توسط hewadpal -
د تركيې د خلكو د جمهوري غوښتونكي ګوند د استانبول څانګې مشره کنان کفتانچي اوغلو د دغه هېواد حكومت ته د سپكاوي په تور په نهه كاله او اته مياشتې بند محكومه شوې ده.
نوموړې تورنه ده، چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ ميلادي كلونو ترمنځ يې په څو ټويټونو كې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان او د تركيې د حكومت نورو چارواكو ته سپكاوى...
توسط hewadpal -
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، په يوه كال كې په هېواد كې د ترهګريزو پېښو او وسله والو جګړو له كبله ۱۶۶۲۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد وزارت د غيرې مترقبه پېښو رئيس مير ليث مصطفى ويلي، چې د ۲۰۱۸م ميلادي كال د سپټمبر مياشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۹م كال تر ورته نېټې پورې په هېواد كې د...
توسط hewadpal -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته تر سفر وروسته بېرته د قطر پايتخت دوحې ته تللى او له طالب استازو سره يې خبرې كړې دي.
په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې د جمعې د سهار تر دوه نيمو بجو پورې يې له...
توسط hewadpal -
د جمهوري رياست ټاكنو كانديد محمد ابراهيم الكوزى وايي، هغه سوله نه مني، چې له جزياتو يې خبر نه وي.
نوموړي نن په يوه غونډه كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك مسوده د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو له شورا سره شريكه كړي.
الكوزي...
توسط hewadpal -
د ملي امنيت عمومي رياست ځانګړو ځواكونو په فراه كې د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي.
دغه رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات په بكوا ولسوالۍ كې د طالبانو پر يوه زندان ترسره شول، چې په ترڅ كې يې د پنځو پوليسو په ګډون ۱۳ تنه له دې زندانه...
توسط hewadpal -
د هرات د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين په دې ولايت كې د انځرو د حاصلاتو زياتېدو خبر وركوي.
د ياد رياست د كرنيزو چارو آمر بشير احمد احمدي كليد ته وويل، په هرات كې پر شاوخوا ۳۳۰ هكټاره ځمكې د انځرو باغونه موجود دي.
د هغه په وينا، له دغو باغونو سږ كال ۶۲۰۰ مټريك ټنه انځر ترلاسه شوي، چې د تېر...
توسط hewadpal -
د سوډان د انتقالي حكومت لومړي وزير عبدالله حمدوك د دغه هېواد د كابينې ۱۸ غړي معرفي كړل.
په سوډان كې د مخالفينو د ايتلاف او اردو د هوكړې له مخې، انتقالي حكومت به د درېيو كلونو لپاره واك په لاس كې ولري او وروسته به هلته د جمهوري رياست ټاكنې ترسره شي.
حمدوك پرون د انتقالي حكومت د كابينې د ۱۸ وزيرانو نومونه اعلان...
توسط hewadpal -
د لويې څارنوالۍ له لوري د جلال اباد ښار د وړمې شپې پېښې د څېړلو په هدف، چې په كې څلور وروڼه وژل شوي، ټاكل شوى پلاوى نن سهار ننګرهار ته ورسېد.
د دې ادارې وياند جمشېد رسولي كليد ته وويل، ياد پلاوى به د دغې پېښې څرنګوالى وڅېړي.
هغه زياته كړه، كه چا هلته سرغړونه كړې وي او يا يې د قانون خلاف عمل...
توسط hewadpal -
د هلمند امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو په ضد د مبارزې مديريت كار كوونكو د كوكنارو ۱۱۸ ټنه تخم نيولى دى.
د يادې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه تخم د اوپراتيفي او کشفي راپور پر بنسټ په نهر سراج ولسوالۍ کې نيول شوى دى.
د سرچينې په خبره، د كوكنارو د دې تخم په...
توسط hewadpal -
د فراه امنيتي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو نن سهار له څو خواوو د دغه ولايت پر مركز بريد كړى او هلته جګړه اوس هم دوام لري.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، د فراه ښار په څنډو كې څو كلي طالبانو نيولي او دمګړۍ جګړه په باغ پل سيمه كې روانه ده او طالبان د شاتګ په...