توسط hewadpal -
امنيتي ځواكونو په پروان كې له وسله والو طالبانو سره د اړيكو لرلو په تور نهه تنه نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان د ملي پوليسو د ځانګړو ځواكونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې سرتېرو په ګډو عملياتو كې په بګرام ولسوالۍ كې ونيول شول.
د سرچينې په خبره، عمليات كوونكو ځواكونو...
توسط hewadpal -
د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او نهه تنه نور يې ټپيان كړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار د خوږياڼو ولسوالۍ بازار ته نېږدې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې ده.
نوموړي د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازک...
توسط hewadpal -
ټاكل شوې راتلونكې ميلادي مياشت په انقرې ښار كې د سوريې د بحران د پاى ته رسولو لپاره يوې سياسي حل لارې ته د لاسرسي په هدف د تركيې، روسيې او ايران د مشرانو پنځمه درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
د تركيې د جمهوري رياست وياند ابراهيم كالين وايي، دا غونډه د سپټمبر مياشتې په ۱۶مه نېټه جوړېږي.
په همدې حال كې هغه پر ادليب...
توسط hewadpal -
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ پر غازي اباد امنيتي پوستې ډله ييز بريد كړى، چې د رامنځته شوې جګړې په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي او...
توسط hewadpal -
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب له ګاونډيو هېوادونو غواړي، چې لانجو ته دې لار نه هواروي او د دولتونو ترمنځ د اړيكو د اصولو پر بنسټ دې چلند وكړي.
د ملي امنيت د شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب د امنيتي سكټور د رهبرۍ په ناسته كې له ټولو امنيتي او نورو اړوندو ادارو وغوښتل، چې په...
توسط hewadpal -
په كابل كې د بريتانيا سفيره اليسن بلېك وايي، هېواد يې په افغانستان كې د رڼو او باوري ټاكنو د ترسره كېدو او د افغان سولې لپاره د هڅو ملاتړ كوي.
هغې دا خبره تېر ماښام په سپېدار ماڼۍ كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړه.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، مېرمن بلېك وويل،...
توسط hewadpal -
په خوست كې بمي چاودنې او ځانمرګي بريد يو تن وژلى او ۱۰ نور يې ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر وايي، تېر مازديګر نېږدې شپږ بجې د خوست ښار په حمام مارکېټ کې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دى زياتوي، تراوسه د دې چاودنې هدف معلوم نه دى، خو...
توسط hewadpal -
د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۱۰۰مې کليزې په وياړ نن د كابل په نړيوال لوبغالي كې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو د كركټ لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ جام ۲۰ اوريزه لوبه ترسره شوه، چې د افغان ځوانانو لوبډلې وګټله.
د لوبې پچه د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
د افغان ځوانانو لوبډلې په...
توسط hewadpal -
د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېركل له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په اړه پر خبرو ټينګار كوي او وايي، د مذاكراتو تر وروستۍ ورځې هڅه كوي، چې حل لارې ترلاسه شي.
د هغې په وينا، ټاكل شوې د راتلونكې چهار شنبې په ورځ له خپل بريتانوي سيال بوريس جانسن سره له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په تړاو وغږېږي.
مېركل زياتوي، جرمني...
توسط hewadpal -
په ننګرهار كې نن ۱۰ ماين چاودنو لسګونه ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، دا چاودنې په خوږياڼو ولسوالۍ او مركز جلال اباد ښار كې وشوې.
د سرچينې په وينا، درې چاودنې زيان نه لري او د اوو چاودنو له كبله د ماشومانو په ګډون ۵۲ تنه ټپيان شوي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رياست...