slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې د ولسي پاڅون كوونكو يو قوماندان ووژل شو

توسط - په هرات كې د ولسي پاڅون كوونكو يو قوماندان ووژل شو

وسله والو طالبانو د هرات په فرسي ولسوالۍ كې د سيد كمال سادات په نوم د ولسي پاڅون كوونكو يو قوماندان له خپلو دوو زامنو سره يو ځاى وژلى دى. د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه په يادې ولسوالۍ كې د دې قوماندان پر كور بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د سادات دوه ساتونكي...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ظريف د فرانسې له جمهور رئيس سره خپله ليدنه ګټوره وبلله

توسط - ظريف د فرانسې له جمهور رئيس سره خپله ليدنه ګټوره وبلله

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د تهران د ۲۰۱۵م ميلادي كال د اټومي هوكړې د ژغورلو لپاره په پاريس كې د فرانسې له جمهور رئيس ايمانوېل مكرون سره خپلې پرونۍ خبرې ګټورې وبللې. د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، ظريف له مكرون سره تر ليدنې وروسته وويل، ايران او فرانسې د يادې هوكړې د عملي كولو د څرنګوالي په...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

اردوغان د راتلونكې سې شنبې په ورځ روسيې ته سفر كوي

توسط - اردوغان د راتلونكې سې شنبې په ورځ روسيې ته سفر كوي

ټاكل شوې د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د راتلونكې سې شنبې په ورځ مسكو ته لاړ شي او هلته له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره وګوري. د تركيې د جمهوري رياست دفتر پرون وروسته له هغې د دې سفر پلان اعلان كړ، چې اردوغان او پوتين ټيليفوني خبرې وكړې او د سوريې په شمال لوېديځ كې پر بدلونونو وغږېدل. د تركيې جمهور...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

شمالي كوريا نن دوه توغندي وتوغول

توسط - شمالي كوريا نن دوه توغندي وتوغول

راپورونه وايي، شمالي كوريا نن خپل دوه لنډ واټن ويشتونكي باليسټيك توغندي وازمويل. دا توغندويي ازموينه له جنوبي كوريا او جاپان سره د شمالي كوريا د كړكېچ زياتېدو سبب شوې ده. د جاپان د ساحلي ګارد سرتېرو وويل، د شمالي كوريا له لوري يې د يوه شكمن باليسټيك توغندي ازموينه پېژندلې ده. د جنوبي كوريا اردو بيا ويلي، چې پيونګيانګ دوه توغندي خپلو ختيځو سواحلو ته...

slideshow, كورني خبرونه

سرچينې: د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك په نېږدې راتلونكې كې لاسليكېږي

توسط - سرچينې: د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك په نېږدې راتلونكې كې لاسليكېږي

امريكايي او طالب سرچينې وايي، د دواړو خواوو ترمنځ پر ډېرى مواردو هوكړه شوې او په نېږدې راتلونكې كې به د سولې هوكړه ليك لاسليك شي. د امريكا او طالبانو استازي د قطر په پايتخت دوحه كې د سولې نهم پړاو مذاكرات مخته وړي او پر جزياتو يې بحث دوام لري. په همدې حال كې سرچينو ويلي، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې...

slideshow, كورني خبرونه

په هلمند كې له ۱۳۰ زرو زيات كسان په نشه يي توكو روږدي دي

توسط - په هلمند كې له ۱۳۰ زرو زيات كسان په نشه يي توكو روږدي دي

په هلمند كې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۳۰ زرو زيات كسان په نشه يي توكو روږدي دي، چې ځايي اوسېدونكي ترې تر پوزې راغلي او وايي، د هغوى شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال كې دى. دوى زياتوي، اړوند ادارو د معتادينو د شمېر كمولو لپاره هېڅ كار نه دى كړى. د هلمند روغتيايي چارواكي بيا د دې كار پړه...

slideshow, كورني خبرونه

افغان حكومت د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو مذاكراتو ته هيله من دى

توسط - افغان حكومت د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو مذاكراتو ته هيله من دى

د سولې په چارو كې د دولت وزارت هيله څرګندوي، چې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو د بين الافغاني خبرو زمينه برابره كړي. ياد پړاو مذاكرات د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته پيل شول، چې د سرچينو په وينا، په افغانستان كې د امريكا استخباراتي حضور يې د بحث له عمده مواردو...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې ټرافيكي پېښې نهه تنه ټپيان كړل

توسط - په هرات كې ټرافيكي پېښې نهه تنه ټپيان كړل

د هرات په انجيل ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې د اوو ښځو په ګډون نهه تنه ټپيان كړل. نن سهار هلته يو بس موټر له سړكه وتلى او چپه شوى دى. د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي كليد ته وويل، د دوو نارينه ټپيانو درملنه د ټرافيكي پېښې په ځاى كې شوې او اووه ټپي ښځې، چې روغتيايي حالت يې ښه دى، د...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې ۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په بلخ كې ۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په بلخ كې د نښتې او هوايي بريدونو په پايله كې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، تېره شپه د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د نښتې په ترڅ كې پنځه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي. د ده په وينا، په...

slideshow, كورني خبرونه

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو پيل شو

توسط - د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو پيل شو

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې پيل شو. طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې په دغه پړاو مذاكراتو كې د طالبانو د مركچي پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانكزى او د امريكايي ټيم مشري د افغانستان د سولې لپاره د...