توسط hewadpal -
د كورنيو چارو وزارت وايي، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د دغو عملياتو په مهال ۱۶ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو يو...
توسط hewadpal -
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني په اروزګان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
دغې قوماندانۍ نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په خاص اروزګان ولسوالۍ كې د رهبري شوو توغنديو په بريدونو كې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، د يادو بريدونو له كبله د طالبانو زياته اندازه وسلې، مهمات...
توسط hewadpal -
د خوست د مرکز اړوند د متون په ګلزار اکا سيمه کې نن له غرمې وړاندې دوه پوليس د وسله والو کسانو له لوري په ډزو ويشتل شوي او وژل شوي دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پېښه تاييدوي خو وايي، د مرګ ژوبلې په اړه يې پوره معلومات نه لري.
په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رئيس حبيب شاه انصاري...
توسط hewadpal -
د ايران سپاه پاسداران ځواكونو په هرمز تنګي كې د بريتانيا يوه تېل وړونكې بېړۍ نيولې ده.
دغو ځواكونو ادعا کړې، چې د بريتانيا دا بېړۍ پر نړيوالو سمندري قوانينو د تېري له كبله نيول شوې ده.
د سپاه پاسداران د عمومي اړيکو دفتر ويلي، ياده تېل وړونكې بېړۍ پرون ماسپښين د هرمزګان ولايت د سمندري څارنې ادارې د غوښتنې پر بنسټ د دې لپاره،...
توسط hewadpal -
د هلمند د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الكو وايي، سږ كال په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله د انګورو په حاصلاتو كې ۱۰ فيصده زياتوالى راغلى دى.
د نوموړي په خبره، سږ كال په هلمند كې د انګورو حاصلات نېږدې ۹۰ زره ټنه اټكل شوي دي.
الكو زياتوي، هلته دمګړۍ پر ۶۴۱۰ هکټاره ځمکې د انګورو باغونه موجود دي...
توسط hewadpal -
د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مخې ته چاودنه شوې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد وويل، نن سهار د خوګياڼو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مخې ته د موبايل په ډبي کې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
دى وايي، په دغه چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
خو ځايي اوسېدونکو ويلي، د پېښې...
توسط hewadpal -
د غزني په خوږياڼو ولسوالۍ كې د جمعې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د ماين چاودنې پنځه ملكي وګړي ووژل.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د خوږياڼو ولسوالۍ په پيركه دښته كې د ملكي كسانو پر يوه كرولا ډوله موټر د وسله والو طالبانو لخوا د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وشوه.
په خبرپاڼه...
توسط hewadpal -
په پكتيا كې په ودونو او نورو مراسمو كې د خوښۍ پر هوايي ډزو بنديز ولګېد.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د پکتيا ټولو اوسېدونكو ته خبر ورکول کېږي، چې د نظامي شورا د پرېکړې پر بنسټ هېڅوک حق نه لري په ودونو او نورو مراسمو كې بې ځايه ډزې وکړي.
د سرچينې په...
توسط hewadpal -
د افغانستان د كركټ ملي الف لوبډلې نن د كوربه هېواد بنګله دېش د كركټ ملي الف لوبډلې ته د پنځو يو ورځنيو لوبو په لومړۍ سيالۍ كې په ۱۰ وېكټو ماتې وركړه.
د لوبې پچه د بنګله دېش د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
بنګله دېشۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اوورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې...
توسط hewadpal -
د عامې روغتيا وزارت په ميدان وردګ كې د تړل شوو روغتيايي مركزونو د بېرته فعالېدو خبر وركوي.
د دې وزارت وياند وحيدالله مايار نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې ۴۲ تړل شوو روغتيايي مركزونو د ميدان وردګ د خلكو، عامې روغتيا وزارت، قومي مشرانو او روغتيايي شوراګانو په منځګړيتوب بېرته خپل فعاليت پيل كړ.
وسله والو طالبانو هم په يوه خبرپاڼه كې ويلي،...