slideshow, كورني خبرونه

قريشي: په افغانستان كې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره بين الافغاني مذاكرات مهم دي

توسط - قريشي: په افغانستان كې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره بين الافغاني مذاكرات مهم دي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ په اسلام اباد كې د پاكستان له لومړي وزير عمران خان او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي او له طالبانو سره د سولې مذاكراتو په تړاو ورسره غږېدلى دى. قريشي په دې ليدنه په افغانستان كې د تلپاتې سولې...

slideshow, كورني خبرونه

ايران د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې له مذاكراتو ملاتړ وكړ

توسط - ايران د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې له مذاكراتو ملاتړ وكړ

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړى استازى محمد ابراهيم طاهريان وايي، تهران د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت په افغانستان كې د ثبات د ټينګېدو او سولې مذاكراتو او همدارنګه د رڼو او باوري ټاكنو د ترسره كېدو ملاتړ كوي. نوموړي دا خبره د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړه. د اجرائيه رياست د خبرپاڼې پر بنسټ،...

slideshow, كورني خبرونه

د طالبانو او امريكا ترمنځ د هوكړې له مخې له افغانستانه زرګونه امريكايي سرتېري ايستل كېږي

توسط - د طالبانو او امريكا ترمنځ د هوكړې له مخې له افغانستانه زرګونه امريكايي سرتېري ايستل كېږي

د طالبانو او امريكا ترمنځ د كېدونكې هوكړې له مخې به واشنګټن خپل شاوخوا شپږ زره سرتېري له افغانستانه وباسي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځينو امريكايي چارواكو له قوله ويلي، د ياد شمېر سرتېرو د ايستلو په بدل کې له طالبانو غوښتل کېږي، چې د يوه پراخ سياسي جوړجاړي لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي، اوربند وکړي او له القاعده شبكې...

slideshow, كورني خبرونه

د ننګرهار په يوه جومات كې چاودنه شوې

توسط - د ننګرهار په يوه جومات كې چاودنه شوې

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ كې نن سهار چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړي دي. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه د مارکو بازار په مرکزي جومات کې شوې ده. د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي د اوداسه په ځاى کې ځاى پر ځاى شوي وو. خوږياڼي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله. د يادې چاودنې مسووليت...

slideshow, فوټبال

افغانستان د مرکزي اسيا د ۱۶ كلنو تنكيو ځوانانو د فوټبال په سياليو كې څلورم مقام وګاټه

توسط - افغانستان د مرکزي اسيا د ۱۶ كلنو تنكيو ځوانانو د فوټبال په سياليو كې څلورم مقام وګاټه

د افغانستان د ۱۶ كلنو تنكيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مركزي اسيا د فوټبال په سياليو كې د اوو نومرو په ترلاسه كولو څلورم مقام خپل كړ. افغان لوبډلې خپله وروستۍ لوبه تېره شپه د كوربه هېواد تاجكستان له لوبډلې سره ترسره كړه، خو په ۱-۰ پايلې سره يې وبايلله. افغانستان په دې سياليو كې پنځه لوبې وکړې، ايران او ترکمنستان ته يې...

slideshow, كورني خبرونه

صديقي: د حكومتي مركچي پلاوي د جوړولو په برخه كې پرمختګ شوى

توسط - صديقي: د حكومتي مركچي پلاوي د جوړولو په برخه كې پرمختګ شوى

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، د حكومتي مركچي پلاوي د جوړولو په برخه كې پرمختګ شوى دى. هغه نن يوې خبري غونډې ته وويل، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته له راتګ وروسته تراوسه له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره شاوخوا څلور ځلې كتلي او د سولې پر لار نقشې...

slideshow, كورني خبرونه

په پروان كې د ملي امنيت يو كار كوونكى ووژل شو

توسط - په پروان كې د ملي امنيت يو كار كوونكى ووژل شو

نامعلومو وسله والو كسانو د پروان د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ملي امنيت يو كار كوونكى وژلى دى. د دغه ولايت د والي ويانده وحيده شهكار وايي، د ملي امنيت دا كار كوونكى، چې كابل ته د خپلې دندې د ترسره كولو لپاره روان و، نن سهار پنځه بجې او ۲۵ دقيقې د بګرام د دو سركې په سيمه كې د دوو...

slideshow, كورني خبرونه

د لغمان د ولايتي شورا مرستيال له چاودنې روغ ووت

توسط - د لغمان د ولايتي شورا مرستيال له چاودنې روغ ووت

د لغمان د مركز مهترلام په مربوطاتو كې چاودنې شپږ تنه ټپيان كړي دي. د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، نن سهار ۱۰ بجې او ۱۰ دقيقې د مهترلام اړوند په ده مسلم سيمه كې د لغمان د ولايتي شورا پر مرستيال عبدالعزيز د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د هغه...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په سوريه كې په ۱۰ ورځو كې لسګونه ملكي وګړي وژل شوي

توسط - په سوريه كې په ۱۰ ورځو كې لسګونه ملكي وګړي وژل شوي

ملګرو ملتونو پرون وويل، په تېرو ۱۰ ورځو كې د سوريې په شمال لوېديځ كې د هوايي بريدونو له كبله د لږ تر لږه ۲۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۳ ملكي وګړي وژل شوي دي. د سرچينې په وينا، دا هوايي بريدونه د سوريې او د هغې د متحدو ځواكونو لخوا شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشره ميشل باشلېټ وايي، په دغو هوايي...

slideshow, كورني خبرونه

د كندهار د ملي امنيت پر رياست د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

توسط - د كندهار د ملي امنيت پر رياست د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

امنيتي ځواكونو د كندهار د ملي امنيت پر رياست د موټربم چاودنې مخنيوى كړى دى. د دغه ولايت والي حيات الله حيات وايي، وسله والو طالبانو يو مازدا ډوله موټر له شاوخوا ۴۰۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې د کندهار د ملي امنيت رياست په نښه کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې تېره شپه د امنيتي ځواكونو له...