توسط hewadpal -
په غزني كې د هوايي بريدونو او وسله والې نښتې په ترڅ كې د دوو ولسوالانو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د غزني د مركز په مربوطاتو كې تېره ورځ هوايي بريد د جغتو او خواجه عمري ولسواليو لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالان عبدالخالق مشهور په ابو محمد او...
توسط hewadpal -
ټاكل شوې سبا په دوحه كې د جرمني او قطر په كوربه توب دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه پيل شي.
په دې غونډه كې ګډون كوونكي لسګونه افغان سياستوال نن له كابله قطر ته لاړل.
په ياده غونډه كې د ګډون كوونكو كسانو په ډله كې حكمت خليل كرزى، عمر زاخېلوال، رنګين دادفر سپنتا، حامد ګيلاني، حبيبه سرابي، فوزيه كوفي، غيرت بهير، سيد منصور نادري،...
توسط hewadpal -
د هرات په كرخ ولسوالۍ كې د امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې د يوه مشهور قوماندان ملا غوث الدين په ګډون ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه كې راغلي، د ملا غوث الدين په مشرۍ طالبانو تېره شپه د كرخ ولسوالۍ په مربوطاتو كې پر امنيتي پوستو بريد وكړ، چې د...
توسط hewadpal -
د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان وايي، د راتلونكې چهار شنبې په ورځ به د ايران د اټومي پروګرام په اړه بېړنۍ غونډه جوړه كړي.
دا غونډه د امريكا په غوښتنې وروسته له هغې جوړېږي، چې ايران وويل، د ۲۰۱۵م ميلادي كال د اټومي هوكړې ځينې شرطونه يې نقض كړي دي.
د اټومي انرژۍ د نړيوال سازمان يوه وياند ويلي، د دې ادارې بېړنۍ غونډه به...
توسط hewadpal -
د هرات امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د دوو وسله والو غلو د نيولو خبر وركوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پوليسو دغه غله تېره شپه په انجيل ولسوالۍ كې د وسله والې غلا په مهال ونيول.
په خبرپاڼه كې راغلي، دا كسان د انجيل ولسوالۍ د كهدستان كلي اوسېدونكي دي او د دې ولسوالۍ په رباط نو كلي كې...
توسط hewadpal -
په غزني کې سږ كال ۱۰۰۰ بېوزلو ښځو ته د اقتصادي ځان بساينې په هدف د (WDOOS) خيريه موسسې لخوا د چرګو د ساتنې په برخه کې روزنه وركول كېږي او ورته واړه کورني فارمونه جوړېږي، ترڅو له هګيو يې په استفادې عوايد ترلاسه كړي او په راتلونكې كې دې فارمونو ته پراختيا ورکړي.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره نن كليد ته...
توسط hewadpal -
د انګلستان او وېلز په كوربه توب د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو نيمه پايلوبو ته څلور لوبډلې ووتې.
د اسټراليا، هند، انګلستان او نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې به د روانې جولاى مياشتې په نهمه نېټه لومړۍ او په ۱۱مه نېټه به دوهمه نيمه پايلوبه ترسره كړي.
تراوسه معلومه نه ده، چې كومه لوبډله به له...
توسط hewadpal -
په غزني كې په يوه جومات كې چاودنې ۲۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا چاودنه تېر ماښام د غزني ښار په لوېديځ كې د خاك غريبان سيمې په محمديه جومات كې شوې ده.
د سرچينې په خبره، په دې چاودنه كې د يوه ماشوم او يوه سړي په...
توسط hewadpal -
د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې تر يو ورځني ځنډ وروسته نن بېرته پيل شوې.
د جمعې ورځې د رخصتۍ له كبله د دواړو لورو ترمنځ تېره ورځ مذاكرات ونه شول.
يادې خبرې د تېرې اونۍ په سر كې پيل شوې دي.
امريكايي او طالب چارواكو د دغو مذاكراتو تر پيل وړاندې رسنيو ته ويلي وو،...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د زابل امنيتي ستراتېژيک پلان دې چمتو كړي او په كې دې د امنيتي وضعيت ترڅنګ په ساختاري، تشکيلاتي، د تجهيزاتو د کموالي او دغه ولايت ته د دښمن له متوجه ګواښونو څخه د درک په برخو کې ټولې ننګونې را ونغاړي او حل لارې دې...