توسط hewadpal -
يو لوړپوړى امريكايي جنرال له افغانستانه تر وخت وړاندې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تړاو خبردارى وركوي او وايي، دا كار به يوه ستراتېژيكه تېروتنه وي.
مايک ميلي، چې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ لخوا د لوی درستيز چوکۍ ته کانديد شوی، دغه څرګندونې د امريکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې په غونډه كې كړې دي.
دى ټينګار كوي، چې د افغانستان...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد د کرکټ بورډ تشکيلاتي ستونزې او اړتياوې دې په جدي توګه وارزول شي او د حل لپاره دې يې بېړني اقدامات وشي.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د كركټ بورډ له غړو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس...
توسط hewadpal -
په كابل كې د چين سفير ليو جين سونګ د ملي دفاع له سرپرست وزير اسدالله خالد سره د ليدنې په مهال له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ وركړ.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا ليدنه تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شوه.
د سرچينې په وينا، په دې ليدنه كې دواړه لوري پر...
توسط hewadpal -
د غزني په مركز كې موټر بم چاودنې له ۶۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې د غزني ښار په شامير سيمه كې د ملي امنيت يوې حوزې ته څېرمه وشوه.
د ده په خبره، په دې پېښه كې د څلورو ملكي وګړو...
توسط hewadpal -
د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو په نيمه پايلوبو كې به هند له نيوزيلنډ او اسټراليا له انګلستان سره مخ شي.
پرون د هند او سريلانكا او اسټراليا او جنوبي افريقا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
هند خپله لوبه وګټله، خو اسټراليا وبايلله.
په دې سره هند د نومرو په جدول كې لومړى مقام خپل...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تطبيق په برخه كې بايد عملي اقدامات وشي.
ده دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې معلوماتو ته د لاسرسي كمېسيون له غړو سره په غونډه كې وكړه او د هغوى ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.
جمهور رئيس غني په دې غونډه كې معلوماتو ته د لاسرسي قانون ارزښت ته په اشارې وويل،...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د قطر په پايتخت دوحه كې به د امريكايي او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې له دوه ورځنۍ وقفې وروسته د راتلونكې سې شنبې په ورځ بېرته پيل شي.
هغه نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دا خبرې په دوحه كې د دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډې...
توسط hewadpal -
دوحه نن د جرمني او قطر په كوربه توب د بين الافغاني غونډې كوربه ده.
په دې دوه ورځنۍ غونډه كې يو شمېر ګډون كوونكي افغان سياستوال تېره ورځ له كابله قطر ته لاړل.
په ياده غونډه كې د حكمت خليل كرزي، عمر زاخېلوال، رنګين دادفر سپنتا، حامد ګيلاني، حبيبې سرابي، فوزيې كوفي، غيرت بهير، سيد منصور نادري، عطاء الرحمان سليم او عبدالله قرلق په...
توسط hewadpal -
امنيتي مسوولين په كابل ښار كې دوو څارنوالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو نن سهار شاوخوا اووه بجې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د اداري فساد د درنو جرمونو په ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مركز پر دوو څارنوالانو بريد وكړ.
د نوموړي...
توسط hewadpal -
د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې، چې په مهال يې ۱۲ دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لېوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل وايي، دا شاوخوا يو نيم ساعته جګړه تېره شپه وروسته له هغې پيل...