slideshow, كورني خبرونه

په كابل ښار كې ځانمرګي بريد څلور ملكي وګړي ټپيان كړل

توسط - په كابل ښار كې ځانمرګي بريد څلور ملكي وګړي ټپيان كړل

د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ځانمرګي بريد څلور ملكي وګړي ټپيان كړل. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، يوه ځانمرګي بريد كوونكي تېره ورځ مازديګر ناوخته شاوخوا شپږ بجې او ۲۰ دقيقې د تايمني پروژې پر دوهم سړك خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه. د هغه په وينا، په دې پېښه كې د درېيو ښځو په...

slideshow, كورني خبرونه

په افغانستان كې يو امريكايي سرتېرى وژل شوى

توسط - په افغانستان كې يو امريكايي سرتېرى وژل شوى

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي، په افغانستان كې يې د پوځي عملياتو په مهال يو امريكايي سرتېرى وژل شوى دى. د دغه ماموريت په خبرپاڼه كې د پېښې د كره ځاى او وخت په تړاو معلومات نه دي وركړل شوي، خو ويل شوي، چې ياد امريكايي سرتېرى د تېرې پنجشنبې په ورځ د پوځي عملياتو په ترڅ كې ووژل شو. په دې سره...

slideshow, كورني خبرونه

ولايتونو ته د حساسو ټاكنيزو موادو د لېږد لړۍ پيل شوه

توسط - ولايتونو ته د حساسو ټاكنيزو موادو د لېږد لړۍ پيل شوه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن په كابل كې له خپل مركزي دفتره ولايتونو ته د حساسو ټاكنيزو موادو د لېږد لړۍ پيل كړه. د دغه كمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب ‌الرحمن ننګ خبريالانو ته وويل، له كابله به يې ولايتي څانګو ته د حساسو ټاكنيزو موادو د لېږد لړۍ د روانې وږي مياشتې په ۲۰مه نېټه بشپړه شي. د هغه په خبره، د وږي له...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

د اوكراين لپاره نوى او ځوان لومړى وزير وټاكل شو

توسط - د اوكراين لپاره نوى او ځوان لومړى وزير وټاكل شو

د اوكراين پارلمان اولېكسي هونچاروك د دغه هېواد د نوي او ځوان لومړي وزير په توګه وټاكه. نوموړي، چې ۳۵ كلن دى، د اوكراين د تېرې جولاى مياشتې د ۲۱مې نېټې تر پارلماني ټاكنو وروسته د دې هېواد د نوي پارلمان په لومړۍ غونډه كې د باور رايه ترلاسه كړه. د اوكراين د پارلمان د ۴۵۰ غړو له منځه ۲۹۰ تنو يې پرون هونچاروك ته...

slideshow, كورني خبرونه

په دايكندي كې د ټرافيكي پېښې له كبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په دايكندي كې د ټرافيكي پېښې له كبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دايكندي په خدير ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دغه ولايت د والي ويانده سكينه احساني وايي، يو فلاينكوچ ډوله موټر، چې د باميان له بند اميره د خدير ولسوالۍ كالو كلي ته بېرته ستنېده، د پنجشنبې په مازديګر د دې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د موټر چلوونكي د بې احتياطۍ له كبله له سړكه وتلى او چپه...

slideshow, كورني خبرونه

وسله والو طالبانو د تخار پر چاه اب ولسوالۍ بريد كړى

توسط - وسله والو طالبانو د تخار پر چاه اب ولسوالۍ بريد كړى

د تخار ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت پر چاه اب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو. د تخار د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، دمګړۍ د چاه اب ولسوالۍ د بازار په شاوخوا كې جګړه دوام لري او مرستندويه سرتېري دغې ولسوالۍ ته لېږل شوي دي. د هغه په وينا، د طالبانو د هاوان په بريدونو كې...

slideshow, كورني خبرونه

په هرات كې د اتو بېوزلو جوړو ډله ييز واده وشو

توسط - په هرات كې د اتو بېوزلو جوړو ډله ييز واده وشو

په هرات كې د اتو هغو جوړو، چې د واده د لګښت توان يې نه درلود، په ډله ييزه توګه د واده مراسم ترسره شول. دا كار د يو شمېر هراتي ځوانانو په نوښت د واده د اسانولو او د لوړ لګښت د مخنيوي په هدف وشو. د يادو مراسمو د جوړوونكو له ډلې سيد عبدالله ناياب وايي، د واده لوړ لګښت سبب شوى، چې...

slideshow, كورني خبرونه

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته هم په افغانستان كې خپل سرتېري ساتو

توسط - ټرمپ: له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته هم په افغانستان كې خپل سرتېري ساتو

په داسې حال كې، چې طالبان د بهرنيو ځواكونو وتل د سولې هوكړې لپاره بنسټيز شرط بولي، د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد به يې په افغانستان كې خپل سرتېري وساتي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ له فاكس نيوز راډيو سره په مركه كې ويلي، چې له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته به هم امريكايي ځواكونه په افغانستان كې پاتې...

slideshow, كورني خبرونه

په فارياب كې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - په فارياب كې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ملي دفاع وزارت په فارياب كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې د يوه ډلمشر په ګډون ۱۲ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي. دغه وزارت تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونو په قرغان ولسوالۍ كې ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې طالب ډلمشر ملا رسول خنجري...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د امنيت پر ټينګښت ټينګار وكړ

توسط - جمهور رئيس غني د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د امنيت پر ټينګښت ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ده په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه كې، چې تېر مازديګر په ارګ كې جوړه شوې وه، د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د امنيت پر ټينګښت ټينګار وكړ. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ياده غونډه كې د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو لپاره...