slideshow, كورني خبرونه

په ننګرهار کې اووه داعش وسله وال ووژل شول

توسط - په ننګرهار کې اووه داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي د دغه ولايت په پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو کې د اوو داعش وسله والو د وژل کېدو او نهو تنو نورو د نيول کېدو خبر ورکوي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، تېره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د پچيراګام ولسوالۍ په سليمان خېلو تنګي سيمه کې عمليات ترسره كړي، چې په مهال يې شپږ...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د ترکيې او يونان ترمنځ پر ګډه پوله شپږ ناقانونه كډوال وژل شوي

توسط - د ترکيې او يونان ترمنځ پر ګډه پوله شپږ ناقانونه كډوال وژل شوي

راپورونه وايي، تېره شپه د يونان او ترکيې ترمنځ پر ګډه پوله شپږ غيرې قانوني کډوال وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، دوو انساني قاچاقبرانو، چې په يوه موټر كې يې ناقانونه كډوال سپاره كړي وو، غوښتل د يونان او ترکيې ترمنځ پر پوله له پوليسو وتښتي. پوليسو پر ياد موټر له ټرافيکي قوانينو او اشارو د سرغړونې له کبله ډزې كړي، چې په...

slideshow, كورني خبرونه

شاهين: په دوحه كې به د سولې خبرې نن هم دوام ولري

توسط - شاهين: په دوحه كې به د سولې خبرې نن هم دوام ولري

په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، له امريكايي پلاوي سره به يې د سولې خبرې نن هم دوام ولري او دواړه لوري هڅه كوي، چې د سولې هوكړه ليك وروستي ټكي نهايي كړي. نوموړي تېره ورځ رسنيو ته وويل، دا مهال دواړه خواوې د سولې هوکړه ليک د پلي کېدو پر څرنګوالي غږېږي. هڅه کېږي، چې د امريكا او...

slideshow, كورني خبرونه

ټرمپ: له افغانستانه د وتلو لپاره مهالوېش نه لرو

توسط - ټرمپ: له افغانستانه د وتلو لپاره مهالوېش نه لرو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، اوسمهال له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش موجود نه دى. هغه د دوشنبې په ورځ په فرانسه كې د جي اووه هېوادونو د غونډې په څنډه كې له خبريالانو سره د خبرو په مهال په قطر كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو مذاكراتو ته په اشارې وويل، له افغانستانه...

slideshow, كورني خبرونه

د اسلامي همکاريو سازمان له افغان حكومت سره خبرو ته د طالبانو پر حاضرېدو ټينګار وكړ

توسط - د اسلامي همکاريو سازمان له افغان حكومت سره خبرو ته د طالبانو پر حاضرېدو ټينګار وكړ

د اسلامي همکاريو سازمان سکرتر جنرال يوسف بن احمدالعثيمين نن د سعودي عربستان په جدې ښار كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال له طالبانو وغوښتل، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، يوسف د سولې له بين الافغاني مذاکراتو او د افغانستان له...

slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې د كاغذي تذكرو د تاييدۍ نوى مركز پرانيستل شو

توسط - په كابل ښار كې د كاغذي تذكرو د تاييدۍ نوى مركز پرانيستل شو

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د خپلو خدمتونو په بهير كې د روڼتيا او ډېرو اسانتياوو رامنځته كولو په هدف نن د كابل ښار په درېيمه ناحيه كې د كاغذي تذكرو د تاييدۍ نوى مركز پرانيسته. د يادې ادارې عمومي رئيس احمد جاوېد رسولي خبريالانو ته وويل، چې د دغه مركز په جوړېدو سره د كاغذي تذكرو د تاييدولو بهير ساده شوى او...

slideshow, كورني خبرونه

په کندهار كې ټرافيكي پېښې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - په کندهار كې ټرافيكي پېښې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې له هلمنده کندهار ښار ته تلونکى يو سراچه ډوله موټر د کندهار په ميوند ولسوالۍ كې له سړکه وتلى او چپه شوى دى. بارکزي زياته كړه،...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني سعودي عربستان ته لاړ

توسط - جمهور رئيس غني سعودي عربستان ته لاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن ماسپښين په دوه ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته لاړ. د جمهوري رياست مرستيالې وياندې درانۍ وزيري كليد ته وويل، جمهور رئيس غني به سعودي عربستان ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او يو شمېر نورو چارواکو سره جلا ليدنې ولري. د نوموړې په...

slideshow, كورني خبرونه

په بلخ كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په بلخ كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلخ په چمتال او چهاربولك ولسواليو كې د نښتو په ترڅ كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د چمتال ولسوالۍ په اسياب خان او اسياب ګرګ كليو كې نښتې د جمعې په مازديګر پيل شوې او تر ماښامه يې دوام درلود. د نوموړي په خبره، په دغو نښتو...

slideshow, كورني خبرونه

په بغلان كې درې وسله وال غله نيول شوي

توسط - په بغلان كې درې وسله وال غله نيول شوي

د بغلان امنيتي مسوولين په دې ولايت كې د درېيو وسله والو غلو د نيولو او د ۱۵ ميله بېلابېل ډوله وسلو د ترلاسه كولو خبر وركوي. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت نن وويل، پوليسو په نهرين ولسوالۍ كې څلور وسله وال غله، چې د لارې په اوږدو كې يې د مسافرو مالونه غلا كول، په نښه كړل، چې په...