توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ كې ۱۲ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو يوه چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه د پښتون زرغون ولسوالۍ په مار اباد كلي كې پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ.
د سرچينې په خبره، په دې بريد كې د عامه امن او نظم نهه پوليس...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
د فارياب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر مركز د هاوان مرميو په بريد كې ۴۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالكريم يورش كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا شپږ بجې او ۳۰ دقيقې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان څو توغول شوې مرمۍ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر مركز ولګېدې، چې له كبله...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د عمومي او امنيتي وضعيت د ارزونې په هدف نن سهار له کندهاره زابل ته ورسېد.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني كندهار ته د خپل سفر په مهال تېر ماخوستن د دې ولايت له مشرانو او متنفذينو سره وكتل او هغوى ورته د احمدشاه بابا او ميرويس نيکه...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
امنيتي ځواكونو د نن سهار له شاوخوا څلورو بجو راهيسې د كابل ښار په شاه دو شمشېره سيمه كې افغان - ترك ښوونځى محاصره كړى و او بالاخره يې شاوخوا ۱۰ بجې ونيوه.
د زده كوونكو والدين وايي، د ملي يووالي حكومت د يوې سياسي معاملې په بدل كې د افغان - ترك ښوونځيو مسووليت د تركيې د پوهنې بنسټ ته سپاري.
دوى ورسره د...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې د يوې ورځې لپاره ودرول شوې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د جمعې ورځې د رخصتۍ له كبله به نن مذاكرات ونه شي او سبا به د دواړو لورو ترمنځ خبرې بېرته پيل شي.
يادې خبرې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې دي.
امريكايي...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
امنيتي مسوولين د فراه په بالابلوك ولسوالۍ كې د يوه مهم طالب قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، امنيتي او دفاعي ځواكونو د بالابلوك ولسوالۍ په شيوان كلي كې تصفيوي عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې د طالبانو مهم قوماندان مولوي حسام الدين ووژل شو او د محمد نسيم او...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
په فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، طالبانو تېره شپه د فراه د مركز د دهك كلي پر امنيتي پوستې بريد وكړ، خو افغان ځواكونو يې بريد په شا وتمباوه.
د سرچينې په وينا، د دواړو...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
د غزني په مركز او زنه خان ولسوالۍ كې تېره ورځ د دوو ښوونځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا ودانۍ د غزني د مركز په امير محمد خان کلا او د زنه خان ولسوالۍ په خاچاخېل سيمو كې د نېږدې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.
د نوموړي په خبره، د دواړو...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
ټاكل شوې د پاكستان لومړى وزير عمران خان په روانه ميلادي مياشت كې د طالبانو له يو شمېر استازو سره وګوري.
د پاكستان دولتي راډيو په سياسي چارو كې د عمران خان د سلاكار نعيم الحق له قوله ويلي، دا ليدنه به له افغان حکومت سره تر سلا مشورو وروسته وشي.
په اسلام اباد كې د افغانستان د حكومت يوه چارواكي تاييد كړې، چې دغه...
توسط hewadpal - - 14 چنګاښ 1398
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله نهمه او وروستۍ لوبه د ۲۳ منډو په توپير د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله.
دا لوبه د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په ليډز ښار كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د ويسټ انډيز د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې...