توسط hewadpal - - 19 زمری 1398
د ننګرهار د كركټ لوبډلې د سيد جمال الدين افغان لومړۍ درجه يو ورځنيو ولايتي سياليو اتلولي وګټله.
د دې سياليو پايلوبه د جمعې په ورځ د كابل د كركټ په نړيوال لوبغالي كې ترسره شوه.
د پايلوبې پچه د ننګرهار لوبډلې وګټله او د کابل لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د کابل لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د جمهوري رياست ټاكنو كانديد محمد شهاب حكيمي سوله د ټولو افغانانو غوښتنه بولي او ټينګار كوي، ترڅو چې سوله په هېواد كې ټينګه نه شي، د سرتاسري ټاكنو ترسره كېدل ناشوني دي.
ده نن په كابل كې د ټاكنيز كمپاين په غونډه كې وويل، تر راتلونكو شاوخوا درېيو اونيو به د سولې مذاكراتو پايله روښانه او لنډ مهالى حكومت جوړ شي.
حكيمي زياته كړه،...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د قطر امير شېخ تميم بن حمد ال ثاني د امريكايي او طالب استازو ترمنځ د افغانستان د سولې په مذاكراتو كې د پرمختګونو په اړه ټيليفوني خبرې كړې دي.
د راپورونو له مخې، دواړه لوري په دې ټيليفوني خبرو كې د واشنګټن او دوحې ترمنځ د ستراتېژيكو اړيكو او د سيمې او نړۍ د وروستيو بدلونونو...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د غزني ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ده يك ولسوالۍ پر مركز او كمربندي پوستو بريد وكړ، خو امنيتي ځواكونو په شا وتمباوه.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، هلته جګړې تر نن سهاره دوام درلود، چې په ترڅ كې يې ۱۰ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا،...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد ناروې د مذاكراتو په اسانولو كې نړيواله رهبره بولي او وايي، دا هېواد كولى شي د افغانستان د سولې د ترلاسه كولو په برخه كې همكاري وكړي.
هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د پنجشنبې په ورځ يې په اوسلو كې د ناروې د بهرنيو چارو له وزيرې ماري...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د لوګر د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دې ولايت د مركز پل علم په مربوطاتو كې دوه وسله وال طالبان نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، يادو طالبانو به د کابل - لوګر پر لويه لار خپلو ملګرو ته د دولتي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د تګ راتګ په اړه معلومات ورکول، چې د لوګر...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي كمېشنره ميشل باشله پر وينزويلا د امريكا پر نويو بنديزونو په نيوكې سره وايي، دا بنديزونه د دغه هېواد د ميليونونو وګړو د خفګان د زياتوالي سبب كېږي.
واشنګټن درې ورځې وړاندې د نيكولاس مادورو پر حكومت د نويو بنديزونو په لګولو سره په امريكا كې د وينزويلا د شتمنيو او مالونو د بندولو خبر وركړ.
خو مېرمن...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.
په ختيځ کې د سرحدي لېوا وياند ادريس مومند کليد ته وويل، ځواکونو يې په سپين بند سيمه كې په يوه كرولا ډوله موټر كې ځاى پر ځاى شوي شاوخوا ۲۰۰ كيلو ګرامه چرس ونيول.
د نوموړي په خبره، د يادو نشه يي توکو په تړاو يو تن...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، امنيت د نظام لپاره لومړيتوب دى او په دې اړه موجودو ګواښونو او ستونزو ته بايد جدي پاملرنه وشي.
د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې محب دا خبره د امنيتي سكټور د مشرتابه په ناسته كې وكړه.
د هغه په وينا، د دولت وسله وال مخالفين د سيمو او...
توسط hewadpal - - 18 زمری 1398
وروسته له هغې، چې د مخالف ګوند رهبر شهباز شريف د پاكستان په پارلمان كې وويل، د افغانستان سوله بايد د كشمير په بيې نه وي، اوس په كابل كې د دغه هېواد سفير زاهد نصرالله وايي، د پاكستان حكومت داسې نظر نه لري.
ده وويل، د كشمير مسئله له افغان جګړې سره هېڅ تړاو نه لري او اسلام اباد به په افغانستان كې...