توسط hewadpal -
د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په جوزجان او بلخ ولايتونو كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په مهال ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د جوزجان په قرقين ولسوالۍ كې د افغان سرتېرو د نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ...
توسط hewadpal -
د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د چسپكي ماين چاودنې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل اډې ته څېرمه د پنځمې امنيتي حوزې د پوليسو په رېنجر موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې، چې له كبله يې يو پوليس وژل شوى...
توسط hewadpal -
چين اعلان كړى، پر هغو ټولو امريكايي شركتونو به بنديزونه ولګوي، چې په تايوان وسلې او پوځي تجهيزات پلوري.
امريكا د تايوان له لوري د څه باندې دوه ميليارد ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهيزاتو د پېرودلو وړانديز تصويب كړى دى.
خو د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په تايوان د وسلو پلورل به د بيجينګ...
توسط hewadpal -
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى او ژر به يې د غلچکيو تروريستي بريدونو مخنيوى وشي.
ده د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د پچيراګام پېښې ټپيانو د روغتيايي حالت د ليدنې په مهال وويل، ترهګرو تل په عامه ځايونو كې په بريدونو سره خپل جنايت ښودلى او هېڅ ډول...
توسط hewadpal -
د کابل امنیه قوماندانۍ له خبریالانو سره د پولیسو د ناوړه چلند له کبله بښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه، له هغو پولیسو سره، چې له خبریالانو سره یې ناوړه چلند کړی، قانوني چلند کېږي.
د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه پولیسو په کابل ښار کې افغان - ترک ښوونځی کلابند کړی و، کله چې خبریالان د پېښې د خبري پوښښ لپاره سیمې...
توسط hewadpal -
یو شمېر کابل مېشتي بغلانیان په خپل ولایت کې له ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ شکایت کوي او وایي، دولت ورته هېڅ پام نه کوي.
په کابل کې د مرکزي بغلان د خلکو د انسجام شورا وایي، روان وضعیت په بغلان کې د عامو خلکو ژوند تریخ کړی دی.
د دغې شورا د مشر جمعه خان تلیق په خبره، د بغلان په ډېری سیمو کې...
توسط hewadpal -
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د فراه د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتو كې د عملياتو په مهال د نشه يي توکو درې لويې زېرمې او کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
دې وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د عملياتو په ترڅ کې ۵۸ کيلو ګرامه هيرويين، ۱۳۲ کيلو ګرامه ښيښه، ۷۰۰۰...
توسط hewadpal -
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د قومي مشر او ولسي پاڅون كوونكو د قوماندان ملك تور د وراره د واده په مراسمو كې ځانمرګي بريد ۲۱ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې شوى، چې له كبله يې د ملک تور...
توسط hewadpal -
د امريكا حكومتي سرچينو ويلي، واشنگټن تصميم نيولى، چې اوسمهال د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف بنديز ونه لګوي.
د امريكا د خزانې وزير سټيو منوچين د تېرې جون مياشتې په ۲۴مه نېټه وويل، واشنګټن به په نېږدې راتلونكې د خپلو بنديزونو په لېست كې د ايران د بهرنيو چارو وزير شامل كړي.
خو رويټرز خبري اژانس د دوو باخبره امريكايي...
توسط hewadpal -
د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو سياليو د نړيوال جام په دوهمه نيمه پايلوبه كې انګلستان اسټراليا ته په اتو وېكټو ماتې وركړه او پايلوب ته ووت.
دا نيمه پايلوبه تېره ورځ د انګلستان په بيرمينګهم ښار كې ترسره شوه.
پچه د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
اسټراليا په ۴۹ اورونو كې د ټولو لوبغاړو...