توسط hewadpal -
۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په بلخ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې قول اردو څخه نن د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د شولګرې ولسوالۍ په سياه اب او د چمتال ولسوالۍ په ارزنكار كليو كې د جګړې او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور...
توسط hewadpal -
د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د چسپكي ماينونو چاودنو پنځه ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د شهيدانو چوک ته څېرمه د ملکي کسانو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه، چې په ترڅ كې يې درې تنه ټپيان شول.
بلخوا...
توسط hewadpal -
په كونړ كې د افغان ځواكونو د عملياتو په مهال درېيو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره کړي دي.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو كې د قاري سليمان په نوم يو طالب...
توسط hewadpal -
په ننګرهار کې د ۳۶ ماينونو او ۲۱ کيلو ګرامه چاودېدونکو توكو په نيولو او له منځه وړلو سره د خونړيو پېښو مخه ونيول شوه.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ په کمبو خروټي سيمه کې د ملي امنيت منسوبينو د وسله والو طالبانو له يوه پټنځای څخه ۳۶ ماينونه او ۲۱ کيلو...
توسط hewadpal -
د فرانسې د روغتيا وزارت په دغه هېواد كې د سختې ګرمۍ له كبله د سلګونو كسانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د فرانسې د روغتيا وزيرې اګنېس بوزېن د يكشنبې په ورځ اعلان كړى، چې په دې هېواد كې د روان ميلادي كال په جون او جولاى مياشتو كې سختې ګرمۍ شاوخوا ۱۵۰۰ كسان وژلي دي.
د نوموړې په خبره، د وژل شوو كسانو...
توسط hewadpal -
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، كه طالبان خپلو بريدونو ته دوام وركړي، پوځي فشارونه به بېرته پرې پيل شي.
نوموړي په يوه مركه كې هيله څرګنده كړه، چې طالبان خپل چلند بدل كړي او د سولې مذاكراتو په مهال پر خپلو كړو ژمنو عمل وكړي.
په همدې حال كې طالبانو د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له لوري له دې...
توسط hewadpal -
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د يوې غونډې په مهال د هېواد د امنيتي او دفاعي سکټور مسوولينو ته د جمهوري رياست ټاکنو بهير د غوره امنيت د ټينګښت او د دولت د وسله والو مخالفينو د ګواښونو د دفع کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې...
توسط hewadpal -
د بدخشان وردوج ولسوالي له پنځو كلونو وروسته بېرته د افغان ځواكونو تر ولكې لاندې راغله.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، امنيتي او دفاعي ځواكونه په بدخشان كې د پراخو عملياتو په ترسره کولو سره وتوانېدل، چې له پنځو كلونو وروسته د دغه ولايت وردوج ولسوالي نن له وسله والو طالبانو ازاده كړي.
د سرچينې په خبره، په يادو عملياتو كې شاوخوا...
توسط hewadpal -
د بادغيس د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس عبدالتواب طاهر وايي، په دې ولايت كې سږ كال له ۱۴۴۰۰۰ مټريك ټنه زيات غنم ترلاسه شوي، چې د تېرو دوو كلونو په پرتله شاوخوا ۵۴ فيصده زياتوالى ښيي.
هغه كليد ته وويل، په بادغيس كې له ۱۲۸۱۳ هكټاره اوبيزې او ۴۸۳۳۲ هكټاره للمي ځمكې د غنمو ۱۴۴۱۹۱ مټريك ټنه حاصل ترلاسه شوى دى.
طاهر زياته...
توسط hewadpal -
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو د ۱۰ غوره لوبډلو په لېست كې شامله شوه.
افغان لوبډله اوسمهال د بنګله دېش له لوبډلې سره خپله درېيمه ټېسټ لوبه لري او د دې لوبې له پاى ته رسېدو وړاندې يې د كركټ د نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ كې ۱۰ مقام خپل كړى او د...