slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين چاودنه شوې

توسط - په ننګرهار كې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين چاودنه شوې

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين چاودنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د چپرهار ولسوالۍ په فاميلو سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه کړې، چې له كبله يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې اته وسله وال طالبان ووژل شول

توسط - په غزني كې اته وسله وال طالبان ووژل شول

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواكونو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ملك الدين كلي كې ترسره كړل. د ده په خبره، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو يوه...

slideshow, كورني خبرونه

حمدالله محب پر ټولو د قانون پر يو ډول عملي كېدو ټينګار وكړ

توسط - حمدالله محب پر ټولو د قانون پر يو ډول عملي كېدو ټينګار وكړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب ټينګار كوي، چې قانون بايد پر ټولو يو ډول عملي شي. د ملي امنيت شورا دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب تېره ورځ د پروان د نظامي شورا په غونډه كې، چې د دغه ولايت د والي فضل الدين عيار په مشرۍ جوړه شوې وه، ګډون وكړ. د ملي امنيت سلاكار په دې غونډه كې وويل،...

slideshow, كورني خبرونه

د کندهار پر امنيه قوماندانۍ په ډله ييز بريد كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - د کندهار پر امنيه قوماندانۍ په ډله ييز بريد كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كندهار پر امنيه قوماندانۍ تېر مازديګر شوى ډله ييز بريد د اوو بريد كوونكو په وژل كېدو سره پاى ته ورسېد. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په ياد بريد كې اووه ملكي وګړي او درې پوليس هم وژل شوي او ۵۹ ملكيان او ۲۷ پوليس ټپيان دي. سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللى دى. د...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې ځانمرګي بريد ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په كابل ښار كې ځانمرګي بريد ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل پوهنتون د ورودي دروازې مخې ته ځانمرګي بريد ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز خبريالانو ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۱۰ دقيقې يوه ځانمرګي بريد كوونكي، چې په كرولا ډوله موټر كې سپور و، د كابل پوهنتون د ورودي دروزاې مخې ته خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه. د هغه په وينا، په...

slideshow, كورني خبرونه

په ښوونځيو کې له زده کوونکو د پيسو ټولول منع شول

توسط - په ښوونځيو کې له زده کوونکو د پيسو ټولول منع شول

په ښوونځيو کې له ښوونکو او زده کوونکو په بېلابېلو نومونو د پيسو ټولول منع شول. د پوهنې وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د پوهنې د سرپرست وزير محمد ميرويس بلخي د لارښوونې له مخې، له ښوونکو او زده کوونکو د مرستې، د دفتر د اړتيا وړ توكو د پېرودلو، د ټولګيو رنګولو، بيارغونې او په داسې نورو نومونو...

slideshow, كورني خبرونه

افغان ځواكونه څه باندې ۹۰ فيصده عملياتونه په خپلواكه توګه كوي

توسط - افغان ځواكونه څه باندې ۹۰ فيصده عملياتونه په خپلواكه توګه كوي

د ملي دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو وتل به پر افغان امنيتي او دفاعي سرتېرو هېڅ اغېز ونه وكړي. د دغه وزارت وياند فواد امان نن كليد ته وويل، دمګړۍ په هېواد كې څه باندې ۹۰ فيصده ځمكني او هوايي عملياتونه د افغان ځواكونو لخوا په خپلواكه توګه او له بهرنيو پوځي سلاكارانو سره له بشپړې وابستګۍ پرته ترسره كېږي. د ده...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په سوماليا كې پر يوه هوټل خونړي بريد ۲۶ تنه ووژل

توسط - په سوماليا كې پر يوه هوټل خونړي بريد ۲۶ تنه ووژل

سختدريځو جنګياليو پرون په سوماليا كې پر يوه هوټل خونړى بريد كړى دى. د راپورونو له مخې، دې بريد په ساحلي ښار كيسمايو كې ۲۶ تنه ووژل او له ۵۰ زيات يې ټپيان كړل. الشباب ترهګرې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى. د سوماليا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي جېمز سوان په يوه خبرپاڼه كې ياد بريد وغانده. الشباب ترهګره ډله د سوماليا...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ټرمپ ايران ته د احتياط كولو خبردارى وركړى

توسط - ټرمپ ايران ته د احتياط كولو خبردارى وركړى

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ايران ته د احتياط كولو خبردارى وركړ. ده د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وويل، غوره به وي، چې ايران احتياط وكړي او په وينا يې، دا هېواد پر ډېرې خطرناكې لارې روان دى. ټرمپ وايي، كه ايران يې اوري، بايد زيات احتياط وكړي. په دې وروستيو كې د واشنګټن او تهران ترمنځ...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل كې د ترهګريزو کړنو په تړاو پنځه شكمن كسان ونيول شول

توسط - په كابل كې د ترهګريزو کړنو په تړاو پنځه شكمن كسان ونيول شول

د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه شكمن كسان د ترهګريزو کړنو په تړاو نيول شوي دي. د كورنيو چارو وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوي كسان د كابل، لوګر او بلخ ولايتونو اصلي اوسېدونكي دي، چې اوسمهال په ده سبز ولسوالۍ كې اوسېدل. د...