slideshow, كركټ

تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو په اسيا جام سياليو كې لوبېدونكې افغان لوبډله وټاكل شوه

توسط - تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو په اسيا جام سياليو كې لوبېدونكې افغان لوبډله وټاكل شوه

له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د اسيا جام سياليو لپاره افغان لوبډله وټاكل شوه. په دې لوبډله كې فرهان زاخېل، صديق اتل، اصف موسى زى، رحمان الله ځدراڼ، عبدالله نايب، اسلام ځاځى، ننګيال، شفيع غفاري، جمشېد، نور احمد، عبدالرحمان، فضل حق، عابد تڼى، محمد اسحاق او سميع سالارزى شامل دي. محمد صابر، احمد ظاهر او زوهيب د همدې لوبډلې د احتياطي لوبغاړو په...

بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په امریکا کې د دوو بریدونو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په امریکا کې د دوو بریدونو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امريكا د اوهايو ايالت په ډېټون ښار كې نن د وسله وال بريد له كبله نهه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. د پوليسو په متقابلو ډزو كې بريد كوونكى هم وژل شوى دى. دا په داسې حال كې ده، چې د شنبې په ورځ د امريکا د ټکزاس ايالت په ايل پاسو ښار کې د وسله وال بريد په پايله کې...

slideshow, رپوټ, سياسي, كورني خبرونه

د ناصرو د قوم د جمهوري ریاست له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ

توسط - د ناصرو د قوم د جمهوري ریاست له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ

ننګرهار کې د ناصرو د قوم یو شمیر مشرانو د جمهوري ریاست له ټاکنو خپل ملاتړ اعلان کړ. دوی د انتخاباتي مبارزو په ورو والي اندېښنه وښوده او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون یې وغوښتل چې په راتلوونکو جمهوري ریاست ټاکنو کې دې شفافیت ته پام وکړي. قومي مشران په یو شمیر سیمو کې د دولت ضد وسله والو فعالیتونه بل هغه څه وبلل چې...

slideshow, كورني خبرونه

اجراییه رییس په امنیتي سکټور کې د اداري فساد پر ضد پر مبارزې ټینګا وکړ

توسط - اجراییه رییس په امنیتي سکټور کې د اداري فساد پر ضد پر مبارزې ټینګا وکړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ټولو سكټورونو په ځانګړې په توګه په امنيتي سكټور كې د اداري فساد په ضد پر مبارزې ټينګار وكړ. هغه نن په كابل كې د پوليسو د همغږۍ نړيوال بورډ کلنۍ غونډې ته وويل، په امنيتي سكټور كې د اداري فساد شتون د نظام بنسټ كمزورى كوي او د هېوادوالو پر امنيت هم اغېز پرېباسي. بل...

slideshow, فوټبال, كورني خبرونه

د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو د فوټبال سياليو ته دوه افغان لوبڅاران بلل شوي

توسط - د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو د فوټبال سياليو ته دوه افغان لوبڅاران بلل شوي

د افغانستان د فوټبال نړيوال لوبڅاران حليم اقا شېرزاد او محمد شريف سروري د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو سياليو ته د لوبڅارنې لپاره بلل شوي دي. د افغانستان د فوټبال فدراسيون نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه افغان لوبڅاران د اسيا د فوټبال كنفدراسيون يادو سياليو ته دعوت كړي دي. د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ...

slideshow

د پنجشېر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی مرستیال والي ووژل شو

توسط - د پنجشېر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی مرستیال والي ووژل شو

په كاپيسا كې د پوليسو د ځانګړو ځواكونو په عملياتو كې د پنجشېر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى مرستيال والي وژل شوى دى. د كورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په اهنګرانو سيمه كې ترسره شول، چې په ترڅ كې يې عبدالاحد مشهور په ذوالفقار د پنجشېر لپاره د طالبانو نومول شوى مرستيال والي...

slideshow, كورني خبرونه

په غزني كې ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په غزني كې ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني په اندړو، ده يک، قره باغ، زنه خان او خوږياڼو ولسواليو كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بېلابېلو امنيتي پېښو له كبله ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، تېره ورځ په اندړو او خوږياڼو ولسواليو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د ۱۳ هوايي بريدونو په ترڅ كې...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند کې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

توسط - په هلمند کې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته كې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده نښته تېره شپه د نهر سراج ولسوالۍ په نورزو کلي كې شوې ده. د سرچينې په وينا، په دې نښته كې ۱۴...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار كې پر داعش وسله والو هوايي بريدشوی

توسط - په ننګرهار كې پر داعش وسله والو هوايي بريدشوی

د ننګرهار ولايتي اداره د دې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ کې د دوو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي. د ننګرهار د رسنيو له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا هوايي بريد بې پيلوټه الوتكې د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه کې ترسره كړى دى. سرچينه وايي، په دغه هوايي بريد کې د...

slideshow, كورني خبرونه

د هرات د زنده جان ولسوالۍ ولسوال ووژل شو

توسط - د هرات د زنده جان ولسوالۍ ولسوال ووژل شو

په هرات كې د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د دغه ولايت د زنده جان ولسوالۍ د ولسوال په ګډون اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي برخې سرپرست فرزاد فروتن كليد ته وويل، دا چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې او ۴۵ دقيقې په زنده جان ولسوالۍ كې وشوه. د هغه په وينا، په...