رئيس...
توسط hewadpal -
په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا مرمۍ تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو توغولې، چې د مركز مهترلام په مربوطاتو كې پر يوه كور لګېدلې ده.
د ده په وينا، په پېښه كې شپږ تنه ټپيان شوي، چې د درملنې...
توسط hewadpal -
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ليدلي او ويلي يې دي، دا ځواكمن رهبر خارق العاده كار ترسره كوي.
ټرمپ بن سلمان ته، چې جنجال پاروونكې څېره پېژندل كېږي، نن د خپل دوست خطاب وكړ.
دوى د جاپان په اوساكا ښار كې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هېوادونو د مشرانو يا جي شل غونډې د وقفې...
توسط hewadpal -
د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د پاکستان د كونسلګرۍ د امنيت او نورې چارې د ولايتي چارواکو په لارښوونه د عامه نظم ځواکونو ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه د يادې كونسلګرۍ امنيتي او نورې چارې له ملي پوليسو د عامه نظم ځواکونو ته...
توسط hewadpal -
د كابل په سروبي ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې وزارت ځانګړو پوليسو د طالبانو له شتونه د سروبي ولسوالۍ د ځينو سيمو د پاكولو په هدف ځانګړي عمليات ترسره كړل.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان د مرکزي اسيا او جنوبي اسيا د نښلولو لازم ظرفيتونه لري او له مرکزي اسيا سره افغانستان ايجاد کړې اړيکې په سيمه ييز اتصال کې ګټورې ثابتېدلى شي.
هغه دا څرګندونې پرون ماسپښين پاكستان ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد د پنجاب ايالت په مركز لاهور كې يوې غونډې ته وكړې.
جمهور رئيس غني وويل،...
توسط hewadpal -
په غزني كې يو ۱۱ كلن ماشوم د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل شو او د تښتونې په تور يې درې تنه ونيول شول.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د علي جان په نوم ۱۱ كلن ماشوم شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د جاغوري ولسوالۍ له مربوطاتو تښتول شوى و او تښتوونكو يې د خوشې كولو په بدل كې د...