توسط hewadpal -
د امريكا د پارلمان يو غړى په كابل ښار كې د وسله والو طالبانو وروستيو بريدونو ته په اشارې وايي، دا ډله په افغانستان كې د سولې ټينګېدو ته لېواله نه ده.
د جمهوري غوښتونګي ګوند غړي او د فلوريډا ايالت استازي مايكل والټز د پنجشنبې په ورځ په يوه مركه كې ويلي، طالبانو هېڅ داسې اقدام نه دى ښودلى، چې په افغانستان كې...
توسط hewadpal -
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نړيوال او اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د قطر د لوبډلې په وړاندې وبايلله.
دا لوبه تېره شپه په قطر كې ترسره شوه او كوربه هېواد وتوانېد، چې افغانستان ته په شپږ – صفر پايلې سره ماتې وركړي.
المعز علي درې او حسن، عبدالكريم او بوعالم هر يوه د قطر د فوټبال ملي...
توسط hewadpal -
د كورنيو چارو وزارت وايي، د ميدان وردګ لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان عاصم تېر مازديګر د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د روانو تصفيوي عملياتو په ترڅ كې وژل شوى دى.
د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې په نرخ ولسوالۍ كې له څو ورځو راهيسې د افغان ځواكونو تصفيوي...
توسط hewadpal -
په كندوز كې ځانمرګي بريد د ملكي وګړو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې يوه ځانمرګي بريد كوونكي د كندوز د لويې لارې ټولي ته نېږدې خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه كې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او د څلورو...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال نن د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره د متحدو ايالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسليكېدونكي هوكړه ليك جزيات شريك كړي دي.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي يوې خبري غونډې ته وويل، افغان حكومت به د يادو جزياتو له...
توسط hewadpal -
په پروان كې د سختو بارانونو له كبله راوتلو سېلابونو خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د دغه ولايت د والي ويانده وحيده شهكار وايي، يادو سېلابونو هلته يوه اندازه كرنيزې ځمكې او يو شمېر كورونه زيانمن كړي او په ترڅ كې يې د سالنګ په سيمه كې د كابل – شمال لويه لار د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
هغې كليد ته...
توسط hewadpal -
د پكتيا په مركز ګردېز ښار كې نن غرمه يو ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شو.
د دې ولايت د والي وياند عبدالله حسرت كليد ته وويل، دا ځانمرګى بريد كوونكى د پوليسو له لوري د ګردېز ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې پكتيا پوهنتون او حوزوي روغتون ته څېرمه په ډزو ويشتل شوى دى.
نوموړي زياته كړه، د...
توسط hewadpal -
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او ورسره مل پلاوى به مسكو ته د خپل سفر په مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ له روسي چارواكو سره د افغانستان په اړه هم وغږېږي.
ظريف تېره شپه مسكو ته له رسېدو وروسته خبريالانو ته وويل، اړتيا ده، چې د دواړو هېوادونو چارواكي د جدي بدلونونو په تړاو، چې په افغانستان كې روان دي،...
توسط hewadpal -
د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې د دولت د وسله والو مخالفينو د كمين په ترڅ كې نهو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا سرتېري تېره شپه ناوخته د ګزمې په مهال په خونيان سيمه كې د دولت د وسله والو مخالفينو له كمين سره مخ شول.
ده زياته كړه،...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته راغلى او تېره شپه يې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ليدلي دي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې د جمهوري رياست د وياند صديق صديقي له قوله راپور خپور كړى، چې دا ليدنه په ارګ كې ترسره شوه او په كې خليلزاد د طالبانو له استازو سره د...