توسط hewadpal -
د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت اعلان كړى، چې ښايي د دې هېواد چارواكي د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره په فارس خليج كې د كړكېچ په تړاو وغږېږي.
ټاكل شوې ظريف د راتلونكې دوشنبې په ورځ هلسينكي ته لاړ شي او د فنلنډ د بهرنيو چارو له وزير پكا هاويسټو او د دغه هېواد له جمهور رئيس ساولي...
توسط hewadpal -
د بلخ د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين په دغه ولايت كې د خټكيو د حاصلاتو زياتېدو خبر وركوي.
دوى وايي، سږ كال هلته د خټكيو حاصلات د تېرو كلونو په پرتله شاوخوا ۲۵ فيصده زيات شوي دي.
د بلخ د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د كرنې د ترويج مدير سيد احمد ساعدي كليد ته وويل، بزګرانو سږ كال په دې...
توسط hewadpal -
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د روان ميلادي كال له پيله تر دې دمه څه باندې ۲۱۷ زره كسان په افغانستان كې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.
د اوچا موندنې ښيي، چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې وسله والې نښتې د خلکو د بې ځايه کېدو عمده...
توسط hewadpal -
د ملي دفاع وزارت وايي، د لوګر د مركز پل علم په مربوطاتو كې د دوهم نمبر لويې لارې په اوږدو كې د كومانډو سرتېرو په مشرۍ د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو د ځانګړو عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو د عملياتو مسوول مولوي قدرت الله وژل شوى دى.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، مولوي قدرت الله په لوګر...
توسط hewadpal -
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې ملكي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله په جدي توګه څېړل كېږي.
د ملي امنيت شورا له دفتره تېر ماښام په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، محب په كابل كې د ملګرو ملتونو له استازي تاداميچي ياماموتو سره په ليدنه كې وويل، د يادو څېړنو موندنې به ژر له خلكو سره شريکې...
توسط hewadpal -
اسراييلي ځواكونو څلور فلسطينيان، چې غوښتل يې د اسراييل خاورې ته داخل شي، په غزې تړانګه كې ووژل.
اسراييلۍ اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دې څلورو تنو، چې په وسلو سمبال وو، د شنبې په ورځ هڅه كوله د غزې تړانګې له پولې تېر شي، خو د اسراييل د ګزمې ځواكونو له لوري ودرول شول.
د سرچينې په وينا، وروسته له هغې،...
توسط hewadpal -
د اختر لمونځ نن د هرات په مركز او ولسواليو كې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې ترسره شو.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، د اختر په ورځو كې د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو د مخنيوي په هدف د پوليسو او نورو امنيتي ځواكونو لخوا سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
هغه د اختر په...
توسط hewadpal -
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب هيله څرګندوي، چې راتلونكى اختر د روان لمريز كال له اختر سره په توپير په هېواد كې د سولې او ارامۍ په فضا كې ونمانځل شي.
نوموړي د لوى اختر د مباركۍ په مناسبت په خپل پيغام كې وويل، حكومت هڅه كوي، چې په هېواد كې د سولې او امنيت د ټينګښت په برخه كې ګټور كارونه ترسره...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو راتلونكې په نورو هېوادونو كې نه، بلكې په افغانستان كې ټاكل كېږي.
هغه نن په ارګ كې د اختر لمانځه تر ادا كولو وروسته په هېواد كې پر يووالي په ټينګار سره وويل، سوله سمتي، قومي او ګوندي نه ده، بلكې په هر افغان پورې تړلې ده.
جمهور رئيس غني د دې په څرګندولو سره، چې سوله...
توسط hewadpal -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هيله څرګندوي، چې سولې ته د لاسرسي لپاره رامنځته شوى فرصت د ځينو سياسيونو د شخصي او سليقوي غرضونو او تنګ نظرۍ او همدارنګه د وسله والو طالبانو د لجاجت له كبله له لاسه ونه وځي.
نوموړي د لوى اختر د مباركۍ په مناسبت په خپل پيغام كې ويلي، افغانان د جګړې د ختمېدو او سولې...