توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
په غزني كې د امنيتي ځواكونو په نښتې او عملياتو كې درې امنيتي سرتېري او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، طالبانو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ پر مركزي قرارګاه بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د سرپرست سميع الله پوپل په ګډون درې امنيتي سرتېري...
توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
د ليبيا په سواحلو كې د كډوالو لېږدوونكې كښتۍ د ډوبېدو له كبله لږ تر لږه ۱۱۶ تنه ورك شوي دي.
د ليبيا د سمندري ځواكونو وياند ايوب قاسم وايي، ۱۳۲ نور كډوال د ساحلي ګارد او ځايي كب نيوونكو له لوري ژغورل شوي دي.
نوموړي د ژغورل شوو كسانو له قوله وويل، په يادې كښتۍ كې له ۲۰۰ زيات كډوال سپاره وو.
تر دې وړاندې...
توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو ايران ته د سفر لپاره لېوالتيا څرګنده كړې ده.
هغه د پنجشنبې په ورځ له بلومبرګ ټلويزيون سره په مركه كې ويلي، كه لازمه وي، په خوښۍ سره به هلته لاړ شي.
د پمپيو په وينا، له تهرانه د ليدنې په مهال به تبليغاتي وينا ونه وكړي، بلكې ايرانيانو ته به حقيقتونه ووايي، چې د ايران رهبرۍ...
توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
د امريكا سنا جرګې جنرال مارك ميلي د دې هېواد د لوى درستيزانو كمېټې د نوي رئيس په توګه تاييد كړ.
ميلي د جنرال جوزېف ډانفورډ ځايناستى كېږي.
د ډانفورډ كاري دوره د راتلونكې اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي.
د امريكا سنا جرګې ميلي په ۸۹ موافقو او يوې مخالفې رايې تاييد كړى دى.
نوموړى دمګړۍ د متحدو ايالتونو د لوى درستيز په توګه...
توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د افغانستان په اړه د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ستراتېژۍ بدلون نه دى كړى.
وروسته له هغې، چې د افغانستان حكومت له واشنګټنه د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په تړاو د توضيحاتو غوښتنه وكړه، پمپيو له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ټيليفوني خبرې وكړې.
د امريكا جمهور رئيس د تېرې دوشنبې په ورځ په واشنګټن...
توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان له خپل هېڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري او له خپلو ګاونډيانو سره سوله ييزې اړيکې غواړي.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په مازديګر په نورستان، کونړ، لغمان او لوګر ولايتونو کې د ۱۵ بېلابېلو پرانيستل شوو پروژو په اړه جوړې شوې غونډې ته وكړې.
جمهور رئيس غني په دې غونډه كې، چې په ارګ كې جوړه شوې...
توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد تېره ورځ له غرمې وروسته په كابل كې د بريتانيا له سفيرې اليسن بليک او د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا له ځانګړي استازي ګرېټ بيلي سره د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې وکتل.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې د افغانستان پر امنيتي حالت، له افغان امنيتي ځواکونو سره...
توسط hewadpal - - 4 زمری 1398
په باميان كې د پنجشنبې په ورځ د سپينې طلا په نوم د كچالو ګل درېيم جشن جوړ شو.
د دغه ولايت والي محمد طاهر زهير د كچالو ګل جشن د ټولنې د بېوزله او بېچاره قشر جشن وباله او په خبره يې، د كچالو لرونكو او بزګرانو ملاتړ بايد وشي.
بل پلو د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني له بزګرانو...
توسط hewadpal - - 29 چنګاښ 1398
د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، كه طالبان فكر كوي، چې يوازې له امريكا سره د خبرو له لارې كولاى شي سوله وكړي او بريا ته ورسېږي، دا له يوه خيال پرته زيات څه نه دي.
نوموړي نن په كابل كې د هېوادپالو د سواد كاروان پرانيستغونډې ته وويل، د جګړې اصلي قربانيان او مهم لورى د افغانستان خلك دي، چې بايد...
توسط hewadpal - - 29 چنګاښ 1398
د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دې ماين خښوونکو غوښتل د احمد ابا ولسوالۍ په افضل خېلو سيمه کې په سړک كې ماين خښ کړي، چې خپل ماين پرې چاودلى او په پايله کې يې درې واړه وژل شوي دي.
سرچينه وايي، وژل...