slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي

توسط - په هلمند كې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه شوي

۲۱۵ ميوند قول اردو په هلمند كې د درېيو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د دې قول اردو د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، هوايي ځواكونو تېره ورځ په مارجې او نهر سراج ولسواليو کې د طالبانو پر پټنځايونو دوه هوايي بريدونه كړي، چې له كبله يې درې طالبان وژل شوي دي. په خبرپاڼه كې راغلي، د دغو هوايي بريدونو په...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې موټربم ځانمرګى بريد شوى

توسط - په غزني كې موټربم ځانمرګى بريد شوى

د غزني په اب بند ولسوالۍ كې موټربم ځانمرګي بريد ۱۵ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا څلور بجې او ۳۰ دقيقې يوه ځانمرګي بريد كوونكي د امنيتي ځواكونو له لوري تر درول كېدو وروسته د اب بند ولسوالۍ په قراول كې له چاودېدونكو توكو ډك خپل هاموې موټر...

slideshow, كورني خبرونه

ډانفورډ له طالبانو سره هوكړې ته د رسېدو په اړه په محتاط ډول خوشبين دى

توسط - ډانفورډ له طالبانو سره هوكړې ته د رسېدو په اړه په محتاط ډول خوشبين دى

د امريكا د وسله والو ځواكونو عمومي لوى درستيز جنرال جوزېف ډانفورډ وايي، په افغانستان كې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره له طالبانو سره يوې هوكړې ته د رسېدو په اړه په محتاط ډول خوشبين دى. ده كابل ته له سفر او د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره تر ليدنې وروسته د طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره...

slideshow, فوټبال

د افغانستان او قرغزستان د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه

توسط - د افغانستان او قرغزستان د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه

د هېواد د فوټبال د ۱۶ كلنو ملي لوبډلې د ۱۶ كلنو په اسيايي سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د قرغزستان په وړاندې ۲-۲ مساوي كړه. دا لوبه تېر ماښام د تاجكستان په پايتخت دوشنبې ښار كې ترسره شوه او ذكريا حسيني د افغانستان په ګټه دوه ګولونه ووهل. د فوټبال د ۱۶ كلنو د اسيايي سياليو په لومړۍ ورځ په نورو لوبو كې ايران...

slideshow, كورني خبرونه

سږ كال له تركيې زرګونه افغان كډوال شړل شوي

توسط - سږ كال له تركيې زرګونه افغان كډوال شړل شوي

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۹م ميلادي كال له پيله تر دا مهاله ۴۲۶۹ افغان کډوال له ترکيې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل راپور كې ويلي، د يادو کډوالو له ډلې ۳۶۳ تنه يې په خپله خوښه او پاتې ۳۹۰۶ تنه يې په زور افغانستان ته استول شوي دي. د کډوالۍ نړيوال سازمان همدارنګه وايي،...

slideshow, كورني خبرونه

د طالبانو يو پلاوى انډونيزيا ته تللى

توسط - د طالبانو يو پلاوى انډونيزيا ته تللى

د طالبانو يو پلاوى د انډونيزيا له چارواكو سره د خبرو په هدف دې هېواد ته تللى دى. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دا اته كسيز پلاوى په دوحه كې د دوى د سياسي دفتر د رئيس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن سهار له قطره انډونيزيا ته روان شو. نوموړي ويلي، دغه طالب پلاوى به له انډونيزيايي چارواكو...

slideshow, كورني خبرونه

حكمتيار: د بهرنيو ځواكونو حضور د سولې او ټاكنو په وړاندې خنډ دى

توسط - حكمتيار: د بهرنيو ځواكونو حضور د سولې او ټاكنو په وړاندې خنډ دى

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، تر هغه وخته، چې بهرني ځواكونه له افغانستانه ونه وځي، په دغه هېواد كې د سولې ټينګښت او د ټاكنو ترسره كېدل ناشونې دي. ده نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، د بهرنيو ځواكونو حضور په هېواد كې د جګړې د دوام سبب شوى او مختلفې كړۍ د دې جګړې د دوام غوښتونكې دي. حكمتيار ټينګار...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې اووه پوليس وژل شوي

توسط - په هلمند كې اووه پوليس وژل شوي

په هلمند كې د وسله والو طالبانو په بريد كې اووه پوليس وژل شوي دي. يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د دې ولايت د سنګين ولسوالۍ د دوراهي په کمپرک سيمه کې د افغان ځواكونو پر پوستې بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې دا پوسته سقوط شوه او اووه پوليس ووژل شول. د هلمند...

slideshow, كورني خبرونه

په زابل كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

توسط - په زابل كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د زابل ولايتي چارواكي د دغه ولايت په مركز كلات ښار كې د نښتې په ترڅ كې څلورو پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي. د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د كلات ښار په كاكړانو چينې سيمه كې د پوليسو پر پوستې بريد وكړ، چې د جګړې په پايله كې د دې پوستې د...

slideshow, كورني خبرونه

په كندهار او اروزګان ولايتونو كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په كندهار او اروزګان ولايتونو كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په كندهار او اروزګان ولايتونو كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې قول اردو وياند احمد صادق عيسى كليد ته وويل، د كندهار په ښورابك ولسوالۍ كې د ځمكنيو عملياتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۲۶...