slideshow, كورني خبرونه

وسله والو طالبانو لسګونه بنديان خوشې كړل

توسط - وسله والو طالبانو لسګونه بنديان خوشې كړل

وسله وال طالبان وايي، د دوى د مشر د فرمان پر بنسټ د لوى اختر په مناسبت په څلورو ولايتونو كې لسګونه بنديان خوشې شول. د طالبانو له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په اروزګان، كندوز، خوست او سرپل ولايتونو كې د دوى له زندانونو ۷۶ جنګي اسيران ازاد او خپلو كورنيو ته واستول شول. د خبرپاڼې له مخې، په...

slideshow, فوټبال

د مركزي اسيا په سياليو كې د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي شوه

توسط - د مركزي اسيا په سياليو كې د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي شوه

د افغانستان د فوټبال د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې د مركزي اسيا په سياليو كې خپله دوهمه لوبه د ازبكستان د لوبډلې په وړاندې مساوي پاى ته ورسوله. دا لوبه د شنبې په مازديګر د دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې ترسره شوه، چې په ۲-۲ پايلې سره پاى ته ورسېده. د لوبې په لومړۍ نيمايي كې ازبكستاني لوبغاړو دوه ګولونه ووهل او په دوهمه...

slideshow, كورني خبرونه

احمدزى: امريكايي ځواكونه به د كابل او واشنګټن د هوكړې له مخې له افغانستانه وځي

توسط - احمدزى: امريكايي ځواكونه به د كابل او واشنګټن د هوكړې له مخې له افغانستانه وځي

د ملي دفاع وزارت ټينګار كوي، چې له افغانستانه د امريكايي ځواكونو وتل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوكړې له مخې ترسره كېږي. سرچينو ويلي، د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د لاسليكېدو په صورت كې به پنځه زره امريكايي سرتېري په څلور نيمو مياشتو كې افغانستان پرېږدي او پاتې نور به د دوو كلونو په اوږدو له دې...

slideshow, كورني خبرونه

رحيمي: افغان ځواكونه د اختر ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره بشپړ چمتووالى لري

توسط - رحيمي: افغان ځواكونه د اختر ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره بشپړ چمتووالى لري

د كورنيو چارو وزارت وايي، د دولت وسله وال مخالفين غواړي د لوى اختر په ورځو كې د ملكي وګړو په وړاندې ګواښونه رامنځته كړي، خو د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونه د دې ګواښونو د مخنيوي لپاره بشپړ چمتووالى لري. د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي نن يوې خبري غونډې ته وويل، افغان امنيتي او دفاعي ځواكونه د اختر ورځو د امنيت د...

slideshow, كورني خبرونه

افغان حكومت په ازبكستان كې د طالب پلاوي پر هركلي نيوكه وكړه

توسط - افغان حكومت په ازبكستان كې د طالب پلاوي پر هركلي نيوكه وكړه

د بهرنيو چارو وزارت ازبكستان ته د طالب پلاوي د سفر په مهال د دغه هېواد د چارواكو له لوري د هغه د هركلي په غبرګون كې وايي، دا هركلى په افغان سولې بهير كې د اسانتياوو رامنځته كولو او همكارۍ په معنا نه دى. دې وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان حكومت د بين الافغاني مذاكراتو لپاره د...

slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار کې د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه نيول شوي

توسط - په ننګرهار کې د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه نيول شوي

په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه او نور مهمات نيولي دي. د دې ولايت د ملي امنيت رياست نن نيول شوي د ځانمرګو بريدونو واسکټونه د يوه خبري کنفرانس په مهال خبريالانو ته وښودل. د ننګرهار د ملي امنيت رئيس نظر علي واحدي وويل، د ځانمرګو بريدونو لپاره چمتو شوي دا واسکټونه له پولې پورې غاړې په پاکستان کې...

slideshow, كورني خبرونه

خليلزاد د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره پر افغان سولې بهير خبرې وكړې

توسط - خليلزاد د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره پر افغان سولې بهير خبرې وكړې

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جرمني په پايتخت برلين کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير هايكو ماس سره ليدلي دي. خليلزاد تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، ماس ته يې د افغان سولې بهير د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات وركړل او د دې بهير پر راتلونكو پړاوونو ورسره...

slideshow, كورني خبرونه

صديقي: جمهور رئيس غني ته د امريكا او طالبانو ترمنځ د هوكړه ليك متن نه دى رسېدلى

توسط - صديقي: جمهور رئيس غني ته د امريكا او طالبانو ترمنځ د هوكړه ليك متن نه دى رسېدلى

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د امريكا او طالبانو ترمنځ د هوكړه ليك متن نه دى ترلاسه كړى. تېره ورځ ځينو باوري سرچينو ويلي وو، چې د امريكا او طالبانو د سولې د هوكړه ليك متن جمهوري رياست ته رسېدلى او ټاكل شوې دا هوكړه ليك د لوى اختر په درېيمه يا څلورمه ورځ لاسليك شي. خو صديقي...

slideshow, كورني خبرونه

په كاپيسا كې يو موټربم له منځه يووړل شو

توسط - په كاپيسا كې يو موټربم له منځه يووړل شو

د ملي دفاع وزارت په كاپيسا كې د يوه موټربم د له منځه وړلو خبر وركوي. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا سراچه ډوله موټر د ترهګرو لخوا د تروريستي بريد د ترسره كولو په هدف چمتو شوى و. د سرچينې په خبره، له چاودېدونكو توكو ډك ياد موټر تېره شپه د هوايي بريد په ترڅ كې د كاپيسا په نجراب...

slideshow, فوټبال

د مركزي اسيا په سياليو كې د افغانستان او تركمنستان ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي شوه

توسط - د مركزي اسيا په سياليو كې د افغانستان او تركمنستان ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي شوه

د افغانستان د فوټبال د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې د مركزي اسيا په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د تركمنستان د لوبډلې په وړاندې مساوي پاى ته ورسوله. دا لوبه د جمعې په مازديګر د دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې ترسره شوه، چې په ۲-۲ پايلې سره پاى ته ورسېده. د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو سيالۍ د تاجكستان په كوربه توب تېره ورځ...