slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د عامو خلكو د ډلوژنې پر غچ اخيستنې ټينګار وكړ

توسط - جمهور رئيس غني د عامو خلكو د ډلوژنې پر غچ اخيستنې ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د هېواد د خپلواكۍ ۱۰۰مه كليزه نن سهار په ملي دفاع وزارت كې د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځله. هغه وروسته په دارالامان ماڼۍ كې د وينا په مهال وويل، ټاكل شوې وه دغه ورځ په دې ماڼۍ كې په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي، خو په كابل ښار كې د واده پر مراسمو...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

په پاكستان كې چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په پاكستان كې چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بر دير سيمه كې چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه كې شپږ تنه وژل شوي او د درېيو پوليسو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپيان دي. سيمه ييزو چارواكو رسنيو ته ويلي، چاودنه هغه مهال وشوه، كله چې د ملكي وګړو يو موټر د سړك غاړې پر ماين وخوت. ويل...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: له طالبانو سره بايد د يوې ډلې په توګه چلند وشي

توسط - جمهور رئيس غني: له طالبانو سره بايد د يوې ډلې په توګه چلند وشي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره بايد د يوې ډلې په توګه چلند وشي او بايد ورته د مشروع دولت په سترګه ونه كتل شي. نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د افغانستان او پاکستان لپاره د چين له ځانګړي استازي دينګ شيجون سره د ليدنې په مهال وكړه. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې...

slideshow, اقتصاد, سوداګري

له ننګرهاره پاکستان ته ۱۰ زره ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره صادر شول

توسط - له ننګرهاره پاکستان ته ۱۰ زره ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره صادر شول

د ننګرهار ګمرک له لوري زرګونه ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شول. د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل وايي، دا صادرات يې د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت له ياد هېواد سره د ښه نيت ښودلو په خاطر وكړل. د ده په وينا، صادر شوي شوکاڼي او د ډبرو سکاره ۱۰ زره ټنه دي. سوداګر وايي، د دې...

slideshow, كورني خبرونه

صديقي: د ټرمپ د غونډې جزيات به ډېر ژر له افغان حكومت سره په رسمي توګه شريك شي

توسط - صديقي: د ټرمپ د غونډې جزيات به ډېر ژر له افغان حكومت سره په رسمي توګه شريك شي

د ملي يووالي حكومت وايي، له خپلو لوړپوړو چارواكو سره له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك په اړه د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د غونډې جزيات به ډېر ژر په رسمي توګه ورسره شريك شي. د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن مازديګر يوې خبري غونډې ته وويل، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي...

slideshow, كورني خبرونه

د افغان ښځو شبكې د سولې په مذاكراتو كې د ابهامونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده

توسط - د افغان ښځو شبكې د سولې په مذاكراتو كې د ابهامونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده

د افغان ښځو شبكه د سولې په مذاكراتو كې د ابهامونو د شتون او د روڼتيا د نه شتون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټينګار كوي، چې افغان ښځې بايد د دغو مذاكراتو په جريان كې واوسي. د يادې شبكې په اعلاميه كې، چې نن په يوه خبري غونډه كې له رسنيو سره شريكه شوه راغلي، د سولې په مذاكراتو كې د...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

په اوكراين كې اورلګېدنې اته تنه ووژل

توسط - په اوكراين كې اورلګېدنې اته تنه ووژل

د اوكراين په يوه هوټل كې د اورلګېدنې له كبله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه كې اته تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. د اوكراين د بېړنيو خدمتونو ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا پېښه نن سهار وختي رامنځته شوې ده. په خبرپاڼه كې د اورلګېدنې د علت او د پېښې...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په بلخ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۰۹ شاهين قول اردو په بلخ كې ۴۱ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي. د دغې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د جمعې په مازديګر د دولت اباد او شولګرې ولسواليو په مربوطاتو كې د افغان ځواكونو په هوايي بريد او نښته كې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ۳۴ طالبان وژل شوي او اووه تنه...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات ښار كې د ښار پاكولو عمومي حشر ترسره شو

توسط - په هرات ښار كې د ښار پاكولو عمومي حشر ترسره شو

د هرات ښاروالۍ د هېواد د خپلواكۍ د ۱۰۰مې كليزې په مناسبت د ښار پاكولو عمومي حشر ترسره كړ. د يادې ادارې وياند غلام رسول عظيمي د دغه كار هدف د هرات ښار د ټولو ناحيو پاكول وښودل. هغه كليد ته وويل، دا حشر نن د هرات ښاروالۍ د كاركوونكو لخوا د دې ولايت د والي عبدالقيوم رحيمي په حضور كې ترسره شو. عظيمي له خلكو...

slideshow, كورني خبرونه

ټرمپ له خپلو لوړپوړو چارواكو سره بېګانۍ غونډه ښه وبلله

توسط - ټرمپ له خپلو لوړپوړو چارواكو سره بېګانۍ غونډه ښه وبلله

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تېره شپه له خپلو لوړپوړو چارواكو سره له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك په اړه بحث وكړ. سپينې ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې غونډه كې د امريكا مرستيال جمهور رئيس مايك پنس، د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو، د ملي امنيت سلاكار جان بولټن، د لوى درستيزانو د كمېټې مشر جنرال...